افغانستان

امریکایانو په چاپه کې تر تلفاتو وروسته ملکیان بمبار کړي

نن ټکی اسيا (جمعه، لړم ۷مه، ۱۳۹۵ل): تېره شپه ناوخته امریکايي ځواکونو د ننګرهار ولایت په شیرزاد ولسوالۍ کې د یوه دیني عالم پر کور چاپه اچولې، چې له امله یې هم امریکایانو ته او هم ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې امریکايي ځواکونو تېره شپه ناوخته د ننګرهار ولایت په شیرزاد ولسوالي کې د مرکېخیلو په سیمه کې په یوه سیمه ایز او مشهور دیني عالم باندي چاپه واچوله.

نوموړی زیاتوي کله چې طالبان په دغه چاپه خبر شوه، پر امریکایانو یې برید وکړ او په جګړه کې درانه تلفات ورته واړول.

مجاهد وايي چې په دغه چاپه کې دولتي ځواکونه هم د امریکایانو سره مل وه، چې دواړو لوریو ته درانه تلفات واوښتل او لږ تر لږه ۶ امریکایانو د یو شمېر دولتي ځواکونو سره یو ځای ووژل شول.

نوموړي د دیني عالم او شیخ الحدیث «محمد عالم» د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي چې له چاپې وروسته څه ورسره وشوه، خو زیاته کړې چې په چاپه کې د ماتې وروسته امریکایانو پر کلي بمبار وکړ چې له امله یې یوه ښځه او یو نارینه ووژل شول او تر ۳۰ زیات عام وګړي چې ښځي او ماشومان هم په کښي دي، ټپيان شول.

نوموړي په دغه پيښه کې د خپلو جنګیالیو د وژل کېدلو خبرونه رد کړی او ویلي چې دوی ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

بل خوا د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته په شیرزاد کې په نښه شوی دیني عالم او شیخ الحدیث د طالبانو قومندان یاد کړی او ویلي چې تر چاپې وروسته روغ وتلی خو اته تنه طالبان وژل شوي دي.

باید وویل شي چې نوموړي هم د ملکي تلفاتو خبر ورکړی خو دقیقه شمېره یې نه ده ښودلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close