نظــر

پر طالب مشرانو فشار افغان لانجه پیچلي کوي

نظرمحمد مطمئن، لیکوال او شناند
نظرمحمد مطمئن، لیکوال او شناند

نظرمحمد مطمئن – لیکوال او شناند

دوه کاله وړاندي مې له مهمو افغان چارواکو او سیاستوالو اوریدلي وو چې د طالبانو پخواني مشران (زوړ کهول) که له منځه ولاړ شي، نوی کهول (ځوانان) به خپلو کې سره وویشل شي، طالبان به کمزوري شي او بالاخره به د افغان حکومت سره خبرو او یوځای کیدو ته چمتو شي.

په تیرو دوو کلونو کې طالب مشران په بېلابېلو وختونو کې د ډیورنډ هغه غاړه په نخښه شول، د طالبانو مشر ملااخترمحمد منصور  تر برید لاندي راغی او له منځه یوړل شو، دا ډول ملامحمد حسن رحماني د طالبانو د رهبري شورا غړی، ملاسید محمد حقاني د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور کمیسون مرستیال د رنځ له کبله مړه شول. تر دي وړاندي د طالبانو د دفاع وزیر ملاعبیدالله اخوند او د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور کمیسون مشر استاد محمد یاسر د پاکستان په زاندان کې د شکنجو له کبله څاه ورکړه.

د طالبانو د رهبري شورا غړی مولوي  احمدالله نانی بیاځل د پاکستان له خوا ونیول شو، او دا ډول ځینې نور طالب مشران نامعلوم لورته خوځیدلي او امنیتي تهدیدونه یې په ځان منلي.

د سیاسي کمیسون پخوانی مشر سیدمحمد طیب اغا، د رهبري شورا او قطر دفتر غړی مولوي نیک محمد ، د قطر دفتر غړي حافظ عزیز الرحمن وار له مخه خپلې استعفاوي ورکړي او په کور ناست دي.

د طالبانو د قطر د دفتر د صلاحیتونو اړوند بحثونه روان دي، دا ډول د منځنۍ اسیا ، عربي او ځینو اروپايې هیوادو، سیمئیزو او ګاونډیو هیوادو سره د تماس لرونکو طالب استازو په اړه هم د صلاحیتونو کومه ځانګړې تګلاره شتون نه لري.

که د امریکا، پاکستان او افغان حکومت دوه کاله وړاندي پلان پر ځای وي چې طالب مشران په نخښه او له منځه یوړل شي، واک نوي نسل طالبانو ته لاس ته ورشي، او بیا په هغوی کې د ویش هڅې وشي، تر څو طالبان له کمزوري حالت سره سولې او افغان حکومت سره یوځای کیدو ته حاضر شي.

په وروستیو وختو کې چې سيمئیزو او نړیوالو رسنیو د افغان سولې اړوند کوم راپورونه نشر کړل، افغان ولس ورته په مثبت نظر ګوري، ولس له جګړې څخه په تنګ شوی، او د سولې هرې هڅې ته خوښ وي. ولې  ځینې داسي نښې او نښانې هم تر سترګو کیږي چې ځینې کړۍ لا هم هڅې کوي تر څو پخواني پلانونه علمي او د طالبانو ویش ته زمینه برابره شي.

زما په اند چې د طالبانو ویش او پاشل کیدل، د هغوی هغه مشران چې نږدې ۲۰ کلنه د سیاست او افغان حالاتو تجربه لري، که له منځه یوړل شي، موږ به په جګړه کې پاتې شو، او کله به هم د سولې څرک ونه ګورو،  ښه مثال یې د روسانو سره د جهاد پر مهال د ګڼو جهادي ګوندونو شتون وو ، چې افغان ولس یې د کورنۍ جګړې پر ټغر کیناوو.

روان وضعیت ته په کتو سره داسې ښکاري لکه چې په مجموع کې د افغان لانجې د ښکیلو ډلو په اړه نړیوال سیاست په بدلیدو  وي، هم طالبان له مختلفو خواو او لارو څخه تر سختو فشارونو لاندې  دي او هم په ګډحکومت کې وضعیت د انفجار کچې ته رسیدلی، په نورو ناخوالو او جنجالونو سر بیره ښايي د غور ولایت د روان کال د اکټوبر میاشتې پر ۲۵/۲۶ نیټې  حادثې په څیر  چې تر ۳۰ زیات ملکې وګړي پکې د وسلوالو لخوا ووژل شول،  په هغو ولایاتو کې چې مختلف قومونه او یاهم د جمعیت او جنبش پلویان  یا هزار ګان  له نورو توکمونو سره  ورکې یوځای وي نورې دغسې حادثې هم تکرار شي .

د افغان حکومت مشرانو ترمنځ د واک پر سر ناندرۍ

د ولمشر غني، اجرایوي مشر عبدالله او د ولسمشر لومړي مرستیال رشید دوستم تر منځ اختلافات په زیاتیدو دي، اختلافات رسنیز شوو، اجرایوي مشر د دوستم د زخمي کیدو خبره د افغان کابينې په غونډه کې وکړه، ولي دوستم د عبدالله په اړه سختې څرګندونې وکړي، دا ډول په وروستیو کې د دوستم لخوا ولسمشر غني او اجرایوي رئیس عبدالله په قوم پالنې او د واک په انحصار باندي متهم کړل شوو.

د دوستم د څرګندونو اړوند د ولسمشرۍ ماڼۍ، د ملي شورا د وکیلانو ، افغان سیاستوالو او مدني ټولنو غبرګون له ځان سره درلود.

رشید دوستم د ملي امنیت د ادارې  او د امنیت شورا پر مشرانو هم تهمت پورې کړ، د دوستم  د وسلوالو کاروان په  فاریاب کې د وسلوالو طالبانو لخوا تر برید لاندي راغی، ګڼه مرګ ژوبله ورته واوښتله، دوستم په برید کې د یادو ادارو پټ لاس هم ګڼي.

تر بروکسل کانفرانس وروسته ولسمشر غني غوښتل چې افغان کابینه او مهمو ادارو کې تغیرات راولي، ځینې د کابینې وزیران لیري او پر ځای يې نور وګماري، ځکه  د افغان حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو هیوادو ترمنځ ځینې ژمنې هم په دې برخه کې شوې وي، تر څو  په حکومت کې مثبت اصلاحات راوستل شي،  ولي د  اجرایوي مشر له مخالفت سره ځکه مخ شو، چې عبدالله په نوي بدلون کې هم د خپل ځان ۵۰ سلنه برخه غواړي. اجرایوي مشر ګواش کړی وو که غني د اصلاحاتو ادارې مشرمحمد نادر نادري وټاکي، نو اجرایوي مشر به د سیمئیزو ادارې (کومه اداره چې د والیانو وړاندیز او سپارښتنه کوي) مشر معرفي کړي.

د بروکسل په غونډه کې ممکن د دوستم اړوند هم د ولسمشر غني لخوا  له نړیوالو سره د هغه د لیري کیدو او یا کومې بلې دندې ته راضي کیدو ژمنه شوې وي، ځکه خو دوستم په وازه خوله په ولسمشر غني،  د امنیت شورا مشر حنیف اتمر او د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي باندي نیوکې کوي.

تیر وختونه چې کله هم دوستم شمال ته د نظامي عملیاتو له پاره تلی، ورسره د امنیت شورا او امریکایانو مخامخ مرسته کیدله، هڅه کیدله چې د یو ځانګړي قوم خلک وځورول شي او هغوی وسلې اخیستلو ته مجبوره شي، چې د داعش تر نوم لاندي په شمال کې جګړې زور واخلي.

ځینې ترکې سرچینې دا هم وایې چې د کوتاه پلان په  افغانستان کې د امریکا او ناټو  په مرسته د دوو ترک جنرالانو لخوا  جوړ شوی وو، ترکې سرچینې ادعاء کوي چې دوو ترک جنرالانو ته دوه میلیارده ډالر ورکول شوې وو، او دغه مبلغ کوم  افریقایې هیواد ته استول شوی وو،  له هغه ځایه بیا ترکيې ته یادې پیسې لیږل شوې وي ، تر څو د کودتاه د کامیابي لپاره یادې پیسې په پوځ کې په ترکې جنرالانو وویشل شي ،  د ترکانو د مشر رجب طیب اردغان او ملګرو لخوا يې پلان شوې پوځي کودتاه ناکامه شوه، له همدې کبله  د ترکيې او امریکا ترمنځ اړیکې خرابې شوې، د ترکیې تاثیر په دوستم نه شي نفي کیدای، د دوستم لپاره ترکیې ته سفر  برابر او ولاړی، دوستم له ترکيې څخه تر راګرځیدو وروسته  له امریکا سره د افغانستان په شمال کې د نویو وسلوالو په راپیداکولو پروژه کې د پخوا په ډول لیوالتیا ونه ښودله، له همدې کبله ده چې داځل د دوستم مرسته د امریکا هوایې قواوو د پخوا په ډول په فاریاب کې ونه کړه، او د پخوا په څیر ناهیلی او ناکام له فاریاب څخه کابل ته راستون شو. تر دې چې افغان حکومت ویلي چې له سيمې څخه د دوستم او د هغه د ملیشو لخوا د ولسې خلکو د ځوروني شکایتونه یې تر غور لاندي نیولي دي.

د ترکيې تر ناکامه پوځې کودتاه مخکې د ترکيې او روسیې ترمنځ اړیکې ترینګلي وي، د اوکراین د کریمیا ټاپو چې روسانو له خپلې خاورې سره وتړله، هلته پکې ترک ټبار خلک اوسیږي، دا ډول په سوریه کې د روسیې لاسوهنې، بلخوا بیا روسانو شک درلود چې د داعش ډلې سره د امریکا په ملاتړ کې ترکیه مهم رول لوبوي.

روسانو شک درلود چې په منځنۍ اسیا کې به ترکیه د قفقاز، چیچن او کریمیا د اسلامپالو جنګیالیو مرسته کوي، او کیدای شې په دي برخه کې دوستم هم د ترکانو په اشاره رول ولوبوي، بلخوا بیا ترکانو شک درلود چې روسان به د ترک حکومت مخالف پي کي کي PKK کردانو ملاتړ وکړي، ترڅو ترکانو ته سرخوږی جوړ شي.

په ترکیه کې تر ناکامه پوځې کودتاه وروسته، چې تر ډیره یې ترکانو پړه په امریکا او په امریکا کې د ترکيې د اوسنې حکومت مخالف فتح ګولن باندي اچوله، ددي لامل شو چې ترکیه له روسانو سره خپلې اړيکې سمې کړي. داچې ترکیه له دوستم سره له ډیر پخوا څخه نږدې او قوي اړیکې لري، د ترکيې او روسانو اړیکې ددې لامل ګڼل کیدای شي چې د ولسمشر لومړی مرستیال دوستم به د امریکا سره په شمال کې د نویو وسلوالو ډلو راپیداکولو پروژې څخه په شا شوی وي.

د ولسمشر غني او دوستم ترمنځ د دوېم ځل ولسمشریزو ټاکنو په ورستیو وختو کې ویل کیږي یوه بله پټه معامله هم شوې وه، ځینې ناتاید شوې راپورونه داسي دي، چې د ۲۰۱۴ز. کال  د دویم ځل ټاکنوپه ورستیو وختو کې دوستم له ولسمشر غني څخه د لس میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه، د غني او دوستم ترمنځ ډیرې چنې ووهل شوې، بلاخره غني مجبوره وو چې دوستم ته ۹ میلیونه ډالر ورکړي، کله چې غني غوښتل د دوستم سره د مرستې کولو خبره په جوزجان کې د دوستم پلویانو ته وکړي، مایک دوستم ورڅخه ونیوی، او غني يې نور خبرو ته پري نښودی، تر څو د دوی د پټې معاملې راز افشاء نه شي، همهغه وو چې د غني او دوستم ترمنځ په جوزجان کې ستونزه پیداشوه، د دوی منځ کې د کمپاین نورو مشرانو منځګړتوب وکړ.

فکر کیږي چې غني به د ۹ میلیونه ډالرو په زور او د غني د خوشي خلاف اخیستلو غچ له دوستم څخه اخلي، ځکه به د ولسمشر د لومړي مرستیال اړوند صلاحیتونه ورته نه ورکوي.

ستونزه داده چې دا لومړی ځل نه دی چې امریکا او  افغان سیاستوال  په داسي چا  خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره باور او  اعتماد کوي چې هغوی په  کور دننه، سیمئیز او حتی نړیواله کچه ښه نوم نه لري، د ډاکټر نجیب الله د حکومت له مهاله د غني تر حکومت پورې همدا لوبه په کابل کې تکرار شوې، کله چې په جنګې مجرمینو باور کیږي، بیا دا حتمې ده چې حکومت او افغان ولس به له ناخوالو او ستونزو سره مخ کیږي.

په ټوله کې دا خبرې هم مخ په زیاتیدو دي چې غني د واک انحصار کوي، د خپل ټیم، مرستیالانو،  وزیرانو، سلاکارانو او  والیانو  واکونه او صلاحیتونه  کموي، تر دي چې په وزارتونو کې د رئیس او مرسیتال رئیس ګمارنه هم پخپله دده صلاحیت يې ټاکلی دی.

د داعش په اړه د جان نیکولسن څرګندونې

په ورستیو کې د ناټو او امریکایې پوځیانو عمومي قومندان جان نیکولسن څرګندونې چې افغان پوځیانو د کمزوري لامل ناسم او کمزوری مدیرت او دا ډول داعش به په افغانستان کې قوي کیږی، افغانستان به په سېمه کې د داعش قوي مرکز جوړيږي، د غه ډول څرګندونې د انديښنې وړ ګڼل کیږي.

جان نیکولسن وایې چې د ازبکستان اسلامي تحریک جنګیالی به د افغانستان شمال کې د خراسان خلافت احیاء کوی، دا ډول زیاتوي چې له دوی سره د ډیورنډ له بلې غاړې (پاکستان) څخه هم جنګیالي یوځای کیږي.

هرځل چې امریکایې چارواکو له پاکستاني چارواکو سره لیدنې کتنې کړي، له هغه وروسته یې د داعش اړوند په افغانستان کې څرګندونې کړي، او روسانو هم د داعش ښکارنده کې د پاکستان، بریتانیا او امریکا د روزونکو لاس لرل د انديښنې وړ بللي دي.

د افغانستان ولس انديښنه لري چې اوس مها ل د هیواد په شمال ولایتونو کې ځینې نا معلوم وسلوال راښکاره شوې، او کیدای شي چې راتلونکې کې بدخشان او کندز د شمالي او جنوبي وزیرستان ځای ونیسي، د نا امنیو په لویو مرکزونو به په لوی لاس سره دغه یادې سيمې بدلې شي.

د جان نیکولسن خبرې د  مکث وړ دي، امریکا په نړیواله کچه اعلان کوي چې د داعش جنګیالي یې ځپلې او دغه ډله له منځه تلو کې ده، بلخوا بیا په افغانستان کې د ناټو او امریکایې پوځیانو عمومې قومندان نیکولسن په افغانستان کې د داعش د پیاوړې کیدو څرګندونې کوي.

څو میاشتې مخکې ولسمشر غني په ننګرهار کې د داعش د ماتې او له منځه تلو په اړه د ننګرهار ولسونو ته زیری ورکړ، خو د غني له څرګندونو وروسته په شمار څو ورځې داعش خپل فعالیتونه وښودل، او خبره ديته ورسیدله چې د چپرهار په ولسوالي يې ډلئیز بریدونه وکړل.

د سولې ټکنۍ هڅې

باوري سرچینې وایې چې د اوباما د ادارې لخوا به له دي وروسته د افغانستان د سولې اړوند کوم پرمختګ ونه شي، او د سولې او افغانستان جګړې اړوند تګلاره کې نوي پرمختګونه به د امریکا نوي حکومت ته پاتې وي. د امریکا د قانون له مخې هم اوباما له دي وروسته د لویو پریکړو صلاحیت نه لري.

د اوباما ادارې له افغان حکومت سره ژمنه کړي چې هر ډول وي دهمدې کمزوري حکومت ننګه به کوي، او سقوط ته به یې نه پريږدي.

داچې له طالبانو سره د امریکایانو د لیدنو خبرونه سيمئیزو او نړیوالو رسینو په دي وروستیو کې ورکړي، په دي اړه هم عمیق فکر کول اړین دی، د جهتونو او ښکیلو لورو سره د مذاکراتو اړوند اړتیا ده چې روښانه ستراتیژي او چوکاټ شتون ولري،   طالبانو په تیرو پنځو کلونو کې ځینې لویې سیاسي تیروتنې درلودلي، چې د قطر دفتر د پرانستې پرمهال یې له ښکیلو لورو سره لیکلی تړون نه درلود،  کله چې کرزي په هیواد کې دننه د  امریکایې پوځیانو له  اډو سره مخالفت وښود، له دې موقع څخه طالبانو سمه استفاده ونه شوای کولای، دا ډول په ۲۰۱۴ کې له دویم  ځل ټاکنو مخکې چې د طالبانو سره په لیدنه کې ډاکټر اشرف غني کومې ژمني کړي وي، په رسمي او یا لیکلي ډول یې  د هغه څخه پر ژمنو د وفا لپاره تضمین نه وو اخیستی.

افغان ولس رښتونې سولې ته اړتیا لري، داسي نه  چې د سولې مذاکراتو په نوم داځل بیا هم امریکا او ښکیلو لورو کومه  بله لوبه نه وي روانه کړي، پداسي حال کې چې  د امریکا تګلاره اوس مهال داده چې د افغانستان سولې اړوند کوم واضح او روښانه دریځ تر هغه وخت پوري نه شي نیولای، ترڅو د امریکا نوی حکومت په ۲۰۱۷ کې واګي په لاس کي اخلي.

افغان لورو ته په کار ده چې د سولې په برخه کې پر ګاونډیو او بهرنیو هیوادونو زیات باور ونه کړي، ولي د جګړې د یو مهم جهت په توګه په کار ده چې له امریکا سره مخامخ ناستې وشي، دهغوی انديښنو ته ځواب وویل شي، مګر د سولې لپاره تر ټولو ښه او اسانه لاره  بین الافغاني تفاهم دی، او له دي سره سره د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره د ګاونډیو هیوادونو په اعتماد کې اخیستل  او نړیوال ملاتړ  تر لاسه کول هم ضروري دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

دروند ورور انجینر صاحب سلامونه می ومنه ! ستاسی ټولی یا اکثره لیکنی په حقایقو متکی دی، یو علت یی ستاسی خپله سیاسی پوهه او ارزونه او بله دا چه هوایی غرګی نه ولی او که کومه یوه داسی خبره پکی وی د هغی هم د ناتایید شوی خبری په نامه یادونه کوی. ولی دا چه انسان مکمل نه دی کله کله د نورو یادونی هم ورته ګټه لری او هغه دا چه : لمړی : تاسی او ځینی نور د کابل د حکومت او افغانی تفاهم یادونه کوی، افغانی تفاهم د منلو مګر دا چه د خپلواکو او که… نور لوستل »

Jamil

Sok chi da Kabul pa aabkhor shkhwand wahi khamakha ba mogharazana aw mozir afkar lari

a

ماشاء الله وبارک الله فی عمرکم
تاسوواقعاچې حقایق موذکرکړی دي واقعادیهودیانوپه مکاری تاسوشه پوه یاست هیله مندیم چی په دې موضوع کله مستقل تفصیلی لیکنه وفرمایی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x