نظــر

دا اولس هرڅه مني خو بې ناموسه حاکمان نشي منلی

جیلاني پښتون

دا د تېر کال د ثور د  اتلسمې کیسه ده. د شپې اته بجې دي د کابل د دریمې امنیتي حوزې د آمر حسین نصرت تر مشرۍ لاندې یوه ډله پولیسو د کابل په پول سرخ سیمه کې په یوه هوټل چاپه ووهله. خلکو فکر کاوو چې په هوټل کې به طالبانو ځای نیولی وي او اوس به  دوه اړخیزې ډزې پیل شي.کابل ښاریان له سیمې په تیښته و او ځینو په پټه او کله کشک د صحنې ننداره کوله چې څرنګه به جګړه نښلي.

خو د هوټل دننه د ډزو په ځای د سوک او کونداغ جنګ ونښت او شیبې وروسته یوې نجلۍ د هوټل د یو لوړ اطاق له کړکۍ څخه ځان لاندې وغورځاوو. کیسه په مرموزه توګه پای ته ورسیده خو د یک ټیلویزون خبریال ته د پيښې د تحقیق چارواکو وویل چې په هوټل کې نه طالبان وو او نه  نور وسلوال. اصلا شخړه د دریمې او دیارلسمې حوزې د آمرینو تر منځ د یوې  نجلۍ په سر وه، د دریمې حوزې  آمر حسین نصرت چې په بد اخلاقۍ او فحشاء شهرت لري او څه موده وړاندې یې د ضیاء ګلې په نوم له یوې ښځې د رشوت په ډول د زنا غوښتنه کړې وه په دې ورځو کې یې له یوې نجلۍ سره تار غځولی و او د دموکراتانو په اصطلاح د خپلې ګرل فرینډ په حیث یې انتخاب کړې وه.

خو حسین نصرت خبر نه و چې همدغه نجلۍ د دیارلسمې امنیتي حوزې له آمر سیدظاهر هاشمي سره هم انډیوالي لري.په دې شپه چې سیدظاهر هاشمي له نجلۍ سره په همدې هوټل کې په بدکارۍ بوخت و د دریمې حوزې پولیسي استخباراتو دغه مهم پلان کشف کړ او د حوزې  مشر حسین نصرت بې له ځنډه په هوټل د عملیاتو قومنده ورکړه.

د عملیاتو په پایله کې د پولیسي حوزه مشرانو ترمنځ د ملي وحدت د حکومت په شان جوړجاړی وشو خو نجلۍ چې د پولیسو له منځه  یې د تیښتې هڅه کړې وه پښه یې ماته شوه.د حسین نصرت او ظاهر هاشمي دوسیه اوس هم د تحقیق په ریاست کې پرته ده خو په دوی دعوا د زناکارۍ او بې ناموسۍ له درکه نه ده بلکې په دې مسؤل بلل شوي چې ولې یې تر خپل منځ په نجلۍ شخړه سره کړې، باید د غني او عبدالله په چم یې ټولې چارې په تفاهم او جوړجاړي انجام کړې وای او د عدم تشدد په نظام کې یې (تشدد) نه وای پېښ کړی.

دا خو تېر کال کیسه ده. که راشو د سږکال د همدې یوې تیرې اونۍ کیسو او داستانو ته،نو ویلی شو چې په تیره یوه اونۍ کې درۍ داسې لړزوونکي پيښې رسنیزې شوې چې په هغوی کې حاکمو چارواکو د اولس د آبرو، عفت او ناموس  حریم ته لاس اچولی او  د اولس د سپکولو مستقیمه هڅه یې کړې.

د پکتیا د زرمت په ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځانګړو  ځواکونو قومندان سید عارف د باتور د کلي لیسې ته ورغی، یو کم عمره لغړزنی هلک یې له صنف څخه ویوست د لیسې په انګړ کې یې لومړی له هلک نه بدې غوښتنې وکړې خو چې هلک اعتراض وکړ، د ځانګړو ځواکونو قومندان چې د خپل هیواد د پت او عزت  ساتنې سوګند یې هم پورته کړی په سپینه ورځ یې هلک بربنډ او بیا یې د مبایل په کیمره ترې عکسونه واخیستل.

د پکتیا ددې سیمې خلک وایي چې موږ د سرو شورویانو دوران هم ولید او د سرو امریکایانو، یهودو او نصاراوو  یرغلونه او چاپې مو هم ولیدلې.مګر تراوسه مو مو له هیڅ پردي کافر څخه دغسې بي ننګي او بي ناموسي نه وه لیدلې لکه په دې ورځ مو چې دحاکم رژیم له بې ننګه پوځیانو څخه ولیده.

د زرمت پيښه لا د رسنیو له خولې نه وه لویدلې چې د اکتوبر په ۲۶ مه  په ولسي جرګه کې د بلخ استازې ګلالۍ نور صافۍ له یوې بلې رسوایۍ او بې ناموسۍ پرده پورته کړه. میرمن صافۍ وویل چې د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ امنیه قومندان  محمد اکرم زارع  دوه نیمې میاشتې وړاندې د یوه غریب سړي میړوښه ښځه تښتولې، نامشروع اړیکي ورسره ساتي او دغه سړي ته د ټیلفون په توسط اخطارونه ورکوي چې زرترزره دغه ښځه طلاقه کړي او کنه وبه یې وژني.

د امنیه قومندان لخوا د ولجه شوې ښځې میړه محمد ضیاء چې په لوګر ولایت کې آشپزي کوي پژواک آژانس ته یې ویلي چې له تیرو دوه نیمو میاشتو راپدیخوا په کابل کې اداره په اداره ګرځي د خپلې ښځې د بیرته ترلاسه کولو لپاره فریاد کوي خو تراوسه یې هیڅ حکومتي مرجع فریاد نه دی اوریدلی.

په اویایمو کلونو کې د ټوپکي واکمنۍ په وخت کې به که کوم دوستمي ګلم جم د چا ښځه وتښتوله او بیا به که شکایت کوونکی کس ارګ ته عارض شو نو که څه هم د ولسمشر رباني په دوستم زور نه رسیده او نه یې ورباندې اجرایي واک درلود خو دومره یې کولای شوای چې د عریضې په شا ورته ولیکي چې : جناب جنرال صاحب دوستم. زن ای مردکه مجاهدین شما آنراراختطاف کرده است لطفا به بزګواري شمایان پس به ایشان بسپارید.

مګر اوس حاکمان دومره بې ناموسه دي چې د محمد ضیاء ښځه اتیا ورځې کیږي د قومندان زارع په ولکه کې ده خو بیا هم ددغه ناموسي فریاد د اوریدلو لپاره کوم شنوا غوږونه نشته.

تاسو به وایئ چې دغه یوازې پوځي او امنیتي ادارې دي چې بې ننګه او سپک چارواکي په کې راټول شوي دي مګر حقیقت دادی چې بې شرمه او له حیاء خلاص کسان اوس په ټولو ادارو کې ځای لري.

دری ورځې وړاندې په فیسبوک هغه ویډیو رسنیزه شوه چې د زابل د عدلیې رئیس ګلاب محمد خطیر له خپل همکار څخه د پنځه سوه کلدارو په مقابل کې د لواطت غوښتنه کوي.

وایي چې : ګر کفر از کعبه برخیزد کجا ماند مسلماني

کله چې د عدلیې رئيس لواطت کار وي، نو ته وا د انصاف او سړیتوب تمه به له چا څخه  وشي؟؟

پورته مشت نمونه خروار پیښې ثابتوي چې د دموکراسي، ازادۍ او بې بندوبارۍ مدعي رژیم په خلاص مټ فحشاء او بي ناموسۍ ته ملا تړلې نو ځکه یې چارواکي دومره سورسترګي دي چې په پوره جرأت د خلکو په ناموس او عزت باندې بلوسي.

خو دوی ته به ووایو چې همدغه مو د زوال او پناه کیدو نښه او قاطع دلیل دی. ځکه دا اولس لوږه، تنده، غربت، سختي او هرڅه زغملی شي مګر بې ناموسي نه شي زغملی.

دلته تېر ځل د ټوپکیانو نظام هم د یوې ناموسي قضیې له امله ختم او بدمرغه ټغر یې ټول شو او لرې نه ده چې اوسنی دموکرات بې ناموسان هم د خپلو شنیعو اعمالو سزا وویني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

پښتون صاحب ، سلامونه می ومنه ! الله ج دی اجرونه درکړی ، وایی د ډیرو لرګی د یوه ګیډی کیږی ، یا قطره قطره دریا می شود ، همدا چه هر څوک یو څه ولیکی او د دموکراسی دوری ناخوالی خلکو ته د اسنادو او شواهدو سره عملی بڼه کی واورول شی دا به د خلکو ذهنیت د دموکراسی ، اشغال او دغه غلامه ، فاسده او ناوړه اداری په دغه بی تربیی او غیر اسلامی څه چه غیر اسلامی کړنو باندی خبر او د خپلواکی او خپل رښتینی حکومت د جوړولو په تکل به د قربانی ډګر ته… نور لوستل »

محمد شفیق شهاب

سلامونه اونیک هیلی می ومنی
دقدر وړ محترم الحاج اوستاد بیانزی صاحب
ستاسو لیکنی ستاسو نظرریات یقینی دستایلو وړ او لایق دی ستاسو لیکنی زه ډیر په مینه سره لولم او ستاسو دښی عقدی ستاینه کوم
او دالله جل جلاله څخه ستاسو روغ صحت اوښه ژوند غوښتنه کوم الله تعالی مو کامیاب او سر لوړی ولره

الجاج استاذ بیانزی

شهاب صاحب السلام علیکم ! سره د دی مونږ د هغه څه جوګه نه یو چه تاسی یی ستاینه کړی صرف د حقایقو ویلو هڅی لرو، هر څه زړښت لری او مجموعی زوند او د غه د ژوندو ستوری هم د ځکندن به وروستۍ شیبو کی ساه اخلی ، مونږ ټول د اخری عظیمو ازموینو لاندی یو که به ازموینه کی د پورته نمرو اخستل راته ( د هغو نیمګړتیاوو او ستونزو له مخی چه مونږ یی لرو ) اسانه نه وی لږ تر لږه له ناکامیو خو ځان وژغورو کله کړنی مو په نشته حساب وی نیتونه خو مو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx