(وردګ د تاریخ په بهیر کې) علمي سیمینار

احسان الله ارينزی

احسان الله ارينزی
(وردګ د تاریخ په بهیر کې) علمي سیمینار د روان کال د تلې (میزان) په 28 او 29 ورځو په کابل او میدان ښار کې جوړ شو. د دې سیمینار له پاره څه باندې دری کاله کار شوی و او د هېواد (کندهار، پروان، بلخ، بامیان، کابل، کنړ او وردګ) څه باندی دېرشو جیدو علماوو او پوهانو مقالې لیکلې وې چې ډېرې یې د سیمینار د دوو ورځو په څلورو علمي ناستو کی واورول شوې او بحثونه پرې وشول.

د سیمینار لومړی ورځ (چهارشنبه 9:30 سهار) د کابل په انترکانتیننتال هوټل کې د قران عظیم الشان په تلاوت پېل شوه. ورپسی د افغانستان ملی سرود وغږول شو چې ټول حاضرین ورته په پښو ودرېدل. ورپسی د سیمینار جوړونکی احسان الله آرینزی د ښه راغلاست وینا وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د دې سیمینار له پاره چاپ شوی کتابونه او د ګرانو پوهانو او استادانو مقالې به د وردګو (په ځینو مقالو کې د میدان وردګ ولایت ټوله جغرافیه او په ځینو کی وردګ قبیله) د جغرافیی، تاریخ، ژبې، انسان پېژندنی، لرغون پېژندنې، تېرو ویاړونو، شخصیتونو، اوسنیو ستونزو او حل لارو د بیانولو په برخه کې له ځوان نسل سره مرسته وکړي چې خپل ځان، سیمه او هېواد سم وپېژني او د سبانیو مسوولیتونو پورته کولو ته ښه چمتو شي.

د احسان الله آرینزی له وینا وروسته د ولسمشر محترم داکتر محمد اشرف غنی پیغام د سلاکار محترم سردار روشن له خوا ولوستل شو چې په چکچکو بدرکه شو. ولسمشر په پېل کې ویلی و چې (خوشحاله یم چې د افغانستان پېژندنې په لړ کې دا دی وردګ د تاریخ په بهیر کې علمی سیمینار جوړېږي. د بېلابېلو ولایتونو په باره کې د سیمینارونو لړۍ اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پېل کړی وه؛ خو دا ځل مدنی فعالانو او د افغانستان د تاریخ او فرهنګ مینه والو په خپلو شخصی هڅو د یوه لوی علمي سیمینار تابیا کړی ده چې د لا ډېرې مننې مستحق دي).

له دې وروسته د افغانستان د ملی شوری د ولسي جرګی مشر محترم عبدالروف ابراهیمی، د مشرانو جرګې مشر محترم فضل الهادی مسلمیار، د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشرې محترمی څېړنپوه ثریا پوپل، د کابل پوهنتون د مشر محترم پوهنیار حمیدالله فاروقی، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر محترم عبدالباری جهاني او د سرحدونو او قبایو چارو وزیر محمد ګلاب منګل پیغامونه ولوستل شول او بیا د میدان وردګو والی محترم ځنډی ګل زمانی وینا وکړه.

په دې پیغامونو او ویناوو کې په ګران هېواد کې د سولې، امنیت، ورورولۍ او پرمختګ د هیلو تر څنګ، د سیمینار جوړونکو ته مبارکي ویل شوې وه چې بې له دولتي مرسته یې، د لومړي ځل له پاره، په شخصي هڅو داسې یو علمي سیمینار جوړ کړ چې پایلې به یې د میدان وردګو ولایت او وردګ قبیلی له پېژندګلوی سره ښه مرسته وکړي.

د پیغامونو په منځ کې د ماشومانو هلکانو او نجونو تیم ستیج ته راغی او د ګران هېواد افغانستان په هکله یې یوه ښکلی ترانه واوروله. دې ټیم د احمد غیرت په خصوصي ښوونځي پوري اړه درلوده. نا ویلی دې نه وي پاته چې د ستیج د سمبالولو او انانس کارونه بی بی نسرین وردګ او بی بی محمودی تقوی مخ ته وړل.

له دې وروسته د سیمینار علمي برخه پېل شوه چې په دوو پړاوونو کې دا مقالې پکې واورول شوې:
1. پوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار، لندن. وردګ، وردک، ویهارادک، ویاردک (دا مقاله محترم عبدالغفور لیوال واوروله)،
2. پوهاند سلطان محمد انصاری، بلخ پوهنتون. جغرافیای عمومی ولایت میدان وردک،
3. استاد حبیب الله رفیع، د علومو اکاډیمۍ. د وردګو په خوات کې خروشتي ډبرلیکونه،
4. پوهاند لطف الله صافی، کابل پوهنتون. میدان وردګ د تاریخ په اوږدو کې،
5. استاد محمد عظیم عظیمی، د ښار جوړولو وزارت، پلان ده ساله انکشاف اقتصادی میدان وردک،
6. ډاکتر عبدالخالق رشید، هندوستان، د وردګو په جغرافیه کې ډېر نومونه په زړه پښتو او سانسکریت دي،
7. استاد زبیر شفیقی، کابل. د جهاد په حماسه کې د وردګو ونډه،
8. پوهنوال رسول باوري، خوست پوهنتون. لرغونی خروشتی لیکدود او د هغه خواتي بېلګه.

ناویلې دې نه وي پاته چې په دې مقالو دری ځلې علمي بحثونه وشول او حاضرینو له استادانو څخه څه پوښتنې وکړی.
د سیمینار لومړی ځل د مازدیګر په څلورو بجو په داسې حال کې پای ته ورسېد چې بهر ډولونه غربېدل او ځوانانو اتڼ کاوه.
د سیمینار دوهمه ورځ په میدان ښار کې وه. د ولایت مقام او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کریم خان تالار په بیرغونو او د سیمینار په بنرونو او د ملي شخصیتونو په انځورونو ښکلی کړی و. په دې ورځ دا مقالې واورول شوې:
1. احسان الله آرینزی، کابل. د پوهاند ډاکتر عبدالقیوم وردک ژوند او د خواجه اسمعیل شنیزي مزار،
2. پوهاند غلام جیلانی عارض، کابل پوهنتون. نقش محمد جان خان غازی در جنګ دوم افغان و انګلیس (باید وویل شي چې پوهاند عارض له سیمینار څخه دوه میاشتې مخکې سترګې پټی کړې وې او مقاله یې انجینر عبدالرحیم ستار ولوسته).
3. اورنګ مختار، میدان وردګ. غازی مومن خان او د چک لرغونی شاهی کلا،
4. محمد حکیم رامیار، د علومو اکاډمۍ. د میدان وردګو حالات، ستونزی او امکانات،
5. انجینر محمد عارف رسولي، نړیوال بانک. په وردګو کې د بېوزلتیا د ورک کولو لارې چارې،
6. حیات الله حلیم، ژورنالیست. کږه بی بی یا دختر سنګ.
له دې وروسته په لوستل شوو مقالو اوږد علمي بحث وشو او سیمینار په ډوډۍ او ډولونو پای ته ورسېد.
د دې سیمینار له پاره لاندې کتابونه خپاره شوي:
1. وردګ پېژندنه، ګل آغا احمدی،
2. وردګ د نیکمرغی او بدمرغی ترمنځ، عبدالرحمن فرقانی،
3. د ګوربت لمن، حبیب الرحمن رحیمی،
4. د وردګو د ښادئ سندرې، ساره سادات،
5. ولسي لوبې، محب الله شریف زوی،
6. غازی محمد جان خان د وینو په لاره د شهادت تر دمه ځایه، داکتر عبدالخالق رشید،
7. Dear Samsor, a Novella by Ahmad Zia Wahat،
8. وردګ، وردک، ویهارادک، ویاردک، احسان الله آرینزی،
9. په وردګو کې د انجوګانو رول، ډاکتر محمد نعیم سلیمی او کوهار دفتر.

باید وویل شي چې دا په تاریخ کې لومړی ځل و چې د وردګو ولایت (سیمه، جغرافیه او خلک) په هکله یو علمي سیمینار جوړ شو.

لکه چې په وار – وار ویل شوي، دا یو بشپړ سیمینار نه و؛ خو یو ښه پیل هرومرو و چې په دواړو ورځو کې یې کابو 250 کسانو (د کابینی غړو، دولتي چارواکو، قومي مشرانو، علماوو، پوهانو، استادانو او ځوانانو) برخه واخسته او د دې ولایت په سیمه، جغرافیه، تاریخ، لرغونو آثارو، ملي شخصیتونو، دودونو، بریاوو، ستونزو او امکاناتو هر اړخیزه خبری وشوې.
هیله ده چې راتلونکي سیمینارونه به ډېر بشپړ او په تله پوره وي ان شا الله!
پای

تبصرې (2)

  • د کمونستی دوری په شان د دموکراسی موږکان حیران پاتی وی چه په څه یی نومونه یاد او شهرت زیات شی ، کمونستانو به هم دا کار کولو چه کله به یی د لغمان والی پغمان او او د پغمان والی په چاریکارو کی والی جوړ کړو او یا به یی وزیر له یوه وزارته بل ته واړولو او لا به یی پشتنی کمونستانو د ګل او بلبل میلی او مشاعری جوړولی او به هغو کی به یی د پشتنو پیغلو په نامه پښتنی رنګه کالیو ، ګآڼو او خوشبویو او میکپو خپلی جنسی عریزی مشبوع کولی او داسی نور ... یعنی دا کارونه به یی نه یوآخی د شهرت د پاره بلکه دا به یی هم مظلوم اولس او یا د هغو بادارانو او نړیوالو ته په ګوته کوله چه حالات په پوره کنترول کی دی مونږ اوس تفریحاتو ته وخت لرو او په ډیره ارامه فضا کی خوندونه تر لاسه کوو .
    د کابل غلامان یا د موکراسی دوره (چه پرونی کمونستان او اخوانیان هم پکی ګډون لری ) پرونی الشغال ته ورته کړنی تر سره کوی ، کله د نارنج او کله د ارغوانی میلی او مشاعری جوړوی او کله د صافو ، وردګو ، مهمندو او نورو دپیژندنی په نامه سیمینارونه او کنفرانسونه دایروی ، ته به وایی چه زمونږ دهیواد یوآخنی او اخری ستونزه همدا چه خلک خپل قومونه یا ولایتونه نه پیژنی، لوی غلامان لکه ( ابراهیمی ، مسلمیار او لوی سکولریست او کمونست غنی یی ورته په ګوته کوی ) یعنی که تاسی ځپل قومونه وپيژندل پوه به شی چه تاچک ، ازبک او هزاره په مونږ څومره ظلمونه کوی مونږ اکثریت یو او اقلیت راباندی حکومت کوی او داسی نور ... دا دوی ته یوه ساعتیری او ځان مشهوریدل دی مګر خبر نه دی چه دا هم د نوی اشغال پخوانی مانوری ده چه زمونږ د ټَولنیز جوړښتو د ویجاړولو د پاره لمړی د قوم پالنی او ولایت پالنی مینه وزیږوی ، دا کار په تاجکو ازبکو ، هزاره وو او نورو کی هم جریان لری هغوی د خپلو قومونو مړانی او ویاړنی ستایی ، چه به تیر اشغال کی مو څومره پشتانه ووژل او یا مو بی کوره او بی اوره کړل ، دا ویاړنی به ارګ ته رسیږی د ع او غ تر منځ زمزمه کیږی او بلاخره به د روسانو له وتلو وروسته د خبل منځی جنګو کرکی او دشمنی په عملی بنه کی يبل کیږی . ابراهیمی او مسلمیار چه اصل کی د امریکا او اروپا یاران دی تیل او باروت پاشی او په مقابل کی یی جیبونه له ډالرو ډکوی .

  • تاسو به لوستی وی چه په تیرو لسو میاشتو یا تیر کال کی امریکا ځانله ۷۰۰ کرته د بمبارد د پاره الوتنی کړی ، دا چه په هر الوتنه کی به یی څومره او په کومه کچه بمونه کارولی که یی شل بمونه ومنو ( ۱۴۰۰۰ ) بمونه تری جوړیږی که په دغو کی یی لس زره په هدف لګیدلی ومنو ، نو لس زره کورونه یی په کنډواله بدل کړی او که هر کور کی دوه یا دری کسان هم ومنو چه په شهادت به رسیدلی وی دیرشی زره کسان شو په دغه دیرش زرو کی به ماشومان او ښځی هم شریکی وی . ابراهیمی او مسلمیار (چه له هریوه اوس پخوانی دری ابراهیمیان او دری مسلمیاران جوړیږی ) د دی په ځای چه امریکایانو ته د دغه وحشت بندولو هڅه وکړی ، لږ تر لږه یی غندنه وکړی او د غندنی د باره یی سیمینارونه جوړ کړی چه دغه اوه سوه پروازونه به څو زرو ته لوړیږی او دغه د زرونو شهادت به په لکونو بدلیږی او بدل شوی دی ، هغه خیر ، مونږ ته د وردګو او نورو قومو د کرکو زیاتولو او پيژندونو زده کړی راکوی .
    زه نه وایم چه دا بد کار دی ، مګر یو کتاب کی یی ولیکی د جا چه خوښه وی د یو ریفرنس په شکل به تری استفاده وکړی ، وردک پیژندنه اولی نه اخری اړتیا ده مونږ لمړی خپلواکی او بیا اسلامی نظام ته او له هغه وروسته د عامه خلکو د پاره دکور ، کالی ډودی پیدا کولو ستونزه لرو ، مونږ د نشه توکوو د ختمولو ستونزه لرو چه څلویشت لکه رود شوی لرو نه مړه او نه ژوندی د خلکو د اوږو بار لیارو کوڅو کی غلا ګانی او یا ګداګری کوی او په هغو روپو نشه توکی اخلی نه ځان پيژنی او نه جهان ، مګر مسلمیار او ابراهیمی راته وردګ پیژندنه کوی . ولی د هغو څلويشت لکو په نشه توکو روږد شوو ته د ځان پیژندنی لیاری چاری نه سنجوی ، او دا چه د چا له خوا دغه نشه توکی تولیدیږی ، کارخانی ورته جوړی شوی او بیا دغو بیچاره ګانو ته راوړل کیږی او څوک دی چه دغه بیچاره ګان پری روږد کوی او دغه ګټی څوک تر لاسه کوی ، زه باور لرم چه مسلمیار او ابراهیمی به هم پکی لویه ونډه ولری . همدا چه شوونځی شته او زده کړی پکی نشته ، دا چه مهاجر مو به بارنو هیوادو کی څوک نه پریږدی او دلته هم ځای نه لری حتی میشت خلک مهاجر کیږی د دغی ستونزی په اړه ولی سیمینارونه نه نیسی ، د طالبانو په ځای د دی ستونزو سره مجادله په کار وه وردګ پيژندنه ډیره اړینه او که د دغه ستونزو هوارول اړین دی ؟