افغانستان

د مالیې وزیر د جګړې د دوام لپاره د مرستو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۵ل): د افغانستان د مالیې وزیر ویلي چې په هیواد کې د وسلوالو مخالفینو سره د جګړې لپاره او د هغوی له منځه وړلو لپاره د نړیوالو مرستیو ته ډېره اړتیا ده، باید دوام ومومي.

نوموړي دغه خبري تېره ورځ په کابل کې د مرستندویه هیوادونو سره د څارني او همغږۍ په غونډه کې وکړي.

نوموړي وویل: د جګړې پای ډیر لیري دی، مونږ د خپل ګډ دښمن د له منځه وړلو لپاره ستاسو د مرستو دوام ته اړتیا لرو.

مرستندویه هیوادونه په هرو شپږو میاشتو کې د افغانستان د حکومت سره غونډه کوي، په دغه غونډو کې د افغانستان د حکومت اړتیاوي او لاسته راوړني اروزول کیږي او بیا د هغوی پر اساس د نورو مرستو اجراء کیږي.

نوموړی وویل چې په هیواد کې سیاسي، امنیتي او اقتصادي چلینجونه موجود دي، افغانستان د نړیوالي ټولني مرستو ته اړتیا لري تر څو خپل اقتصادي او سیاسي اصلاحات پر مخ بوځي او افغانستان پر ځان تکیه، سوکاله او د سولي څخه برخمن هیواد شي.

د امریکا د سفیر مرستیال ستیفن بونډي وویل چې امریکا او نړیواله ټولنه به دولتي ځواکونو سره همکاري وکړي خو په هیواد کې فساد او عدم شفافیت اوس هم په حکومت کې یو لوی چلینج دی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x