نظــر

د طالبانو ډرون کامره (؟!!)

جابر نعماني

طالبانو رسنیو ته د هلمند ولایت پر ناوې ولسوالۍ له برید څخه شوې عکاسي  په لاس کي ورکړل، ویډیو جالبه ځکه وه چي د ډرون کامري په توسط د یوه ستر موټر بمب څخه ترسره شوې وه، داسي موټر بمب چي ځان يې د ولسوالي مینځ ته له درنو منفجره موادو سره یو ځای ورساوو، او بیا يې هلته انفجار ورکړ.

واقعاً! برید خورا په زړه پوري، بې سابقې، او نهایت کامیاب طرحه شوی وو، د یاد برید خوند هلته نور هم دوبالا شو کله چي له پاسه د ډرون کامرې عکاسي کاوه، او بیا په ډير ښکلي ډيزاین د الامارة سټوډیو له لوري نشر ته وسپارل شو. الله دي نظامي، او فرهنګي مجاهدينو دواړو ته اجرونه ورکړي.

متأسفانه دا باید ومنو! چي د طالبانو یاد پرمختګ ناوخته وو، او په ډير تأسف وایو چي دا د دوی ابتکار نه دی، ابتکار به هغه وخت وای که دوی ډرون پخپله جوړه کړې وای، او یا يې په ریموټ موټر بمب هلته منفجره مواد لیږلي او بیا منفجر کړی وای، په داسي وخت کي چي نه يې پخپله جوړه کړي، حتي شتون يې لا پر خپل وخت نه دی درک کړی، په همدې تعقیب يې نه برید کي ابتکار شوی وو، او نه يې اجناسو، او ابعادو کي.

دا چي نړی دا موضوع دومره جدي ونیول! لامل يې دا نه دی چي ګوا دوی پر دې اعتراف کوي چي دا نو ابتکار دی، بلکه په دې توګه د کفارو او مرتدانو دا حالت ثابته کړل چي دوی د مسلمانانو بالخصوص طالبانو مبتکر، مترقي، فکر نشي زغملای، دوی طالباني ذهن ته د پرمختګ د اصل په ستنیدو بې قراره دي، دوی دا نشي زغملای چي مسلمانان دي پرمختګ وکړي، په تیره بیا مجاهدين.

دوی نه غواړي هغه خواري چي دوی زمونږ د افکارو او اذهانو د محاصره کولو، کانټرلولو،  لپاره، د جامد ساتلو لپاره کښلي وه ضائع شي، دوی زمونږ په دغه پرمختګ هغه کسان پړه بولي چي زمونږ د فکري تنوع او ترقی پر وړاندي نور ناکام بريښي، دوی زمونږ د دغه پرمختګ په ابتکار ښودلو غواړي مونږ ځان ته غره کړي، او هغه کسان متوجه کړي چی کفارو زمونږ د پرمختګ پر وړاندي خنډ جوړونکي ګمارلي دي.

مونږ د مجاهدينو دا دومره مقاومت پر ځای ولاړه نه بولو، مجاهدين په مختلفو برخو کي خورا په زړه پوري، معیاري، مسلکي او تدریجي لاسته راوړني لري، خو سپيډ يې ډير سلو دی، داسي ویلای شو چي ټولي لاسته راوړني ابتکارات کم، او د وخت سطحي نه اشدي تقاضاوي یا د وخت دیکه ډيره ده.

طالبان چي ډير مجبور شي نو لاس خوځوی، مونږ لټان خو نشو ورته ویلای، ویلای شو چي دوی يې وړاندي درک نشي کولای، ممکن روانه جګړه د دوی ستر عذر وي، په داسي حال کي چي دا ټولي بهاني يې د ځان خلاصولو لپاره دي. (شوخي ماف)

بلخوا مونږ په نړی کي د مسلمانانو مقاومتونه ګورو چي د جګړې په ډيره کمه موده کي په هره برخه کي خورا چټک پرمختګونه او ابتکارات، یا کاپي لري، کوم چي په واقعیت کی د ستایلو دي، مونږ د بنديواني غزي یادونه کولای شو! د شام مقدس جهاد چي فقط پنځه کاله شاوخوا یې کیږي په هره برخه کي په تیره په تخنیکي برخه کي ډيري زیاتي په زړه پوري لاسته راوړني لري.

په داسي حال کي چي مونږ تر دوی هم کله کله په ښه حالت کي قرار لرو، یو وخت داسي وو چي تورو بازارونو ته مو لاره درلودل، پراخي سیمي مو په لاس کي وی، شاید تر نورو په اقتصادي لحاظ هم ښه وو، او ډیرو ممتازو ملکونو له مونږ سره له همکاری هم دریغ نه کاوو، خو ولي مونږ په هغه شان چي باید وای لاسته راوړني نه لرلي وای نه یې لرو.

مونږ د اسلامي امارت په هره برخه په تیره بیا په سیاسي، فرهنګي، تخنیکي، اقتصادي، اداري او روزنیزه برخه کي ستونزي وینو، کوم اصلاحات چي رامینځته شوي ډير کم، غیر معیاري یا د بعضو ملحوظاتو، عذرونو، او ضروریاتو پر بناء دي، دا او دیته ورته نور مبهم، او څرګند لاملونه وجود لري چي د ابتکاراتو پر مخ يې خنډ بللای شو.

علماء باید متوجه شي چي مشران او مسؤل مجاهدین په هره برخه کي ابتکاراتو ته تشویق کړی، او هغه کسان چي له ابتکاره څخه ډار لري، یا فکر کوي چي ابتکار نو د امارت پالیسي، یا شرعي موقف ته تغیر ورکوي، یا زیانمن کوي ، یا په نورو بهانو يې مخه نیسي لومړی باید قانع شي، او مطمئن شي، او د نه امکان په صورت کي د ابتکار ارزښت ته په کتو يې مخالفت په صبر صرف نظر شي.

مونږ د بحث ابعادو ته تګ نه خوښوو، له دغه بحثه څخه مو هدف د طالبانو د پرمختګ کمرنګه ښودل نه وو، او والله نه غواړم طالبان کرام له خپلو لاسته راوړنو څخه مایوس کړم، بلکه غوښتل مي چي طالبان خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه شيي! د غلیمانو د فکري جګړي په دامونو کي راګیر نشي، دوی ته په دې برخه کي د لویو لوی قدمونو اخیستلو ته اشده اړتیا ده، نړی ته په کتو طالبان د ډبري په وخت کي پاته دی، د لیزري نړی سره جګړه په توره ځکه ممکنه شوه چي الله جل جلاله خپل مؤمنان نه شرمنده کوي، دا جګړه الله جل جلاله کړې، او د دښمن مقاومت د الله جلجلاله  د حلم له کبله اوږد سویدی.

په جهادي میني، او احترام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خپلواک

دروند ورور نعمانی صاحب سلامونه می ومنه ! مونږ سره د دی چه ستاسی د لیکنی سره تر ډیری کچی توافق لرو ، په هغو برخو کی چه درسره توافق نه لرو هغه دا دی : رحمان بابا نه یوآځی د پشتو ژبی شاعر وو بلکه شعرونو یی د هغه د اسلامی لارښودنو نماینده ګی کوله ، هر بیت او هر شعر یی دنورو بی دریزو شاعرانو پرتله ډیر وزن درلود د ایتونو او احادیثو سره خو به یی مقایسه ستونزمنه وی مګر د پشتنو تر متلو هم لوړ مقام لری . هغه وایی [ عمل ګران ګفتار اسان دی… نور لوستل »

نويد ازاد

ډير محترم خپلواک صاحب! تاسو فکر کوم لیکنه په ډير دقت نه ده لوستي، د لیکني هدف ډير واضح دی، زه خو وایم بحث مه سره اوږدوه ابعاد يې ټول په رازونو پوښل شویدی، تاسو ته د قناعت په موخه شاید لمن پر شا واوړي، نو لومړی د لیکني انګیزه درک کړه، د لیکوال هدف درک کړه مشکل دي حل دی. هسي ما ویل! تاته د ويښتابه پر لور د طالبانو د هڅولو دا لړی ولي خوند نه درکوي؟! تا باید تائید کړی وای ځکه دا خو منفي نه مثبته لیکنه ده، که ته غواړي داسي باید ونشي، باید ترقۍ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x