ورزش

کرکیټ: د پاکستان کپتان محمد حفیظ د افغاني ټیم څخه ویره وښوده

نن ټکی آسیا: د پاکستان د شل اوریزه لوبغاړو کپتان محمد حفیظ تیره ورځ رسنیو سره په خبرو کي وویل چي دوی به د افغانستان د کرکیټ ټیم ته د یو اسانه حریف په سترګه ونه ګوري.

ټاکل شوې چي نن ورځ د افغانستان په وخت د شپي اته نیمي بجې د افغانستان او پاکستان تر منځ په شارجه کي د کرکیټ شل اوریزه نړیواله لوبه تر سره شي، او دواړه لوري به کوشش کوي چي دا مهمه لوبه خپل په نوم کړي، پاکستان ویره لري چي افغانستان ورڅخه لوبه ونه ګټي، او د کرکیټ په نړۍ کي د لوی شرم سره مخ نه شي، ځکه چي د افغانستان نسبتا کمزوری او نوی ټیم دی، او تازه تازه یی د کرکیټ نړیوالو لوبو ته لاره موندلي.

باید وویل شي چي د افغانستان د کرکیټ ټیم په دې ورستیو کي د یو ښه او خطرناکه ټیم په حیث باندي د کرکیټ په نړۍ کي نوم موندلی، چي کولای شي په هر وخت او هر ځای کي لوی او پخوانیو ټیمونو ته خطر جوړ کړي.

په دې ورستیو کي د افغانستان ټیم د ۲۰۱۵ پنځوس اوریز نړیوال جام ته هم لاره وموندله، او هم یې په راتلونکي کال 2014 کي د بنګلدیش شل اوریزه نړیوال جام کي خپل ځای پوخ کړی.

که څه هم افغانستان تر اوسه د کرکیټ د ټیسټ لوبي کونکو هیوادونو ته ماتي نه ده ورکړی، خو ګمان کیږي چي هر وخت افغانستان کولای سي دغه ستر هیوادونه د ماتي سره مخ کړي.

د پاکستان کپتان محمد حفیظ وايي چي د افغانستان ټیم ته به د یو اسانه حریف په سترګه نه ګوري، بلکي افغانستان یو خطرناکه ټیم لري، او شل اوریزه لوبي ددوی لپاره مناسبي هم دي.

باید وویل شي چي پاکستان لومړنۍ ټیسټ لوبي کونکي هیواد دی چي د افغانستان سره د کرکیټ د نړیوالو لوبو ته زړه ښه کړی او ددې تر مخه یې ورسره یوه پنځوس اوریزه نړیواله لوبه هم کړې چي د پاکستان په ګټه تمامه سول، خو په شل اوریزه لوبو کي دواړه هیوادونه د لومړي ځل لپاره سره مخامخ کیږي.

پاکستانی کپتان حفیظ وایی چي مونږ باید خپل ټول امکانات په کار واچوو، او مقابل لوري افغانستان ته هیڅ چانس ورنه کړو، ځکه چي ددوی هر لوبغاړی کولای سي لوبه سرچپه کړي، او خپل په ګټه یی تمامه کړي.

د یادوني ده چي د پاکستان تر ټولو خطرناکه بال غورځونکی سعید اجمل به په دې لوبه کي برخه نه اخلي، ځکه چي پاکستان غواړي هغه ته لږ استراحت ورکړي، تر څو د سیرلانکا خلاف راتلونکو لوبو کي ښه لوبه وکړي.

د سعید اجمل پر ځای به د پاکستان په ټیم کي د سپین بال غورځولو لپاره شاهد افریدي او ذولفقار بابر وي، تر څو افغاني لوبغاړي خپل دسپین بالنګ په ذریعه و ازمايي.

حفیظ وایی په شارجه کي افغانانو ډیره لوبه کړی، او کیدای شي د میدان سره ډیره تجربه هم د هغوی په ګټه تمامه شي، مونږ به خپل ټول وس وکړو.

د افغانستان کپتان محمد نبي خپل لوبغاړو ته ویلي چي باید خپل ټول وس وکاروي، تر څو د 2009 نړیوال جام ګټونکي پاکستان ته ماتي ورکړي.

او زیاته کړې چي دا ددوی لپاره ډیره مهمه ده چي د پاکستان په څیر د یو ستر کرکیټ ټیم سره لوبه وکړي، تر څو ورته دا تجربه په راتلونکو جامونو کي په کار ورشي.

نوموړي زیاته کړه چي مونږ به د پاکستان لپاره یو ښه او تکړه حریف ثابت شو، او زمونږ د کومک لپاره همیش میدان ته افغانان په ډیر تعداد راغلي تر څو زمونږ کومک وکړي، او زمونږ تر شا ودریږي، او زمونږ په حق کي شعارونه ورکړي، او تمه لرو چي نن به هم په زیات تعداد افغانان د کرکیټ میدان ته حاضریږي.

باید وویل شي چي د افغانستان د کرکیټ ټیم په نړیوال کرکیټ کي تازه ځای موندلی، خو تر اوسه هم د کرکیټ په نړۍ کي ستر هیوادونه چي ټیسټ لوبه هم کوي، د افغانستان سره مخامخ نړیوالو لوبو ته زړه نه ښه کوی، د کتونکو په باور هغوی پوهیږی چي که یی د افغانستان څخه لوبه وګټل، نو دومره خاص اعزاز نه دی، خو که یی وبایلول، نو د یو لوی شرم سره به مخ شي.

د دواړو غاړو لوبغاړي په لاندي ډول دی:

افغانستان:

محمد نبي (کپتان) افسر زازی (وکټ کیپر) اصغر ستانکزی، دولت زدران، ګلبدین نایب، حمزه هوتک، عزت الله دولتزی، کریم صادق، مرویس اشرف، محمد شهزاد (وکټ کیپر) نجیب الله زدران، نوروز منګل، سمیع الله شینواري، شفیق الله، شاپور زدران.

پاکستان:
محمد حفیظ (کپتان)، احمد شهزاد، انور علي، بلاول بټي، حارث سهیل، جنید خان، سعید اجمل، شاهد افریدي، شرجیل خان، صهیب مقصود، سهیل تنویر، عمر اکمل (وکټ کیپر)، عمر امین، ذولفقار بابر.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x