نړۍ

زاخېلوال وايي «شربت ګله» به ډېر ژر را خوشي کړي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۵ل): په پاکستان کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر اشرف غني خاص استازي عمر زاخېلوال پر خپل فیسبوک پاڼه ویلي چې د شربت ګلي د بندې کیدو په اړه ورته د رسنیو څخه معلومات وشول، هڅه به وکړي چې هغه ډېر ژر له زندانه را خوشي کړي.

نوموړي ویلي چې په ډیرو ستونزو سره یې د افغانستان مشهوره څېره «شربت بي بي» د پاکستان په زندان کې د خپلي کورنۍ سره وموندله.

هغه وویل چې تر را خلاصولو وروسته به یې افغانستان ته په بیرته تګ وهڅوي او د ولسمشر څخه به د هغې لپاره د یوه جوړ کور غوښتنه وکړي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو تېره ورځ اعلان وکړ چې شربت ګله یې د جعلي پيژندپاڼي جوړولو په تور بندي کړې.

شربت بي بي وروسته تر هغه د «افغان انجلۍ» په نوم مشهوره شوه کله چې د نیشنل جیوګرافیک یوه عکاس «سټیف مکري» په کال ۱۹۸۴ کې د پيښور ښار په ناصر باغ کمپ کې د هغې څخه انځور واخیست.

هغه مهال د شربت بي بي عمر ۱۲ کاله وو، د هغې انځور د نیشنل ګرافیک د مشهوري مجلې پر لومړۍ پاڼه خپور شو.

تر ۲۰۰۲ پوري د خپل ټول شهرت سربېره شربت بي بي د ګمنامۍ ژوند تیروی تر دې چې ۱۷ کاله وروسته انځورګر سټیف ماکري یو ځل بیا وتوانېد چې هغه پيدا کړي او مرکه ورسره وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x