امریکا وايي په کونړ کې یې د القاعده دوه قومندانان وژلي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا دفاع وزارت پنټاګان اعلان وکړ چې نن یې د کونړ ولایت په اطرافي سیمو کې د القاعده ډلي د دوه مشرانو پټن ځایونه په نښه کړه.

پنټاګان په دې په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، که چیري د القاعدې مشران په نښه شوي وي نو دا به ددوی لویه لاسته راوړنه وي.

د پنټاګان ویاند پیټرکوک رسنیو ته ویلي د دوه مهمو قومندانانو په نشتون کې به القاعده په اسانۍ سره ونه شي کولای چې په افغانستان کې بیا منظم شي.

د امریکايي رسنیو په قول پنټاګان یاد دوه قومندانان فاروق القتاني او بلال العتیبي ښودلي دي، چې د دوی په وینا القتاني د افغانستان د شمالي ولایتونو لپاره د القاعده ډلي مسؤول وو او العتیبي د افغانستان په ختیځ ولایتونو کې د القاعده ډلي د بیا تنظیمولو چاري په غاړه لرلې.

که څه هم امریکایان او غربي نړۍ په افغانستان کې د القاعده پر وجود ټینګار کوي خو ددغه ډلي په اړه معلومات لرونکي کارپوهان وايي چې هغوی نور عراق، شام، او یمن جګړو ته ځانونه رسولي او هلته د خپل اهدافو لپاره د کار ډېره زمینه ورته برابره ده.

دوی زیاتوي چې د امریکا د دیموکراتیک ګوند چارواکي غواړي چې په دې اعلان سره د امریکا پر انتخاباتو اثر وکړي او رایه اچوونکو ته وښيي چې دوی اوس هم په افغانستان کې القاعده په نښه کوي.

د پنټاګان چارواکي وايي چې د «هیل فایر» په نامه تخریبوونکي میزایل یې په کونړ کې پر دوه کورونو بمبار کړي چې له امله یې دواړه کورونه په بشپړ ډول تخریب شوي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم امریکایانو د ورته لاسته راوړنو خبر ورکړی خو وروسته معلومه شوې چې په بمبار یې ملکي وګړي وژلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د