افغانستان

د امريکا پوځ په افغانستان کې په تيرو لسو مياشتو کې ۷۰۰ هوايي بريدونه کړي

نن ټکی اسيا (پنج شنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۵ل):د روان ميلادي کال په اوږدو کې د جنوري له لومړۍ نېټي د رواني (اکتوبر) مياشتي تر ۲۰ مي نېټې پوري د امريکا پوځ په افغانستان کې ۷۰۰ اوه سوه هوايي بريدونه کړي.

د امريکا د پوځ وياند جنرال چالس کيلفولنډ وايي : له يادو هوايي بريدونو څخه ۵۰ يې د القاعده ، ۱۹۰ يې د داعش او پاتي نور يې د طالبانو په وړاندي کړي.

د پوځ ويندوی زياتوي چې د يادو بريدونو له جملې څخه ۲۴۰ يې د جون په مياشت کې د بارک اوباما له لوري تصويب شوي وو.

دا په داسي حال کې ده چې تېر کال د امريکا پوځ په افغانستان کې ۵۰۰ هوايي بريدونه کړي وو.

بايد وويل شي چې د روان کال په جريان کې څو ځله د امريکايي پوځيانو په هوايي بريدونو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي او د دولت امنيتي ځواکونه بمبار شوي چې په وړاندي يې غبرګونونه ښودل شوي.

د امريکا هوايي ځواکونه وايي دوی به په افغانستان کې ۷۵۰ نور پروازونه د هدف ويشتلو لپاره تر سره کړي.

کابو دوه نيم کاله وړاندي د امريکا ولسمشر بارک اوباما ژمنه کړې وه چې د افغانستان جګړې ته به د پای ټکی ږدي خو د جګړې د پای ته رسېدو نښي نښانې نه تر سترګو کيږي او اوس مهال په افغانستان کې ۹۰۰۰ امريکايي سرتيري د ناټو د غوڅ ملاتړ تر جوغ لاندي خپل ماموريت سرته رسوي.

په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو برخليک د امريکا په نوي راتلونکي ولسمشر پوري تړاو لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x