افغانستان

هیګل: افغان دفاع وزیر ډاډ راکړ چې ډیر ژر به د کابل او واشنګټن ترمنځه امنیتي تړون لاسلیک شي

heglد امریکا د دفاع وزیر چک هیګل چې د یو ناڅاپي سفر په ترڅ کې کابل ته راغلی او خپل افغان سیال بسم الله محمدي سره لیدنه وکړه. چک هیګل د افغانستان دفاع وزیر بسم الله خان سره له لیدنې وروسته وویل چې افغان وزیر ډاډ ورکړ چې د کابل او واشنګټن ترمنځه امنیتي تړون به په نږدې راتلونکې کې لاسلیک شي. نوموړي وویل چې هېواد يي په ولسمشر حامد کرزي د امنیتي تړون د لاسلیک په اړه فشار ندی راوستی. امریکا هڅه نکوي چې په ولسمشر کرزي فشار راوړي. د ولسمشر کرزي سره د چک هیګل لیدنه پلان شوې نده خو دا معلومه نده چې لیدنه به وشي او که نه. د یادولو وړ ده چې دا پدې یوه میاشت کې دا دریم لوړپوړی امریکايي چارواکی

دی چې افغانستان ته راځي. له دې وړاندې د امریکا ولسمشر د ملي امنیت سلاکاره سوزن رایس او تیره ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په کابل کې د ولسمشر حامد کرزي سره د امنیتي تړون په مسلې خبرې وکړې چې بې پايلې ختمې شوې. ولسمشر حامد کرزی په خپل دریځ ټینګار کوي او وايی چې تړون به هغه مهال لاسلیک شي چې په افغانستان کې سوله راشي او راتلونکې او امريکايان د افغانانو وژنه بنده کړي او د دوی پر کورونو چاپې ونه وهي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x