د استاد عبدالمالک همت د يوه کتاب اردو ژباړه خپره سوه

ډېوه همت لور د افغان پوهنتون استاذه، کابل

لکه څنګه چي پوهيږو زموږ په هيواد کي کتابونه، په تېره پښتو کتابونه زيات لوستونکي نه لري. دا ځکه چي زموږ خلک په هغو کي بيا پښتانه زياتره نالوستي دي او کوم چي لوستي دي که لږ په نس موړ وو، نو د بېخي ډېرو شيانو شوقي وي، خو د کتاب سره هيڅ شوق نه لري. ځکه نو په ندرت سره پر کتاب پيسې ورکوي، او که يې بيا هم کتاب رانيوی، ايراني فارسي کتابونه رانيسي او هر کار ته خلاص وی او وخت ورته لري، خو د کتاب لوستلو ته ډېر کم وخت  ور پاته وي او يا خو هيڅ وخت نه ورته لري. او څوک چي بيا د کتاب د مطالعې شوق لري، هغه بيا د کتاب د رانيولو وس نه لري. دا ډله خلک زياتره ديني عالمان وي او که پر کتاب پيسې ورکوي، نو پر پښتو کتابونو يې نه ورکوي، بلکي عربي کتابونه زيات رانيسي او پښتو کتابونو ته دوی په خپلو منځو کي ”پښتوخيل“ وايي او په نظر يې نه ورځي او په ندرت سره پيسې پرورکوي. 

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

بل زموږ په ټولنه کي خو د هيچا قدر نه کيږي. دلته چي د چا زيات قدر کيږي او انحنا او تملق ورته کوي هغه يا شتمن دي او يا د غټي چوکۍ او جاه او جلال  خاوندان دي. خو دغو ته هم بيا د ځانو سره وايي:

ازکجا اندوخت اين مال وزرش

يا خودش دزد بود ويا پدرش

تر دوی راوروسته تر ټولو د سندرغاړو ډېر قدر کيږي. خو دوی ته بيا په خپلو منځو کي دلاکان يا ډمان وايي.

په نورو کي که بيا تقدير د چا ليکوالي په برخه کړې وه، تر نورو ډېر بې قدره وي. دغه لامل دی چي په پښتنو کي ليکوالان د ګوتو په شمار دی. دغسي کسان هيڅ شتمن نه وي. ټول عمر يې پر ليکلو تېريږي. څه پيسې چي په لاس ورځي، پر کتابونو، مأخذونو او د ليکلو پر وسايلو يې ورکوي. د کتاب پر ليکلو عمرونه خوارۍ وکاږي، ماغزه پر چپه کړي. بيايې نو که په تالیف کړي کتاب کي د کتابونو کوم خپرندوي څه مادي ګټه ليدل د کتاب چاپولو ته يې زړه ښه کړي، که نه کتاب د ليکوال د ناچاپه اثر په توګه د هغه د کور مېلمه سی. خپرندوي چي بيا کتاب خپور کړي، نو وېشلای يې نه سي. کتاب ډېر لږ چانس مومي چي د خپرندوي له پلورنځي يا ګودام څخه څو نورو پلورنځيو ته ورسيږي. کتاب د لوستونکي په ارمان وي او لوستونکي يا کم وي او يا نه پر پېښيږي. له دې امله کتاب کلونه – کلونه د خپروونکي د دکان المارۍ او ګودام نيولی وی.

دغه لاملونه دي چي پښتو کتابونو ته د دوهم ځل خپرېدو وار ژر نه رسيږي او يا هيڅ دوهم ځل نه خپريږي. زما پلار استاد عبدالمالک همت او د هغه کتابونه هم د دغسي برخليک سره مخ دي. زما د پلار تقريباً ټول عمر د کور په کنج کي تېر سو. ولی بې ګټي او ضايع نه، بلکي د (۲۶) کتابونو پر ليکلو يې عمر خوړلی دی او بيلا بيلي مقالې يې هم چی شمير یې سوونو ته رسیږي په بېلابېلو رسنيو کي خپرې سوي دي. اوس هم لګيا دی د قرآن کريم پښتو تفسير ليکي. چوپړ یې یوازي د اسلام او ددې خاوري او ملت لپاره وهلی دی لاغير. ځيني قدر لرونکي د پوهی څښتنان يې قدر لري. خو ځینو نورو سیکولرو او له اسلام څخه فاصله نیوونکو کوښښ کړی دی چي لايې ګوښو ته کړي، ځينو ناځوانۍ هم ورسره کړي دي. يوه کندهاری پښتانه ځوان داسي هم پسي ليکلي وه: ”خدايي مي د دې همت څخه بد کيږي چي دا ولي. زه هم خپل ځان ته اريان يم“. خو دغه د عزم او زغم څښتن او د اسلام د لاري نه ستړی کيدونکی بلونکی د دې خبرو هيڅ پروانه کوي او خپل کار ته په سړومغزو پر له پسې ادامه ورکوي.

زما د پلار ځينو کتابونو ته د دوهم يا درېيم ځل خپرېدو وار رسېدلی دی، خو په ډېر ځنډ. فکر کوم په دې اړه پر پورته يادوسوو لاملونو سر بېره دغه لامل ډېر موثر دی چي کتابونه يې د خپرندويانو له دکانونو څخه په ډېره لږه پیمانه د هيواد دننه يا دباندي نورو ځايونو ته لېږدول سوي او د ډېرو لوستونکو لاسونو ته رسېدلي دي.  

په دې جمله کي ”زموږ صحت او آخرت ته تاواني توکي“ د استاد همت له لیکنو څخه يو ګټور اثر دی چي په ۱۳۸۶ لمريز کال په کندهار کي يوې خپرندويي ټولني په (۲۳۷) مخونو کي خپور کړ. بيا دغه کتاب په ۱۳۹۰ لمريز کال دغي ټولني له خوا د دوهم ځل لپاره د ليکوال د يولړ سمونو او زياتونو سره په (۲۶۴) مخونو کي خپور سو. زه فکر کوم چي دغه کتاب زياتره د کندهار خلکو ترلاسه کړی او له کندهاره د باندي ډېرو لږو کسانو ته رسېدلی دی.   

له نېکه مرغه اوس دادی دغه کتاب په پاکستان کي يوه افغان کډوال عالم او ژباړن ښاغلي محمد اخند زاده په اردو ژبه ژباړلي او هلته په (۲۲۴) مخونو کي د چاپ ګېڼه سمبال سوی دی. د کتاب ژباړه ډېره خوږه او روانه ده او ژباړي ته ډېره نه ده ورته، چي دا په ژباړه کي د ژباړن پر کمال او زيات مهارت دلالت کوي. په کتاب کي زيات آيتونه، احاديت او عربي عبارتونه راغلي دي چي سمه ژباړه يې يوه عادي او نو کاره ژباړن ته مشکله ده، خو محمد اخدزاده صاحب څنګه چي پوخ عالم او تجربه لرونکی ژباړن دی د دغو عربي عبارتونو د ژباړي حق يې ډېر ښه ادا کړي او کتاب يې هم ډېر ښه او سليس ژباړلي دي. ښايي محمد اخند زاده ډېر لږ خلک وپېژني او زما پلار هم دمخه نه پېژندی او تر اوسه يې نه دی ليدلی. خو د ده له ژباړي او د دغي ژباړي د پښتۍ پر څلورم مخ د ده د ليکلو کتابونو څخه ښکاري چي يو پياوړی، روڼ اندی عالم او د ډېر ښه علم او استعداد څښتن دی، خو افسوس چي هم يې ولس بې قدره دی او هم د ګډوالۍ په بې قدره چاپېريال کي اوسي. بس الله دې قدر وکړي او الله عز اسمه دي د ده د علمي هلو ځلو اجر او ثواب ورکړي. بس د استاد د يوه شعر د دې بيت خبره ده:

په خپل ښار کي د چا نه کیږي ډېر قدر

لال په کان کي وي بې قدره بې ارزښته

زه زما ګران پلار او  درانه استاد ته او د دغه کتاب درانه او قدرمن ژباړونکي ته د دغي ژباړي د خپرېدو مبارکۍ وړاندي کوم او دواړو ته د اسلام، وطن او مسلمانانو د چوپړ په لار کي د لازیات کارکولو او د دی ډول علمي او ارزښتناکو آثارو د لازیاتو لیکلو او ژباړلو دعا کوم.  لوی څښتن دي دواړو درنو استادانو ته اوږده عمرونه، ښه روغتيا، چلانده قلمونه او پر هغه دنيا جنتونه ور په برخه کړې. آمين.

ډېوه همت لور په کابل کي د افغان خصوصي پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي  استاذه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د