افغانستان

ولسمشر کرزی د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته ولاړ

 krzai in teranله ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې ولسمشرکرزی د یو لوپوړي پلاوي په مشرۍ نن تهران ته ولاړ. ويل کيږي چې حامد کرزی به د مهر اباد په په هوايي ډګر کوزيږي او د ایراني ولسمشر مرستیال محمد شریعت مداري به يې هرکلی کوي، چې وروسته به يې ایرانی ولسمشر حسن روحاني په خپل قصر کې استقبال کوي. په دې سفر کې به ولسمشر د حسن روحاني سربېره د بهرنیو چارو وزیر داکتر جواد ظریف او د پارلمان مشر لاريجاني سره هم وګوري. ويل کيږي چې کرزی به ایراني چارواکیو سره په سیمه کې د مهمو بدلونونو او د افغانستان او ایران ګډو مسئلو په اړه خبرې اترې وکړي. کرزی دا سفر په

داسې وخت کې کوي چې د روانې میاشتې په اوږدو کې درې لوړپوړو امريکايي ديپلوماتانو افغانستان ته د امنيتي تړون په اړوند سفرونه کړي؛ چې تر اوسه درې واړه سفرونه بې پايلې ښکاري او په عین وخت کې د امريکا د دفاع وزیر چک هیګل په کابل کې له یو شمېر افغان چارواکو سره د امنيتي تړون په اړه خبرې اترې هم کوي او لا هم د کرزي او امريکا تر منځ د دغه تړون په اړه ناندرۍ روانې دي.
د یادونې وړ ده چې امريکا په افغانستان کې يوولس پوځي اډې غواړي چې دوه به يې د ایران پولو سره نزدې وي. او ایراني چارواکو په ښکاره ټکو په افغانستان کې د امريکايي اډو مخالفت کړی دی.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x