نړۍ

د اسلامي نړۍ مشهور محقق عالم «شعیب ارناؤوط» وفات شو

نن ټکی اسيا (جمعه، لړم ۷مه، ۱۳۹۵ل): د اسلامي نړۍ نامتو څیړونکی عالم «شیخ شعیب ارناؤوط» له فاني دنیا څخه سترګې پټې کړې.

نوموړی تېره شپه د اردن په پلازمېنه «عمان» کې د ۹۰ کلونو په عمر وفات شو.

شیخ شعیب ارناؤوط په ۱۹۲۸م کال د سوریې په دمشق ښار کې زیږیدلی و. د نوموړي کورنۍ په ۱۹۲۶م کال د اروپا له البانیا هیواد څخه د سوریې دمشق ښار ته راکډه شوې او همدلته ځای په ځای شوې وه.

لومړنۍ زده کړې يې د دمشق په مسجدونو او مدرسو کې سرته رسولې وې. د عمر په لومړیو کلونو کې يې د عربي ژبې، بلاغت، ادب او نحوې کتابونه د وخت د مشهورو علماوو څخه ولوستل.

تر ۳۰ کلنۍ پورې يې د عربي ژبې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه او تر هغه وروسته یې خپل ټول ژوند د اسلامي علومو کتابونو شرحې، تحقیق او څیړنې ته وقف کړ.

شیخ شعیب ارناؤوط په ۱۹۵۸م کال یو تحقیقاتي مرکز تاسیس کړ او د ژوند تر پایه یې د اسلامي علومو کتابونه او مخطوطې په لسګونو جلدونو کې شرحه او تحقیق کړل.

نوموړي د ابن الجوزي په تفسیر «زاد المسیر» او د امام ذهبي په «سیر اعلام النبلاء» هم تحقیق او شرحه لیکلې وه.

پر دې سربېره یې د ګڼو نورو کتابونو تحقیق او څیړنه هم لیکلې، چې له دې جملې څخه د امام بغوي کتاب (شرح السنة) په ۱۶ جلدنو کې، د امام نووي کتاب (روضة الطالبین) په ۱۲ جلدونو کې، د ابن منظور کتاب (مهذب الاغاني) په ۱۲ جلدونو کې، د ابن المفلح الحنبلي کتاب (المبدع في شرح المقنع) په ۱۰ جلدونو کې، د امام ذهبي کتاب (سیر اعلام النبلاء) په ۲۵ جلدونو کې، د امام احمد بن حنبل مسند په ۵۰ جلدونو کې، سنن الدارقطني په ۵ جلدونو کې، سنن الترمذي په ۱۶ جلدونو کې او د سنن النسائي شرحه او تحقیق یې په ۱۲ جلدونو کې خپور شوی دی.

شيخ شعيب ارناؤوط په ۱۹۸۲م کال د اردن هیواد ته کډه شو، هلته یې هم خپل څیړنیز او تحقیقاتي ژوند ته ادامه ورکړه او د ژوند تر پایه په دغه هیواد کې پاتې شو.

ټاکل شوې چې د نوموړي جنازه به نن د جمعې له لمانځه وروسته د اردن په پلازمینې «عمان» کې اداء شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
sardarwali

د اردن پایتخت غمان ندی بلکه امان دی مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx