نظــر

آیا دوستم قهرمان دی؟؟

فاتح کاروان

جنرال عبدالرشید دوستم تر ټولو زیات هغه وخت مشهور شو، چې د لیلې دښتې او جنګي کلا وحشتونه یې ترسره کړل، هسې خو دا د قطبي خرس ګوډاګې تر دغو پېښو وړاندې هم په شمال کې د پښتنو په عام وژنه کې تر نورو فاشیستانو او قومپالانو وړاندې و، مګر د جنګي کلا او لیلې دښتې د تاریخي جنایاتو له ترسره کولو وروسته یې شهرت زیات شو او د دې شهرت لپاره تر ټولو ډیر کار امریکایي رسنیو ترسره کړ، ځکه چې د شوروي بلاک له دړي وړي کېدا وروسته یې د سي آی اې سره ګوتې خوږې کړی او آن تر دا نن ورځې پورې یې پر غاړه د امریکایي ډیموکراسۍ جغ پروت دی، دا د اسلام او افغانستان دښمن په پټو سترګو د ډیموکراسۍ لپاره په وحشتونو او ظلمونو بوخت دی!

اتلان عموما هغه چاته ویل کېږي چې د خپل دین، هېواد او ملت لپاره کار او خدمت وکړي او هر چې د دوستم د اتلولۍ خبره نو د ډاکټر نجیب له رژیم نه تر دا نن ورځې دی څوک د ده یوه داسې نیکه کارنامه راوښایي چې د اسلام، افغانستان او افغانانو لپاره یې کړي وي، هیڅ داسې ښه کار یې ندې ترسره کړی چې دا د کفر غلام دی پرې اتل جوړ شي.

د جنګي کلا او لیلې دښتې وحشتونه یې د مکر او فریب محصول و چې ده د امریکایي استخباراتو سره تر جوړ جاړي وروسته ترسره کړل هغه هم په داسې ډول چې ټول نړیوال او بشري قوانین یې ( چې د همدغه رشید دوستم باداران یې په خپلو په زور تطبیقوي ) تر پښو لاندې کړل، موږ نه پوهیږو چې دا داړه مار څنګه نن سبا اتل بلل کېږي په داسې حال کې چې لا یې هم لاسونه د پښتنو او په سیمه کې د نورو لږکیو په وینو سره دي او په ډیره سپین سترګۍ خپلو وحشتونو ته دوام ورکوي!! د فاریاب پښتانه خو د ده د ملېشو له لاسه په سره اور کې ولاړ دي او تر کومه ځایه چې د طالبانو سره د جنګ خبره ده، نو کوم جنګ کې چې د دوستم بادارانو ماتې وخوړه دا تر سپېږمو د جهالت په تیارو کې پټ فاشیست او ازبک کډوال به یې څه وګټي؟!! د طالبانو سره جګړه دا نده چې دوستم دی په فاریاب او بادغېس کې د پښتنو څو کلي وران او استوګن دی یې قتل عام کړي او نه هم دا چې د احمدشاه مسعود په څېر ځان په جعلي عکسونو مشهور کړي، که دوستم کې ذره نرتوب وي هلمند ته دی لاړ شي بیا به وګورو چې دې د جګړې سړی دی که هسې مړي خور دی.

له کله نه چې دوستم د اشرف غني د مرستیال په توګه انتخاب شوی نو د صلیب په چوپړ بوختو رسنیو له دغه وحشي انسان نه د اتل جوړولو لپاره ډېرې هڅې وکړی او لا هم ولس ته په سترګو کې د خاورو اچول دوام لري، همدا اجیري رسنۍ دي چې د دوستم هر وحشت ته توجیهات برابروي او څو میاشتې وړاندې د تورخم په لانجه کې رسنیو دا ډنډوره غږوله چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم ډیر په قهر دی او د تورخم جګړې ته پخپله راځي!! هغه وخت د رسنیو د هدف سره سم ډیرو پوهو کسانو هم فکر کاوه چې کېدای شي دوستم رښتیا هم د وطن غم وړی وي او د تورخم جګړې ته په راتلو به ګواکې د پاکستان پوځ ته سخت ځواب ورکړي مګر حقیقت داسې نه و او نه هم دوستم د پاکستان یا بل کوم هېواد د پوځ سره د جګړې همت لري هغه خو یواځې هغه تش لاسو عامو پښتنو ته زمرې دی چې د افغانستان په شمال کې د ده د ملیشو تر جبر لاندې د ذلت ژوند تیروي، د دوستم د اتلولۍ ډنډورچیان باید پوه شي چې دا کاغذي اتل مو هیڅ یو با احساسه افغان درسره نه مني، د ده خو د بې ګناه ښځو، ماشومانو او سپین ګیرو له وژلو پرته بل څه کارنامه نشته او تر کومه ځای چې د مزار شریف وحشتونه دي هغه هم د ده زړورتیا نه بلکې بزدلانه کړنه و چې مستقیما یې د سي آی اې په مرسته ترسره کړه په کومه کې چې زرګونه تش لاسي او معصوم طالبان په شهادت ورسېدل چې یاد وحشت یې هم د بشریت سره له دښمنۍ پرته بل څه نه شو بللای.‏

د پنجاب پر وړاندې داسې ګیدړان څنګه جګړه کولای شي حال دا چې دا ښاغلې؟ پخپله هم د آی ایس آی سره پټه یارانه پالي؟!! په اخر کې به دومره ووایم چې اتلان وژونکو ته نه، ژغورونکو ته ویل کېږي، اتلان د دوستم په څېر د پردیو استخباراتو په لاسو کې لوبیدونکو خاینانو، ایمان پلورونکو او ظالمانو ته نه بلکې هغه چاته ویل کېږي چې د خپل دین، وطن او خلکو خدمت وکړي او پدې لاره کې د پردیو مشورو او جاسوسۍ ته ځان تسلیم نکړي; اجیري رسنۍ به تر یو وخته د ولس ځوانه طبقه تر خپل جادو لاندې وساتي خو متل دی چې : د درواغو مزل لنډ وي او بل دا چې: کوږ بار تر منزله نه رسیږي، ښکاره ده چې افغان ولس د دوستم توره ماضي په یاد لري او هېڅکله به د ده په څېر د ملت دښمنان معاف ‏‎ ‎نکړي، بس د فرصت انتظار دی. ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x