مصر: د ولسمشر مرسي ۲۱ ښځينه پلویانې له بنده خلاصې شوې
په مصر کې يو محکمې اعلان کړی چې د ۷ کشرو نجونو په ګډون ۲۱ ښځې له بنده خلاصې شوې چې د ولسمشر محمد مرسي په پلوي يې لاریونونو کې برخه اخیسته.
په مصر کې د پوځي کودتا په نتيجه کې راغلي حکومت پر دغو ښځو ډېر تورونه لګولي چې په هيواد کې يې د تشدد راپارونې، د ترافیکو پر مخ لاره بندول او تېره مياشت په اسکندریه کې د لاریونو په ترڅ کې له تشدد څخه کار اخیستی و!