افغانستان

امریکا متحدینو ته د بسم الله په خوله اطمینان ورکوي

نن ټکی آسیا: د امریکا وزیر دفاع چي تیره ورځ افغانستان ورسید، او بیا یی د افغانستان د وزیر دفاع بسم الله خان او دداخله وزارت د مرستیال سالنګي سره په کابل کي وکتل، وویل چي دوی ته د بسم الله خان له خوا اطمینان ورکړه شو چي ډیر ژر به افغانستان د امریکا سره د ستراتيژیک تړون سند لاسلیک کړي.

د امریکا وزیر دفاع ښاغلی هیګل تیره ورځ افغانستان ته ورسید، او د رسیدو سره یې سم په رسنیو کي د هغه د ملاقاتونو په اړه راپورونه خپاره شول، او وویل شول چي د نوموړي په ایجنډا کي د ولس مشر حامد کرزي سره ملاقات نه دی شامل.

باید وویل شي نن ورځ حامد کرزي افغانستان هم ور پریښود، او د باهمي مشاورت لپاره تهران ته ورسید.

د یادوني وړ ده چي امریکا خپلي ټولي سیاسي هلي ځلي په کار اچولي او غواړي چي د روان کال ۲۰۱۳ تر پایه دغه تړون ورسره امضا شي، تر څو دوی خپل متحدینو او د ناټو هیوادونو ته اطمینان ورکړي او د هغوی مرستي د راتلونکي کال او د هغه وروسته لپاره دوام ومومي.

خو د کرزي له خوا د امریکایانو سره ددغه تړون په اړه د راکړي ورکړې او مذاکراتو انداز د امریکایانو نه خوښيږي، امریکایان غواړي چي په پټو سترګو ورسره ژر تر ژره تړون امضا شي، خو ولس مشر حامد کرزي غواړی چي امریکایان باید لومړی د افغانستان مصلحتونه په پام کي ونیسي، او لږ تر لږه افغانستان ته امن او سوله راولي، چي د حامد کرزي په وینا دا دواړه په اوس وخت کي د امریکايانو په وسه پوره دي.

د کتونکو په باور د امریکا ټولي هڅي د کرزي سره په ناکامیدو دي، او امریکا مجبورا په نورو اپشنونو غور شروع کړی، چي په هغه کی د افغانستان د وزیر دفاع بسم الله خان څخه لاسلیک اخیستل، او د افغانستان د اشغال د تداوم لپاره د وړو پوزه جوړول دي.

د کتونکو په باور امریکا ته مشکل نه دی چی تر راتلونکي کال پوري انتظار وکړي، ولي د امریکا متحدین دي چي غواړي دا بهانه ټینګه کړي، او د افغانستان څخه خپل د هیوادونو خلاصولو لپاره مناسبه پلمه تر لاسه کړي.

امریکا نه غواړي چي خپل متحدین او د هغوی فوځي، سیاسي او اقتصادي کومکونو څخه په افغانستان کي بې برخي سي، ځکه خپل ټول وس کوي، او خپلي ټولي سیاسي هڅي يې په کار اچولي تر څو دغه تړون ژر تر ژره لاسلیک کړي.

د کتونکو په باور د ښاغلي هیګل وروستي څرګندوني چي امریکا د افغانستان څخه دا اطمینان تر لاسه کړ چي ډیر ژر او په مناسب وخت کي به ورسره تړون لاسلیک شي، دا سي ښيي چي امریکا غواړي خپل متحدینو ته په دې قناعت ورکړي چي لږ نور ورته انتظار شي، او هغوی ته وښيي چي تړون امضا شوی وبولی، او مطمئن اوسئ.

که څه هم د ولس مشر ویاند ایمل فیضي په ټینګار سره رسنیو ته ویلي چي ولس مشر به د افغانستان یوه وزیر ته هم دا اجازه ورنه کړي چي د امریکایانو سره دغه جنجالي تړون لاسلیک کړي، ولي امریکا او شمالي ټلوالي مشران داسي اشارې ورکوي چي کیدای شي همدوی یی ورسره امضا کړي، او تیره ورځ ځینو رسنیو داسی امکانات هم ښودلي وه چی کیدای شی شمالي ټلواله په کرزي کودتا وکړي، او یا د امریکا په ملاتړ د ولس مشر صلاحیتونه محدود کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x