fbpx

غزنی: د قره باغ ولسوالي امنیه قومندان دوه زده کوونکي شهیدان کړي

نن ټکی اسیا (جمعه مبارکه، د لړم۶مه): د غزني د قره باغ ولسوالي امنیه قومندان پاسوال روح الله د سلطان محمود غزنوي لیسې د یوولسم او دولسم ټولګيو دوه زده کوونکي له طالبانو سره تر نښتې وروسته په ډزو وژلي دي.

د قره باغ ولسوالي اوسېدونکي وايي، چې حمیدالله د جان ګل کاکا زوی د ولیداد د کلي اوسېدونکی او فدا محمد د جان محمد کاکا زوی د کډول چمبر کلي اوسیدونکی، چې هغه هم د سلطان محمود لیسې د دوولسم ټولګي زده کوونکی و، د قره باغ امنیه قومندان او ورسره پولیسو له کوره ایستلی او د شپې یې له سختو شکنجو وروسته شهید کړی او بیا یې جسد د شارف په نوم تر یوه پله لاندې غورځولی و، چې نن له غرمې مخکې يې د کورنۍ غړو جسد موندلی دی.

د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۶مه ماسپښین وروسته له هغې دا دواړه ځوان  زده کوونکي یو د کور مخته او بل له وړلو او سختو شکنجو وروسته شهیدان کړای شوي، چې پولیس په سېمه کې د طالبانو په یوه کمین کې ونښتل او  په نښته کې د امنیه قومندان مرستیال امرالدین غبار ووژل شو او دوه تنه ساتونکي يې چې ویل کېږي د امنیه قومندان روح الله نیږدې خپلوان دي  ټپيان شوي وو.

د سیمې اوسیدونکي د امنیه قومندان دا کړنه یو انتقامي عمل بولي او وايي چې حکومت دې خپل غچ ولس  نه نه اخلي.

د سیمې اوسېدونکيو همداراز وویل، چې فدا محمد نومی ځوان زده کوونکی امنیه قومندان له ځان سره ولسوالۍ ته وړی او هلته یې تر وهلو ټکولو او شکنجو وروسته په خورا بې رحمانه ډول شهید کړی دی.

د زده کوونکو کورنۍ غړي وايي، چې دوی نه پوهیږي، چې ولي دومره ستر ظلم ورسره شوی، ځکه دواړه شهیدان شوي ځوانان زده کوونکي وو او د کور کار او بزګري يې هم کوله او له طالبانو سره یې هېڅ ډول تړاو نه درلود.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د