ټکنالوژي

د چاپ صنعت له کومه راغی؟

غرڅنۍ ساهو

پوهېږئ چې د چاپ صنعت له کومه شو؟ آیا تر ننه مو پرې فکر کړی وه؟ نن سبا د خپل اند، نظر او خبرې چاپ کولو او نورو ته په رسولو کې څومره ډیرې اسنتیاوې شته! نو دا ټولې د چا د اختراع او لاسه راوړنې مرهون ګڼئ؟

په ۱۳۹۸ م کال کې کوتنبرګ د آلمان مانیس ښار کې نړۍ ته سترګې وغړولې. په مانیس کې اوسیده، او د زرګري کسب يې درلود. دی آزاد خیاله انسان و، تل به يې د خپل فکر خپلواکی غوښتله.

خو د یو لړ ستونزو له امله چې د وخت حکومت او چارواکو سره درلوده، په کال ۱۴۲۰ م کې د خپل هیواد څخه تبعید شو.

هغه خپله ټوله شتمنۍ يې له لاسه ورکړي وه، له یو ښار څخه به بل ښار کې ګرځیده، د خوارې شپې او ورځې سبا کولې، خو د زړه په زور څومره يې چې کولې شو، نوی علوم او هنرونه به يې زده کول.

کوتنبرګ په آلمان، اتیالیا او سویس هیوادونو کې ډیر پاتی نشو، او هالند هیواد یې ځان ته غوره وګاڼه، د هارلم په ښار کې ژوند کاوه. هغه په خپل ژوند کې ډیرې ستونزې زغملې وې خو تر ټولو لویه هیله يې د فکر او نظر خپلواکې وه. تل به يې د آزادي په اړه سوچونه کول. خپلواکې يې د خدای لوی نعمت ګاڼه، هغه عقیده او باور يې درلود چې یوه ورځ به دا جهالت او ناپوهی له منځ څخه ځي او حقیقت په خلکو ته رسېږي. هغه ویلې چې حقایق او ریښتېنې خبرې هغه وخت ولس ته رسېږي چې ټول يې وویني او ویلولي، چې دې کار ته يې د چاپ ماشین اړتیا ده.

هغه ویلې چې یوازې د مشرانو خبرې او تک لاره ټولنه حقیقت او خپلواکې ته نه رسوي. که چیرې یو ستر پوه له نړۍ څخه سترګې پټې کړي نو خپل علم او پوه هم ځان سره وړې. که لیکل شوي بڼه هم ورنه پاتې وي د ګوتو په شمار خلکو سره به وي.
کوتنبرګ سره له دی چې پوهیده د چاپ ماشین یوه خیالې او نا شونې خبره وه ، خو بیا هم خپله هیله يې نه مړاوې کوله. تل به يې مطالعه کوله او ځان سره به يې ویلی: که چېرې مې دا ماشین جوړ کړ نو د ناپوهۍ او جهالت په وړاندې به ودږیږې.
هغه وروسته له ۲۰ کالو تبعید څخه په خپل وطن کې د ژوند کولو اجازه تر لاسه کړه، د زرګرې کسب ته يې دوام ورکړ او د چاپ ماشین په اړه یې کوښښ کاوه.

کورانس ژان ژون د کوتنبرګ ملګری یوه ورځ هغه ته د لرګي یوه ټوټه راوره چې ورباندې د لاتین ژبې ځو تورې چاپ شوي وه. هغه په حیرانتیا وویل: دا د چا کار دی؟ ژان وویل دا زما کار دی او د خپل کار لامل يې داسې وویل:

زه په یوي جنۍ مین یم هر کله د کانال په غاړه د بید ونو لاندې ، د هغې په اړه سوجونه کوم. یوه ورځ مې زړه وغوښتل چې نوم يې په ټولو ونو کې وکینم، بیا مې پام شو چې ټول عالم به خبر شی. نو د بید ونې نه مې یوه ټوټه را جلا کړه او د هغې نازنینې نوم مې پرې و کینده او په چرمې لنده ټوټه کې مې تاو کړ. څو ورځې وروسته چې مې راواخیست ، نوم يې په چرمې ټوټې په خرمايې رنګ چاپ شوي.

د مینې دې داستان کوتنبرګ ته د چاپ ماشین اختراع کیلې په لاس کې ورکړه. زر تر زره خپلې کارخونۍ ته لار او له ډیرو لومړنۍ وسایلو( یو چاقو او لرګي ) څخه يې په کار پيل وکړ.

څو تورې يې په لرګې وکیندل او په چرمې ټوټه کې ونغړل او خپل ټول وزن يې پرې واچوه وروسته ګوري چې ټول توري په معکوس شکل چاپ شوي. او بیا یې شپې او ورځې بوې کړې تر څو د چاپ ماشین یې جوړ کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x