
زابل : د عدليې رئيس دځوان مامور څخه د جنسي غوښتني پر سر توقیف شو
نن ټکی اسيا (پنج شنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۵ل):د زابل ولايت د عدليې د رئيس ګلاب محمد خطير د ويډيو نشرېدو وروسته د همدې ولايت چارواکو لومړی د نوموړي دنده وځنډول او وروسته يې د والي په امر توقيف کړ.
د زابل د عدليې رئيس د خپل یوه ځوان مامور څخه د جنسي اړیکو غوښتنه کوله او هغه ځیني ویډیو کوله ، دغه ویډیو وروسته پر فیسبوک خپره شوه او د ګلاب محمد خطیر جنسي غوښتنه ډنډوره شوه.
د زابل والي بسم الله افغانمل د عدليې د رئيس اړوند امنيې قومندانۍ ته امر کړی چې نوموړی دي تر امر ثاني پوري په توقيف کې وساتل شي.
افغانمل د زابل امنيه قومندانۍ ته په لېږل شوي ليک کې زياته کړې چې : د موضوع د سپيناوي په اړه تر څو څارنوالي خپل تحقيقات بشپړوي د عدليې رئيس دي په توقيف کې وي.
د زابل د عدليې رئيس په ویډیو کې ځوان مامور ته وايي چې پنځه سوه کالداري به ورکړي چې د نوموړي په وینا ۳۰۰ افغانی جوړیږي او وعده ورکوي چې د ۵۰۰۰ میاشتني معاش سربېره به کله نا کله ورسره مالي مرسته هم کوي.
په ولسي جرګه کې پر یادي ویډیو او موضوع باندي بحث وشو او د کابل وکیلي شینکۍ کړوخېل وویل چې نوموړی رئیس باید له دندي ګوښه کړل شي او څارنوالۍ ته ور وپيژندل شي.
خطیر ویلي چې د خپل حیثیت د اعادې په خاطر به عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه وکړي.
باید وویل شي چې د افغانستان په عدلیه او قضايي سیسټم کې رشوت، فساد او جنسي بې لاریتوب تر اندازې زیات دی چې له امله یې ولسي وګړي محکمو ته د تللو پر ځای خپلي ستونزي په خپله هواروي او یا د طالبانو محکمو ته رجوع کوي