نظــر

دري لسيزي او د سيسټم هيک کيدل

اجمل احمدزی

ښايي دا عنوان خلکو ته عجيبه ښکاره شي خو د دي لپاره چې د افغانستان په تيرو لسيزو يوه وړوکی او لنډه کتنه وکړو نو ماته دا عنوان ښه ښکاره شوه او انتخاب مې کړلو
اوسنی حکومت ته که څوک وګورې نو د حېر طمه ترينه نه کيږي فساد سره د خلکو علاقه دومره زياته شوه چې د حکومت په راپرځولو هم نه دي بند د فساد انتخاب د خلکو نه وه خو دا ورباندې د يوي واردې قوي په شان وتپل شوه د اوسني حکومت جوړښت او اډانه داسې ده چې د نورو حکومتونو سره پرتله کول د هغوې په حق کې ښکاره زياتۍ ده چون کې دا ميراث ورته د تيري دورې نه پاتې ده نو دې نه دا معلوميږي چې د تيري دوري اکثريت په فساد کې ککړ د نورو له خوا نه تمويل شوي ، د خپل ولس نه نورو ته وفادار ، مخکينې د جهاد ټيکداران، د شمال لنډغر، د شمال امپراطور، د پښتو په نوم معامله کوونکې او غلط استعمال کوونکي وه.

دلته د خلکو پت او عزت نه ساتل کيږي ، مال او ځان يې په امن کې نه ده ، د خلکو ځمکې د زورواکانو او غاضيبينونو له خوا غضب کيږي ، په داسې حال کې چې هيواد کې درنيم سوه زره ملې اردو ده خو په لويو او عمومي لارو هم امنيت نه ده تامين شوي ، همدا اوس د افغان ملې هويت د اقليت او پردي پالو لخوا په خطر کې ده ، ملې شتمنۍ او طبيعي زيرمي چې د زورواکانو په مرسته قاچاق کيږي د هيواد اقتصاد او بيت المال ته لويه صدمه ده.

که مونږ راشو د امير عبدالرحمن خان په دور باندې نظر واچوو نو وبه وايو چې څومره ښکلې دوره وه چې په کمو امکاناتو کې يې دومره امنيت راوستلي وه او د خلکو د خدمت مصدر ګرځيدلې وه.

غواړم چې يو څو مثال راوړم کله چې د امير عبدالرحمن خان د حکومت دوره راغله خپل نژدې ملګري يې له تيغه تير کړل چا ورنه پوښتنه وکړه چې دا خو ستا نزدي ملګري ول دا دي ولې له منځه يوړل هغه ورته ځواب کې وويل د حکومت سيستم په مثال د يو څرخ ده او هر څوک چې د څرخ نه د سر اوچتولو کوښښ کوي نو سر يې له منځه ځي.

همدا شان يوه ورځ د ملې سوداګرو يوه قافله مرکز ته راتله خو چې شپه ورباندې راغله نو د ننګرهار په يوه کلې کې ديره شول څرنګه چې يې يو اوږد واټن وهلې وه نو د دې عمله يې زيات د ستړيا احساس کاوه د شپې په نيمايې کې غله راځې او دا ټول مال غلا کوي او بيرته ځي کله چې سهار شوه سوداګر ګوري چې مال يې نشته ورځې امير عبدالرحمن خان ته او د حکومت د سيستم نه شکايت ورته کوي ورته وايې چې دا څرنګه حکومت دي ده چې مونږ نه خلک غلا کوي امير عبدالرحمن خان د دي خبري په اوريدو سره ډير زيات خفه شې او يوه جمعه وخت ورنه وغواړي غلو مال وړي وي خو ويش يې د امير عبدالرحمن خان له ډاره نه شي کولۍ امير فوج ته امر کوي او همغه کلې ته ورځې غله نيسي مالونه سوداګرو ته سپاري.

اوس خو راشه اوسني حکومت ته د غزني په ښار کې په رڼا ورځ وژنه کيږي او قاتل په يو سيکل باندي فرار کوي ته او خداي يو سالم عقل به دا ومنې چې په دومره امنيت کې دي يو قاتل وتښتي چې خپله يې ورسره لاس نه وي.

کومې پيسې چې د مرستندويه هيوادونو له خوا نه افغانستان ته راغلې دا ټولې د يو څو خيټورو ، مجاهلو، زورواکو او حاينو جيبونو ته لاړي چې اولس ترينه محروم شوه
کال مخکې روان وم لوګر ته يو حکومتي او په وطن مين شخص ويل که چيرته په ساده اود کوچيانو په اصطلاح ووايو دي حکومت ته دومره پيسې راغلي که چيرته اولس ته رسيدلې وي اوس به هر يو کور ته يوه ټريله ولاړه وه.

بلخوا تعليم يافته طبقه مو هم د مرضونو حالي نه ده چې دا مرضونه د قوم پرستۍ او د پيسو مرضونه دي.

زه اوس هم وينم اکثره ليکوالان د يو څو پيسو لپاره د حکومت تخريب کوي او انتقادونه يې د شمار نه وتلې دي دوۍ نقد د اصلاح لپاره نه کوي بلکې د حکومت د راپرځولو او د خپل جيب ډکولو لپاره يې کوي.

که چيرته يو کس د پنجشير وي او د بدغشان يو شخص د هغه ځاي مفسد وکيل پسې خبري وکړي نو دا ورته د زغم نه وتلي خبره ښکاري چې د پنجشر په وکيل پسې دي خبري وشې.

د ښووني او روزنې وزارت مو دا حال ده چې يو فرد اته سوه ميلونه روپۍ پټوي که چيرته د همدغه ارقامو په اندازه روپۍ صحيح لږيدلي وي نو څه فکر کوي د زده کړو کچه به مو څو سلنه وه.

په دفترونو کې ټول کارکوونکي د امتياز ، واسطي او پيسو په بدل ګمارل کيږي چې دغه شان مامورين هيڅکه د ولس د هيلو ترجماني نشې کولای.

نو يو داسې حکومت چې پښې او لاسونه يې فلج دي غوره به دا وي چې هيک شوۍ سيستم ورته ووايو.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

د اوسنی اداری په فساد او بی کفایتیو چه هر څه ولیکل شی کم دی ، مګر همدا فساد او بی کفایتی یی تخصص او ځانګړیتیا ده که فساد نه وی بیا خو به ورته بله او خپلواکه اداره ویل کیدلی، دوی هم په دی قانع او ویاړنی کوی او ځبلو کی سره سیالی لری هغه چه تر تولو د مخه دی قهرمان او اتل یادیږی، ماته ستاسی عنوان رښتینی نا اشنا ښکاری که د فساد دغه دوره د روسانو او کمونستانو له اشغاله پیلوی څه کم څلور او که د داود دوره هم ورسره وشمیرل شی څه دپاسه څلور… نور لوستل »

خبپلواک

زه د افغان صاحب تبصره تاییدوم د لیکنی په اړه څه نه لیکم ، مګر د دغی لیکنی هغه پاسنی تصویر ډیر حیران کړم چه ډیوید یی هم حیران کړی ډیوید ورته په ډیره حیرانتیا ګوری او دوی دواړه لکه د پسرلی د خرو په شان خاندی، زه باور لرم چه هغه خندا یی هم د دی امله ده په ځانګړی ډول غنی چه لویدیز کی می وخت تیر کړی هلته چه چاته شه وویاست که بد ، درسره خاندی او بیا وروسته که لازم ووینی ځواب درکوی فکر کوم غنی به هم داسی کړی وی زیات عمر یی په… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x