شعـــــرونه

غزل/ عصمت الله بشام

عصمت الله بشام

سپرلې راوړی ده نکهت د ژوند ډېوه بلوي
کړي مو زلمي استقامت د ژوند ډېوه بلوي

نن وه غزا ته یې احرام ده باروتي تړلی
غواړي قانون د شریعت د ژوند ډېوه بلوي

نیکمرغه روڼ سهار زرینې وړانګې وپاشلې
د تروږمۍ رټي وحشت د ژوند ډېوه بلوي

چم کې د فتحې خوشبویې به کړي خپره په مینه
خاوند یې کړي استعانت د ژوند ډېوه بلوي

د صهیونزم د خزان مخې ته خنډ جوړ شوي
تل یې ګاللی دا اذیت د ژوند ډېوه بلوي

د استقلال ګل یې په مینه په اوربل ټومبلی
شکلا شیندي د خپل ښایست د ژوند ډېوه بلوي

غربي وریځو دا بدرنګه لمن ټوله کړله
آزادۍ راغله له هجرت د ژوند ډېوه بلوي

د حورو مینه یې د خیال اینه کې ولوېدله
جام خوښوي د شهادت د ژوند ډېوه بلوي

د زړه حرم کې به د مینې غوټی ګل کړي راته
بشام کړي مینه او الفت د ژوند ډېوه بلوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x