شعـــــرونه

غزل/ داد محمد ناوک

داد محمد ناوک

زړه ته مې د حسن او رنګونو کاروان راولې
ته چې په شوخۍ سپينه منګول تر ګرېوان راولې

تېر چې مازيګر شي بيا تر بل مازيګرکړم دعا
خدايه زړه مې راولې آخ خدايه جانان راولې

ډېر مو په ژړاوو دي لمانځلي مګر دې عيد کې
ډنګ ته د ډولونو ببر سري ځوانان راولې

خدايه چې پرې تل به و ښايسته ژېړ مازيګر بانډار
تلليو مسافرو نه خو ځينې ياران راولې!

را دې کړه تنکی حسنه الهام پر لپو-لپو نن
خدايږو تر غزل به مې رنګونه پرېمان راولې

ستا که مسلمان ترنم داسې انګازې کړلې
شونې ده “ناوکه” چې هندو پر ايمان راولې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x