افغانستان

ضیاء مسعود: که چارواکي په خپلو کې سره جوړ نه شي، ملت به پر بدیل غور وکړي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۵ل): په ګډحکومت کې د ولسمشر اشرف غني د ښې حکومتدارۍ ځانګړي استازي په کابل کې د یوې غونډي پر مهال وویل که دولتي چارواکي خپل منځي اختلافات حل نه کړي، ولس به مجبورا ددوی پر بدیل غور وکړي.

احمد ضیاء مسعود ددې تر مخه په پنجشېر کې هم د حکومت خپل منځي اختلافاتو ته په اشاره سره ویلي وه چې جګپوړي چارواکي د قومیت او تعصب پر اساس یو له بل سره سیالي کوي او پر همدې اساس پر دولتي دندو خلک ګماري.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ګډحکومت مشرانو ته خپل منځي اختلافات د ملي اردو تر قربانیو مهم دي.

مسعود اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل که چیري د حکومت په لوړو چوکیو کې خپل منځي اختلافات دوام وکړي نو د هیواد زیاته برخه به د طالبانو په لاس کې ولویږي.

هغه زیاته کړه: «ولس د حکومت خپل منځي اختلافاتو څخه په تنګ راغلی او د حکومت څخه غواړي چې دغه اختلافاتو ته د پای ټکی کښيږدي، کنه دوی به د ګډحکومت پر ځای پر بل بدیل غور وکړي».

د جګړې په ډګر کې د جنرال دوستم شتون ته نوموړي په اشاره سره وویل چې د امنیتي وضعیت پر خرابېدا دلالت کوي. « دوستم فاریاب ته د جګړې لپاره ځي، هغه نه غواړي چې د جګړې ډګر ته ولاړ شي، خو پوهیږي چې څوک په فاریاب کې جګړه اداره کوي، هغوی ضعیف دي».

نوموړی پر پخوانیو مجاهدینو غږ وکړ چې د خپلو کلیو او سیمو څخه د دفاع په خاطر ځانونه چمتو کړي ځکه چې حکومت که پر همدې حالت وو، امنیتي ستونزي به ورځ په ورځ ډیریږي.

باید وویل شي چې څو ورځي وړاندی جنرال دوستم ولسمشر اشرف غني په قومي تعصب تورن کړ او اجرائیه رئیس یې یو نا اهله مشر وباله.

د نوموړي په جواب کې د ارګ څخه په خپرې شوي خبرپاڼه کې وویل شول چې د جنرال دوستم د مقام او حیثیت سره نه ښايي چې نا مسؤوله څرګندوني وکړي.

په افغانستان د ناټو ځواکونو ویاند جنرال چارلز کلیفلانډ هم د ګډحکومت د چارواکو ترمنځ اختلاف اندېښنه څرګنده کړې او وې ویل چې دغه اختلافات به د هیواد پر امنیتي وضعیت منفي اثر ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx