نظــر

شربت ګله ولې باید په پاکستان کې بندۍ شي؟

معین احمد (خروټی)

خبر دی چې افغانه شربت ګله په پیښور کې د جعلي پاکستاني شناختې کارډ جوړ ولو په تور نیول شوې.

شربت ګله چې یو مهال په غربي رسنیو کې د افغان مونیزا په نوم هم یاد شوې د خپل نړیوال شهرت له وجې د زیات تقدیر او اعزاز وړ ده.

شربت ګلې د خپلو تیز رنګ لرونکو شنو سترګو له وجې هغه مهال نړیوال شهرت پیدا کړ چې کله یې انځور د نشنل جیوګرافیک مجلې پر ټایټل باندې خپور شو.

دا انځور د نشنل جوګرافیک عکاس سټیف مک کوري په کال ۱۹۸۴ م کې د پيښور په ناصر باغ کیمپ کې اخیستی و.

یاد عکاس خپله هم د شربت ګلې د تصویر اخیستو له امله نړیوال شهرت وموند.

اوس خبره داده چې ولي د شربت ګلې غوندې په نړیواله کچه پیژندل شوې څیره په پاکستان کې د جلاوطنۍ ژوند تیرولو ته مجبوره شي؟

شربت ګله یوه اصیله کلیواله پښتنه میرمن ده ، که چیرې د هغې په ځای د ملالۍ جویا خیلو له ډلې کومې بلې آغلې د اسې خارق العادته سترګې لرلای باور وکړئ چې اوس به دا هم د نړیوال شهرت ترڅنګ په نړیوالو جائزو تقدیر شوې وای.

خو شربت ګله په همدې کلیوالي ساده وضعیت کې د افغانستان ویاړ او د ځانګړېو اعزازي امتیازاتو مستحقه ده ، په کار داوه چې هغه نن په خپل هیواد کې له خپلو ټولو اعزازي امتیازاتو څخه برخمنه او د نورو امتیازاتو تر څنګ یې په نوم ځانګړي تعلیمي او هنري مراکز جوړې شوې وای .

نن چې د هغې عکاس سټیف مک کوري له خپل لوري له نوموړې سره د ځانګړې مرستې اعلان کوي دا ټول افغان ولس ته یو ستر پیغور دی؛ ځکه په کار داوه چې خپله افغان چارواکو د نوموړي مرسته او د خلاصون لپاره یې جدي اقدام کړی وای.

دا زمونږ بد مرغي ده چې د وطن واک مو د داسې چا په لاس کې دی چې د هرغله او جګړه مار په نوم مو یوزیات شمیر تعلیمي او اکادیمیک مراکز نومول کیږي او د دوي له لوري په دولتي ځمکو د غصب په سلګونو ښارګوټې او مارکیټونه جوړ یږي خو د شربت ګلې غوندې نړیوال ویاړونو مو په پردیو هیوادونو کې د غربت او جلاوطنۍ شپې ورځې تیروي او وخت ناوخت دغسي په بی حرمتي سره د هغو هیوادونو د امنیتي چارواکو لخوا ځورول کیږي.

یواځې شربت ګله نه ؛ بلکې د هغې په څیر په سلګونو ویاړونو مو همداسې په پردویو وطنونو کې د غربت او بیوزلۍ شپي سباکوي.

د اسلام اباد د نړیوال پوهنتون د شرعیاتو د پوهنڅي ګولډ میډلست استاد ښاغلی مصطفی نیازي یو وخت کیسه راته کوله چې ماته په یاد پوهنتون کې د اعزاز او تقدیر طلایي مډال خپله د پاکستان د وخت ولسمشر جنرال پرویز مشرف په غاړه کې را واچاوه ، خو دا چې زه افغانی وم نو له ټولو هغو امتیازاتو محروم وم چې زما په سویه د دې پوهنتون نور غیر افغاني استادان تري برخمن وو.

د هیواد نوموتي علمي کدرونه او د بیلابیلو کمالاتو لرونکي اتلان او ستوري مو په پردیو هیوادونو کې د افغانیت په نوم توهنیږي ، ځیلونه ته لویږي ، کړول کیږي او د هیواد په داخل کې مو دولسمشر لخوا د ویاړ او اعزاز تر ټولو لوړ مډالونه د غلو، داړه مارانو ، قاتلینو او یرغلګرو پراوږ ورټومبل کیږي …

که نن مو په هیواد کې سوله تأمین او واک مو د صالحو ، وطن پالونکو او مخلصو چارواکو په لاس کې وای د شربت ګلې غوندې په نړیواله کچه شهرت لرونکي ویاړ به مو ولي په پاکستان کې غیر قانوني اوسیدوته مجبوره کیده ؟

ایا پاکستان هم په دې ارزي چې څوک دي په غیر قانوني ډول ور کې اووسي ؟

په هرصورت شربت ګله چې نن د تقدیر په ځای توهین شوي او بندۍ شوي ، د هیواد هر احساس لرونکي افغان چارواکي ته په کار دي چې څومره يي په وس پوره وي په هغه اندازه باید د شربت ګلې د ژر ترژره خلاصون په اړه اقدام وکړي او هغې ته د خپل هیواد په دننه کې د باعزته ژوند تیرولو په اړه خپل مسؤلیت پوره کړي.

مونږ ته خو خپل دولتي چارواکي معلوم دی چې هغوی ته څوک ارزښت لري ؟

په دولتي کچه ښايي څوک د شربت ګلې په خلاصون کې اقدام ونه کړي ، خو د هیواد نورمطرح سیاسیون ، حقوق پوهان ، لیکوالان او … دهغې د خلاصون او احترام په ځای کولو لپاره باید هڅې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x