
د کولمبیا په بګوټا ښار کې چاودنې ۸ تنه وژلي او ګڼ نور ټپیان کړي
نن ټکی آسیا: د کولمبیا په بګوټا ښار کې چاودنې لږ تر لږه ۸ تنه وژلي او ګڼ نور ټپيان کړي دي. په وژل شویو کې دوه ملکیان او ۶ نور د امنیتي ځواکونو لوړپوړي چارواکي شامل دي.
حکومت د پېښي پړه پرخپلو مخالفینو ور اچولې.
چاودنه د پلازمېني بګوټا ښار یوه مارکيټ ته څېرمه د منفجرو موادو څخه د ډک موټر په مټ رامنځته شوې.
د کولمبیا امنیتي سرچېنو د پېښي پخلی کړی او په وینا یې چې ژوبل شوي کسان هم د دوی ۷ سرتېري دي.
د یادونې وړ ده ، چې د کولمبیا د حکومت او مخالفینو ترمنځ تېر کال د کیوبا په پلازمېنه هوانا کې د روغي-جوړي لومړي مذاکرات ترسره شول او په پایله کې یوه پنځه فقره ییز تړون ته سره نږدې شوي ول.
خو له دې سره – سره وخت نا وخت له دغه هېواده د امنیتي پېښو خبرونه ورکول کېږی