د نن سرلیکنه

امریکایان ولي دکرزي شرطونه نه مني؟

نن ټکی آسیا- سرمقاله: د کرزي او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په سر پیل شوې ناندرۍ لا ګرمې او ورځ په ورځ نور ابعاد خپلوي .

د کرزي له لوري د امنیتي تړون د لاسلیکولو ترځنډ وروسته امریکایانو او د ناټو تړون داخبره وکړه چې که کرزي د یاد تړون په لاسلیکولوکې تعلل کوي نو د هغه په ځای د ده د ادارې د هر هغه چارواکي لاسلیکول هم قانوني صلاحیت لري کوم چې بغیر له تعلل او شرائطوڅخه د غه تړون له مقابل لوري (امریکا) سره لاسلیک کړي .

اوس چې د امریکې د دفاع وزیر چیک هیګل کابل ته راغلی هم دې خبرو ورسره زور اخیستی چې ښايي هغه د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون د کرزي په ځای د هغه له دفاع وزیر بسم الله محمدي سره لاسلیک کړي .

دلته دا پوښتنه را ولاړیږي چې امریکایان ولي د تړون په لاسلیکولو کې د مقابل لوري(کرزي) غوښتنو او شرائطوته ځان نه ټینګوي؟

د دې پرځای چې له اوباما رانیولې تر جان کیري ، میرمن رایس ، جيمز ډوبينز،چاک هیګل اوراسموسن پوري ټول د امنیتي تړون د ژر لاسلیکولو په خاطر د کرزي په قانع کولو ځان ستړی کوي ، خو د تړون دلاسلیکولو لپاره دې د هغه شرطونه ومني !

امریکایان او ناټو وایي چې دا تړون د افغانانو په ګټه دی ،که د هغوئ داخبره ریښتیاوي نو د جانب مقابل شرطونه خو هم داسې څه نه دې چې هغه دې د تړون د مندرجاتو خلاف د افغانانوپه زیان شرطونه اویا داسې څه وي چې هغه دي د امریکایانو تر وس او توان پورته خبره وي .

اصلا د کرزي او واشنګټن ترمنځ په تړون کې لکه څرنګه چې یې په ظاهره له نامه ښکاریږي د دومستقلو هیوادونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي مرستو خبره نه ده مطرح ، بلکې په دغه تړون کې اصلي خبره د یوه محکوم لوري لخوا بل زورور لوري ته په قانوني لحاظ د افغانستان سپارلو موضوع ځای پر ځای شوې چې په دې صورت کې افغانې لوري ته نه د خپلوشرائطو وړاندې کولو او نه د زوروپه مقابل کې د څه ویلو مجال پاتې کیږي .

چې په دې سره د امریکایانو او د هغوئ د ځینو ضمیر پلورلو هغه ادعاګانې چې وايي په دې تړون کې د افغانستان استراتیژیکې ګټې تضمین شوې هم ټولې دروغ اوتشي ادعاګانې ثابتیږي چې یواځې د امریکايي اهدافو د تحقق لپاره هوا ورکول کیږي.

امریکایان غواړي د همدغه تړون په وسیله د بیوزله افغانانو د وژلو ، نیولو او بندي کولو او په نیمو شپوکې د هغوئ په کورونو د ورننوتلو قانوني صلاحیت ترلاسه کړي او هلته چې بیا له دغو کورنیوسره هر وحشت او جنایت ترسره کوي د هغوئ له مجازاتو څخه به د تړون د قضايي مصؤنیت په وسیله خوندي وي .

اصلا امریکایان د همدغه تش په نوم امنیتي تړون له لاسلیکولو څخه یواځې خپلې غوښتنې عمل کول غواړي ، نه له افغانانو سره د پوځي او مالي مرستو جاري ساتل .

داچې دوئ د تړون په لاسلیکولو کې د جانب مقابل ټولې غوښتنې ردوې او یواځې په خپلو غوښتنو ټینګار کوي هم اساسي هدف یې په قانوني لحاظ د افغانستان د ځمکې او فضا اشغالول او هغه د خپلو مصالحو د تر لاسه کولو لپاره کارول دي ، نه له افغانانو سره مرسته او یا د هغوئ امنیتي مصالح په نظر کې نیول .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x