fbpx

پاکستان: د افغانستان او هندوستان استخبارات په ګډه د تروریزم ملاتړ کوي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۵ل):  د پاکستان د لومړي وزیر د امنیتي چارو مشاور د امریکايي سفیر سره د لیدني پر مهال ویلي، د افغانستان او هندوستان استخبارات په پټه د وسلوالو ډلو سره مرسته کوي تر څو په پاکستان کې اسانه هدفونه په نښه کړي.

په امنیتي چارو کې د لومړي وزیر نوازشریف مشاور د امریکا سفیر سره په ناسته کې ویلي: د افغانستان ملي امنیت او د هندوستان استخباراتي اداره (را) په افغانستان کې د میشتو وسلوالو سره پټي اړیکي لري او هغوی په پاکستان کې د اسانه اهدافو په نښه کولو ته هڅوي.

ناصر خان جنجوعه د امریکا سفیر ته ویلي چې د کوټي ښار د پولیسو پر اکاډمي بریدګرو په افغانستان کې د میشتو وسلوالو څخه امرونه اخیستل.
نوموړي د امریکا څخه په دې اړه د مرستي غوښتنه کړې.

د پاکستاني رسنیو د راپور سره سم جنجوعه د امریکا سفیر ته ویلي چې د افغانستان سوله د پاکستان د امنیت سره تړلې ده، که په افغانستان کې سوله راشي په ټوله سیمه کې به امنیت راشي.

باید وویل شي چې درې ورځي وړاندي د سې شنبې په شپه درې تنه وسلوال د کوټي ښار پر سریاب روډ د پولیسو اکاډمي ته ننوتل او هلته یې تر ۴ ساعتونو جګړې وروسته ۶۰ کسان ووژل او تر سل یې زیات نور ټپيان کړل.

ددغه پيښي مسؤولیت داعش او د پاکستاني طالبانو یوې ډلي واخیست خو پاکستان د لومړي ورځي څخه ویل چې د بریدګرو سره اړیکي له افغانستان څخه نیول شوي وې.

یاده پيښه د افغانستان ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس او په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال وغندل، زاخېلوال د پاکستاني چارواکو څخه وغوښتل چې د کوټي برید په اړه دي مسؤولانه څرګندوني وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د