پاکستان د کرزي په حق کې د د ۲۰۰۹ انتخابات تزویر کړې وه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۵ل): د پاکستان سناتور مشاهد حسین په تازه څرګندونو کې ویلي چې پاکستان د کال ۲۰۰۹ انتخابات د کرزي په حق کې تزویر کړي وه.

نوموړي وویل چې حامد کرزي د انتخاباتو پر مهال د امریکا پر ځای پاکستان ته ترجیح ورکړه او پاکستان په بدل کې انتخابات ور وګټل. «مونږ پوهیږو په انتخاباتو کې تزویر څرنګه کیږي، او مونږ دا تزویر ښه په اصولو وکړ».

مشاهد حسین په کال ۲۰۰۹ کې د پاکستان په سینیټ (مشرانو جرګه) کې د بهرنیو چارو کمیټې مسؤول او د مسلم لیګ (ق) ګوند مخکښ مشر وو.

مشاهد وايي چې ما امریکايي چارواکو ته وویل، کرزی په دوی ټولو کې ډیر هوښیار دی، کولای شي چې خلک وغولوي او هغوی په ځان هم پوهه نه شي.

او زیاته وي: ولسمشر کرزی پوهیدی چې امریکایان دده سره ستونزه لري، ځکه یې خپل اړخ د امریکا څخه پاکستان ته بدل کړ او ښه پایله یې ترلاسه کړه، ځکه چې په پاکستان کې د ۳ ملیونه افغانانو رايي ټولي د کرزي په حق کې وکارېدلې.

مشاهد حسین اوس مهال د پاکستان په مشرانو جرګه کې د دفاعي چارو کمیټې مشري په غاړه لري، امریکا ته د نواز شریف د خاص استازي په توګه تللی تر څو هلته امریکايي چارواکو او د کانګریس غړو ته په کشمېر کې د هندوستاني ځواکونو د ظلمونو او بشري حقوقو څخه د سرغړونو په اړه معلومات ورکړي.

نوموړي وویل د امریکا خاص استازي «ریچارډ هولبروک» په یوه مجلس کې قلم او کاغذ را واخیستل او راته یې په غرور وویل: راته ووایه چې څوک به ولسمشر شي؟ ما ورته وویل: ایا تاسو اوس همدلته د افغانستان ولسمشر ټاکئ؟ ایا د افغانستان ولسمشر صرف انتخابول او تعیینول دي؟ دا ځل به داسي ونه شي!!.

مشاهد حسین دغه خبري د پاکستان د انګریزي ژبي ورځپاڼي «دي نیوز انټرنیشنل» ته کړي او زیاته کړې چې په افغانستان کې د اوباما ادارې پالیسي تل د ناکامۍ سره مخ شوې ځکه چې دوی نه پوهېدل چې څه غواړي، کله به یې ویل پاکستان دي طالبان ختم کړي، کله به یې ویل پاکستان دي طالبان خبرو ته حاضر کړي، کله د طالبانو پر خلاف عملیات پيلوي او کله بیا د افغانستان څخه د وتلو خبري کوي.
نوموړي وویل چې په افغانستان کې د اوباما پالیسي تل د تذبذب ښکار وه.

د کال ۲۰۰۹ انتخابات د حامد کرزي او ډاکټر عبدالله تر منځ دویم پړاو ته تر تګ مخکې ډاکټر عبدالله حامد کرزي ته تېر سو او وې ویل چې د هیواد د ګټو لپاره یې دا پریکړه وکړه چې دوهم پړاو ته به انتخابات نه ځي.

مشاهد حسین ونه ویل چې دویم پړاو ته د ډاکټر عبدالله نه تګ هم ددوی په اشاره وو او که بله خبره وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د