لنډه کېسه: بــــــــاور، لیکوال: اسد افغان

lovebyladybirdm1638003نثار د كتابونو له بكسې څخه يوه كتابچه راواخېسته، او په دهليز كې زنګيدلى او بې فكره روان شو،كتابچه يې مخ ته د ببوزې په ډول وهله او پر مخ روان و،په دهليز كې ګڼ شمېر نجونې او هلكان په خپلو منځو كې په خبرو بوخت و ،
شهلا دپوهنتون په ساحه كې تر يوې شنې ونې لاندې ولاړه وه، شېبه په شېبه یې شاوخوا سېمه څارله ، ساعت ته يې وکتل،

درس ته لا وخت پاتي ،و ناڅاپه يې په نثار سترګې ولګيدې ،په سرو شونډو يې موسكا خوره شوه ورغږ يې كړ:

هې …هې.. وه… نثارو….

نثار چې شهلا غږ واوريد شاوخوا يې وكتل، د شهلا په ليدو موسك شو له ځان سره يې وويل :)خداى خبر زما خبره به یې مور او پلار سره شريكه كړې وي او كه نه؟( خپل قدمونه يې ګړندې كړل او د هغې په خوا ورغى،

)واه ليونۍ سلام! دا چېرې ورکه ېې،او ولې غلې ولاړه يې؟ څوك خو د خورې نه(

شهلاپه مخ پروت پيكۍ څنډ واهه( ته څنګه داسې وارخطا او بې فكره روان وې ،فكر كوم څوك دې ورك كړي، كه څنګه؟(

نثار وخندل (له ما نه خو يوازې دا ته وركه يې بل به ما څوك ورك كړي وې د زړه سره)

شهلا له ډېرې خندا په ملا کږه شوه (دا ته څنګه سړی يې چې ما داسې زر وركوى ،هه!؟)

)ولې به دې ورکوم،خو کله کله دې رانه د ژوند قانون داسې بیله کړې چې فکر کوم په رښتیا رانه ورکه شوې .(
نثار پورته شو د ونو شنو پاڼو ته يې وكتل بيرته يې سترګې شهلا ته واړولې
) ښه شهلا جانې درس ته لږ وخت پاتې دی پرونۍ خبره د كور كې یاده كړه؟
(د شهلا اننګې له حيا څخه سره شول ځمكې ته يې وكتل بيا يې ورو سترګې نثار ته ورپورته كړې:

(مور مې راضې ده ويل يې: نثار خو ستا همصنفي دى، تر موږ تاته ښه مالوم دى خپلې خوښې ته ګوره
)
نثار شېبه چوپ ؤ،ښه! نو تا څه ورته وويل
؟
(زما خوښ دى؛ ښکلی او ښه لايق هلك دی خو….)

د نثار په شونډو موسكا خوره شوه (دا خو يې بيا څه؟)

(پلار يې نه منې
)
د نثار له شونډو د موسكا څپه ډېر زر والوته او د شهلا دې خبرې يې ټول بدن ولړزولو
تر لږ ځنډ وروسته د شهلا شونډې وخوځیدې:
پلار مې پرون راباندې رابرګ شو او ويل ېې:

)نثار يو نااشنا او بې وطنه هلك دى،په داسې خلكو اعتبار او هغوى سره دوستې زما نه خوښيږې،زه ېې ټنبلې او تکړه توب څه کوم؟
نه غواړم چې تا په لوى لاس د دوزخ كندې ته ورټېل وهم،
(
شهلا غلې شوه او وړې سلګۍ يې وكړې
، نثار له دې خبرې اورېدو سره لكه د بې روحه ديوال په څېر ولاړ پاتې شو،ځمكه ېي له پښو وتښتيده، غوښتل يې څه ووايې خو د درسې ساعت زنګ ووهل شو ،شونډې يې وچېچلې او د ټولګې په لور روان شول .
***

د شهلا په لټ اوښتو سره د كټ خرچه لاړه او بيا په سوچونو کې لاهو شوه،نه پوهيده چې څه وكړې؟د ژوند په رنګا رنګ لارو كې يې خپله راتلونکې لاره ټاكله، زړه يې ورته د سم ځواب وركولو په هڅه كې بې واره ټوپونه وهل او مغزو باندې يې فشار شېبه په شېبه اچوه چې وروستۍ فيصله وكړې،
خو دواړه دومره عاجز او ناتوانه شوې و؛ چې نن ترې لارې ګودرې وركې وې ، هيڅ مثبت او منفې ځواب يې نشو وركولى،
شهلا شېبه وروسته په چت باندې زېړ ګروپ ته سترګې ور واړولې او د هغي په تته رڼا كې يې د خپل ژوند لورې ټاكلو لار لټوله،هغه څخه يې څو ځله په سترګو کې مرسته وغوښته ،خو هغه همداسې چوپ ځليده او له تتې رڼا پرته يې هغې ته هيڅ هم نشوای وركولی،

شهلا کټ کې له كېناستو سره سم د كوچنې مېز له پاسه ایښې جيك څخه د اوبو ګېلاس ډك کړ،د اوبو شړنګهاری وخوت او د كوټې چوپتيا يې د لږې شېبې لپاره ماته كړه، له اوبو يې څو غړپه وكړل ،او بيا يې د كړكۍ په طرف سترګې واړولې،باد د كړكۍ جالۍ داره پرده ورو ورو ښوروله او كوټې ته نری نری باد راننوته،
شهلا ته به چې كله كله د نثار خبرې وريادې شوې نو ټول شكونه به يې لېرې شول او د هغه خبرو به يې په مغزو كې انګازې كولې،

(ګرانې زړه مې غواړي چې تا سره دومره مينه وكړم چې په دنيا كې خلكو ته يو نوى مثال پاتې شې ان تر دې چې مينه مې دومره زياته شې او خلك نور پدې وپوهېږې چې په دنيا كې اوس هم داسې مين شته چې د ليلئٰ مجنون مومن خان،شيرينۍ او نورو مينانو څخه د يو بل سره زياته مينه لرې،او هري قربانۍ ته تيار دي(
)
د شهلا زړه اوس وروستۍ پريكړې ته نږدې شوی و او د نثار پريكړې ته يې تياری ښوده، خو د پلار خبرې يې وريادې شوې چې همدا نن ماښام پرې غوصه شوى و، ټول سوچ او هيلې يې ګډې وډې شوي
( بې شرمې، بې حيا! ته اوس دومره شوې، چې زما په مخ كې خبرې كوې، تر اوسه خو مې څه نه درته ويل، او له ټولو پلارانو څخه ډېره مينه به مې دركوله، وروسته له دې چې د نثار نوم واخلې، ژبه به دې پرې كړم ته هغه بې وطنه او نااشنا سړى ګوره او موږ)

شهلا به د پلار خبرو ډېره وځوروله، خو چې کله به يې بيا د نثار په اړه فكر وكړ (هغه د يوې لرې نااشنا سيمې ،بې وطنه انسان دی،نه مې خپل دی، نه مو د قوم دى، او نه مو هم پېژندګلو دى،څنګه پرې باور وكړم؟) بيا به پرې د ناهيلۍ خولې راماتې شوې ،او زړه يې نه غوښتل چې د هوا مرغانو پسې زړه وتړې،
خو چې كله ېې د پلار فيصله ذهن ته راغله ټول وجود به يې ولړزيدو

(
ما له خپلې سوېې سره برابر يو دوست سره خبره كړې ،او تا هغه ته وركوم،
څه فرق كوې؟ چې زما همزولی دی ،او بله ښځه لرې ،هغه زما په څېر د زرو خاوند دی، خوشاله به د ساتې، او ما ورسره اوس منلې، بې پښتو كار نشم كولای)

،
شهلا په همدې ذهنې كشمكش او فكرونو كې خوب وړې وه، سهار لمر خپلې زرينې وړانګې لا وختې په ښار غوړاولې وي چې له خوبه راپاڅيده،

***

***
د شهلا او نثار مينه د پوهنتون تر دويم كال راهیسې پيل شوې وه،او اوس د دوى د مينې ډېر وخت كيده، شهلا به نثار ته په هر نظر دومره مينه وركوله، چې كله به يې په خپله فكر وكړ ،چې هسې نه مينه مې زر تمامه شې،او نثار رانه د ساړه باد سيلۍ یونسې ،نثار به هم تر خپله وسه شهلا ته د مينې اظهار كاوه، او كه رښتيا ووايم نو د هغه مينه د شهلا څخه ډېره وه،
دی به هره لحظه د شهلا د خوښۍ په فكر كې وو،د نثار او شهلا دا د مېنې انتها وه او كه نه، خو اوس د دوى هره ليدنه او ناسته كې يو نوى خوند او لذت پروت و ،هرې ليدنې سره يې مينه ورو ورو پياوړې كيده ،چې نن ترې نثار د ګډ ژوند او نوې دنياګۍ د اباداولو غوښتنه وكړه،

ډېرې مودې وشوى خو اوس هم دوى داسې فكر كولو چې مونږ د دوه درې ورځو مينان يو، او لا مو د مينې عمق ته سر نه دی ښكته، كړي د شهلا زړه اوس هم نوره مينه غوښته او د نثار ټېنګار هم دا و چې صرف ما سره به تل مينه كوې،
***

ازموينې لا پخوا پيل شوې وي، او سبا د پوهنتون وروستې سمستر وروستۍ ازموينه شروع كېده،له دې وروسته به د نثار او شهلا په شمول دوى ټول سره جدا کېدل، او خداى خبر! كه بيا يې په كلونو سره ليدلى وای، نثار خپل ولايت ته د تلو تيارى نيوه، او د شهلا وروستۍ پريكړې ته يې لارې څارلې چې مثبت او كه منفې ځواب وركوي،
د پوهنتون وروستۍ ازموينه هم تېره شوه،څوك كورونو ته لاړل، ځينې روان و، او نورو هم د تلو اراده درلوده، نثار لا هم پاتې و، او د شهلا ځواب ته سترګې په لار يې وخت تيراوه،
يو مازدېګر د پوهنتون په ساحه كې د ونې لاندې ناست و،څو پخوانې چيپټرونه ېې لوستل ،چې ناڅاپه يې په شهلا سترګې ولګېدې،هغې نن خړه سپېره غوندې جوړه اغوستې وه ،زلفې يې د نورو ورځو برخلاف په اوږو شانلې نه وي پرتې او نثار ته تر نورو ورځو نن زياته خواشينې او بې فكره ښكارېده،

نثار ورته له ورايه سلام وکړ او شهلا هم په سستو ګامونه
ور روانه وه،
تر لږ ځنډ خبرو اترو وروسته
دوى تر ونې لاندې كيناستل،د شهلا له سترګو اوښکې تويدې او ويل يې: چې پلار مې ازموينو ته معطل و، اوس يې د واده تيارى راته شروع كړى،پرون يې راته سره زر او څو جوړه جامې راوړې وي،
شهلا غلې شوه او
بيا يې څو بې واره سلګۍ وكړې ، په ژړه غونې غږ يې وويل :ځان به ووژنم ،مګر هغه بوډا سره يوه شېبه هم تيره نه كړم،
دې تر ډېره ژړل ،
نثار ډاډ وركولو، او د هغه لخوا په ويل شوې خبره يې ورته د منلو ويل،شهلا او نثار د ونې لاندې تر ډېره چوپ ناست و، او په سوچونو كې لاهو شوې و،مازدیګر خپلې زرينې وړانګې د غرونو لا وختې اړاولې وي، چې دوى يوه ګډه پريكړه باندې سره جوړ شول ،او شهلا ترې په سرو سترګو روانه شوه،

***

سهار چې په ځمكه لمر راختو ،نو شهلا او نثار تر ښاره وتلې و او د يوې ډېري لرې سيمې په لور يې په موټر كې مزل واهه،
شهلا ته به لار کې كله كله مور ور ياده شوه، زړه به يې وخوږيده او بې واره به يې وژړل
په خپله فيصله به پښيمانه شوه ،خو چې كله به يې د پلار خبرې او د بوډا شتمن سره واده ور ياد شو نو بيا به يې پښېمانې ختمه شوه،
ماښام ناوخته و چې په يو نابلده او پرادې ښار كې نثار د يو كور مخې ته ودريد،دروازه يې خلاصه کړه، او دواړه د ننه لاړل،د ننه په كور کې چوپې چوپتيا شهلا اندېښمنه کړه او له نثار يې وپوښتل:

)دومره ناوخته خو نه دى، چې مور ،پلار او خويندې دې وېدې وي، هيڅ غږ و غوږ يې نشته دا ولي؟(
نثار يوه ترخه مسكا وكړه(هغوى لا كلي كې دي،څو ورځې پس مو كډه دلته راځې ،چا كې رى هم مه وهه، دا خو د اوس خپل كور دى،(
شهلا موسكۍ شوه او د نثار سره يوې كوټې ته ننوته

،
نثار تر شهلا لاسونه راتاو کړل، او څو شېبې پس يې وويل:
)څنګه ده؟،ما درته نه ويل ؛چې نور به له چا ويره او شرم نه درځې ،هغه ورځ د ياد ده؟! چې په ټولګې كې سهار وختې راباندې استاد راغى، او څو ورځې مو له شرم پوهنتون پريښى ود،اوس هيڅوك هم نشته،د ژوند خوږې شېبې مو اوس پيل شوې،(

نثار لږه شېبه غلی و بیا یې ترې ناڅاپه وپوښتل :

هغه سامان دې راوړ؟

)هو! پرون ېې چې راته زر او د واده جوړې راوړې وي،هغه مې هم د جامو كڅوړه کى تړلې، او له كوره مې څو بنډله پیسې هم راواخیستې(

د نثار تندی وغوړېد او دواړو په لوړ اواز وخندل،
)راځه! چې نور د مينې له نړۍ څخه خوندونه واخلو(
.د نثار له خولې دا جمله راووته او له شهلا يې غىږ راچاپیره كړه،

د دوى مثال تر ښې شېبې مستۍ او شوخيو وروسته هغه تږي لاروې ته ورته شوی ؤ، چې په ټكنده غرمه كې په سپيره دښته كې تږی روان وي،او يواځينى هدف يې اوبه څښل وي،

اوس د دوى شهوت هم داسې ځای ته رسيدلى و، چې په لږه شېبه كې یې ټولې هغه تړلې پولې ماتې كړې، چې لا له ډېره وخته ورته په انتظار و،
***

د دوى دلته دا څويمه ورځ وه، شهلا زياته اندېښمنه وه او نثار ته به یې هره ورځ ويل: كډه مو كله راځې؟چې په عزت سره واده وكړو.
خو هغه به ورته په رنګارنګ بهانو سبا بل سبا كولو،او هر وخت به يې بې واره د شهوت تنده پرې ماتوله،يوه ورځ ماښام ناوخته نثار كور ته راغى، شهلا په بله كوټه كې په پخلې بوخته وه،او کور باندې چوپتیا خوره وه، نثار د شهلا غوټې وپلټلې،يوه كڅوړه كې څو جوړه جامې او بوټونه ايښې ول، هغه يې څيرې كړه، د غوټې له منځه يې پريمانه زيورات او پيسې جيب ته كړې، د كور بلې كوټې په طرف يې ګړندې ګامونه واخېستل، او شېبه پس توپانچه په لاس د شهلا مخې ته ولاړ ؤ،

شهلاپه داسې حال کې، د نثار په ليدو لكه د بې روحه دیوال په څير ولاړ پاتې شوه، اوله ده څخه ېې د داسې پيښې تصور هم نشو كولاى،
نثار په سرو سترګو شهلا ته كتل (ما وبخښه!ما خپل هدف پوره كړ، زه د دولت او شهوت لیونی وم،
زه نوره تا نشم ساتلی……
ما تا سره زياتى وكړ،
دا کور مې هم د دوه ورځو لپاره کرایه و،اخیر پیسې ګټل هم چل او قربانې غواړې(
،
شهلا نوره هم وارخطا شوه هغې له داسى كس څخه چې د هغه په نوم له كوره راوتلې وه او د تل لپاره يې زړه ده پورى تړلۍ و د داسې خبرو توقع هم نشو كولأى
،
)دومره لويه دوكه؟پلار ته به مې څه وايم؟(

له دې سره شهلا په ژړه شوه
خو د نثار خبرو يې په سر كې انګازې وكړې،
)دوكې موكې پریږده،هر سړی تر مقصده پورې یار دی،(
شهلاچې پوهه شوه، چې نثار يوازې د دولت او شهوت تږى و،نو ټول بدن يې ولړزيده،له سترګو يې اوښكې روانې وي او د نثار پښو ته ورپريوته ،په داسې حال کې چې په زوره زوره یې ژړل هغه ته زارۍ شروع كړې.،
)كه زه دې ژوندۍ پريږدم پلار دې هم وژنې،هسې ولې ځان ستا په ژوندې پريښودو، د سريښو ډنډ كې بندوم،(
شهلا سلګۍ وهلې او نثار ژر ژر ساعت ته كتل ، نور يې دا صحنه نشواى زغملى، د شهلا سر باندې ېي توپانچه ايښې وه، او شېبه په شېبه يې ماشې ته ګوته نږدې كېده،كور كې څو خپ ډزونه واورېدل شول ،او شهلا په سره جوړه كې په داسې حال كې په سرو وينو كې لمبېدلى پرته وه،چې بهر باران پيل شوى وو،داسې ښکارېده چې باران د شهلا په ساده توب او د نثار په بې كفايتی ژړل
،شهلا د داسې چا لمن ونيوه او په سره جوړه كې ورسره روانه شوه، چې هغه د څو شېبو وروسته دا وړتيا نه درلوده چې د پيغلې پت وساتلى شې ،او بیا ېې هغه په داسې حال كې په ككرې ووېشته، چې ده ورته د مينې د اظهار په خاطر خوله له خنده وازه نيولې وه ،
سبا د ښار په دولتي روغتون كې د يوې لاوارثه جسد د جنازې لمونځ ادا کېده ،د جسد په ليدو خلكو د افسوس او خفګان اوښكې تويولې،جنازه په داسې حال كې خلكو ادا كوله چې تر څنګ يې هيڅ خپل او خواخوږې نه ښكاريده چې اوښکې پرې تويې كړې ان هغه كس چې دده په نوم يې ټول عمر ليكلی و،څو شېبو كې جنازه باندې خاورې واړول شوې او ښار باندې په شړك باران پيل شو،


پای
۲۰۱۱ – ۰۶ – ۱۲

لیکوال: اسد افغان



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.