د اسلام سره د روميانو د دښمنيو لاملونه(لومړۍ برخه)

(اسلامي فتوحات)

لومړۍ برخه

ليکوال: عبدالمالک همت

عربو او ختيز روم يو د بل سره ډېري اړيکي درلودې. د اسلام د لمر راختو پرمهال د عربو پولو ته څېرمه د شام او مصر پر پراخو سيمو باندي روميانو په پياوړتيا سره واک چلاوه. هرقل اعظم) (Heracles د روميانو ټولواکمن وو. د هغه حکومت د عربو تر پولو غځېدلى وو. يو والي يې په بصرىٰ  کي اوسېدى چي د عربو د سرحدي پولو واکمن ګڼل کېدى. له يوې خوا دغو حکومتونو رومي سلطنت ته باج ورکاوه او په سياسي او مذهبي چارو کي يې د قسطنطنيې د قيصر سترواکي منلې وه. له بله لوري د عربو په ټاپو وزمه کي د هغو د سرحدي سيمو حالت ډېر خراب وو او د زوال او انحطاط تر پولي رسېدلى وو. انسانان د مالک او مريي يا حاکم او محکوم پر دوو طبقو باندي وېشل سوي وه. ټول امتيازونه او ګټي د غټانو، په تېره د پردو د ګوډاګيو وې او ستونزي، خوارۍ، زهره ترکۍ او کړاوونه ټول د بې وزلو برخه ګرځېدلې وه. تر دې په څرګندو الفاظو بايد داسي وويل سي چي رعيت په حقيقت کي يو ډول کښت او کرونده ګرځېدلې وه چي واکمنو، شتمنو او د باطلو مذهبونو اجاره دارانو حاصل ځني تر لاسه کاوه او په هغه يې د خوندونو، شهوتونو، عياشۍ او فحاشۍ او ظلم او تېريو اسباب برابرول. پر بې وزلو هر ډول ظلمونه کېدل، خو هغو هيچا ته شکايت نه سواى کولاى. بلکي ضروري وه چي ډول ډول ټيټتياوي، ذلتونه او بې غورۍ او نادودي وزغمي.

عرب لکه زموږ د افغانستان د اوسمهال خلک يا د نړۍ د اوسمهال د مسلمانانو غوندي د ډول ډول اغراضو، تعصبونو، سرټمبه ګيو، ناپوهيو او بې پرواييو په دامونو کي ښکېل وه او يو له بله په سختو دښمنيو، شخړو، جګړو او مخالفتونو اخته وه چي د حق او باطل توپير ځني ورک او هېر سوى وو.

رومي طواغيت وه که ايراني دواړو خپلي ګټي د عربو په دغسي بدمرغيو کي ليدلې. خو کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د مکې له غرونو څخه د حق او ﴿لا اله الا الله محمد رسول الله ﴾ او د ربړېدلو او کړېدلو ولسونو د ژغورني زړه وړونکى او کفر ماتوونکىآواز پورته کړ او بلنه يې ورکړه چي نړۍ دي ”يوه خدايي کورنۍ“ سي او د دې کورنۍ غړي دي يو له بله په مينه او مساوات کي واوسي. نو د روم او فارس د دواړو زبرځواکو سترواکيو له دې نوي تحريک څخه ستر خطر احساس کړ. دوى درک کړه چي که دغه غورځنګ بريالى سي، نو عرب زموږ له ولکې څخه وزي او نور محکوم ولسونه او زموږ د خپل ملک عوام چي موږ يې د زيار او زحمت پر محصولونو د ټولواکمنيو دنګي ماڼۍ جوړي کړي دي، هرومرو پر موږ را پاڅيږي او واک او ګټي مو را پوپنا کوي. پر دې بنسټ دوى لومړى انتظار درلود چي دغه سپېڅلى غورځنګ په خپله د عربو او يهودو له خوا له منځه يووړل سي. خو چي داسي ونه سول دوى د دې نوي او سپېڅلي اسلامي غورځنګ د له منځه وړلو لپاره مناسبي موکې او پلمې ته کتل، څو هغه په غوڅه توګه له مخي ايسته کړي. خو بې خبره له دې څخه چي حق تعالی غوښتي وه چي خپل نور د نړۍ په ګوټ ګوټ کي وځلوي او بشپړ يې کړي د حق دا شمع په پوکلو نه مري.

﴿ يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ (8) ﴾ [ الصف ٦١: ٨]

دغه کفار (او نور هغه کسان چي د کفر له ملتونو څخه په يوه ملت اړه لري، په خپلو دغو افتراګانو او د هغو خبرو چي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم راوړي دي په درواغ بللو او ډول ډول مذبوحانه هلو ځلو سره) غواړي  چي د الله رڼا (د اسلام د سپېڅلي دين رڼا) د خپلو خولو په پوکلو سره مړه کړي(يعني پر اسلام باندي ، چي د انسان د دې او هغي دنيا د نېکمرغۍ او بشپړتيا پر لور لارښوونه کوي تېرى وکړي او  باطل يې څرګند کړي او د الله پر هغه توحيد باندي چي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په راغلى دى د لوى څښتن  واضح دلايل باطل وښيي). په داسي حال کي چي الله بل څه نه خوښوي بې له دې چي خپله رڼا بشپړه کړي( خپل دين بشپړ، څرګند  او لوړ کړي چي پلوشې يې هري خواته خپرې سي). که څه هم کافران (منکران) له دې کاره (د دين له بشړتيا او لوړتيا) بد وړي (او ناخوښه وي، خو لوى څښتن دا کار کوي او کله چي لوى څښتن د کوم کار د ترسره کولو اراده وکړي، نو د نورو اراده باطله سي).

چراغی را كه ایزد برفروزد
هر آنكس پف كند ریشش بسوزد
هر كه در سر چراغ  دین افروخت
سبلــت پــف كنـانش پـاك بسـوخـت
هــر كه بـــر شـمــع خـــدا آرد پــفـو
شمع کي ميرد بسوزد پوز او
په  دې هکله  د الصف : ٦١  / ٨ ــ ٩ آيتونه او د الفتح:٤٨ / ٢٨ آيت هم ولولئ.

څنګه چي په مدينه منوره کي د رسول صلی الله عليه وسلم اسلامي حکومت ټينګ سو او مشرکين او يهود د هغه په را پرځولو کي پاته راغله، نو د روميانو د دغسي موکې او پلمې لټولو او سنجولو پر مهال ځيني مشرکين او يهود ملګري سول، د شام د بصرىٰ  غساني والي ته چي د روم ګوډاګى وو، ورغله، څو هغه له اسلامي سلطنت څخه وبېروي او پر مسلمانانو باندي يې لښکر کښۍ ته وهڅوي. روميانو او ګوډاګيانو يې په دې هکله تدابير سنجول چي رسول صلی الله عليه وسلم له دې خبري خبر سو او سمدستي يې يو ليک اسلام ته د بصرىٰ  د والي د بلني لپاره د حارث بن عُمَير اَزدي رضي الله عنه په لاس ور واستاوه. کله چي حارث مُوْته نومي ځاى ( په اردن کي بلقاء ته نژدې سيمي ته ) ورسېدى په بلقاء کي د روم د قيصر عېسوي والي شُرحبِيل بن عمرو غساني ونيو او په ډېره بده وضع يې شهيد کړ. لکه چي موږ پوهيږو د سفير يا استازي نيول يا وژل ډېر بد جرم دى چي د جګړې د اعلان سره برابر يا تر دې لا بتر باله سي. خو طاغوتيانو دغه ځناورتوب تر سره کړ او له دغه مهاله د روميانو او اروپايانو او مسلمانانو تر منځ د جګړو او دښمنيو دروازه پرانيستل سوه. ( د واقدي مغازي ١/ ٧٥٦ مخ، فتوح الشام اردو ١١مخ او تاريخ ملت د ١٤٢ او ١٤٤ مخونوڅخه په استفاده).

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

همت صاحب السلام علیکم ! الله دی اجرونه درکړی ستاسی لیکنی اموزنده دی دا لیکنه می تر ټولو خوښه شوه د اوسنو حالاتو پیروی او تعقیب کی دی ، که څه هم تر یوی کچی یی مونږ ته عوامل معلوم دی ممکن به هغه غلظت او کیفیت چه تاسی یی څرګندونی کوی نه دی ، ډیره لیوالتیا مو لرله چه ستاسی لیکنه تر اخره ولولو مګر د معمول په خلاف ډیره لنډه وه دا چه تاسی ورته برخی ورکړی ممکن په نورو برخو کی به یی وڅیړی مګر زمونږ هیله دا ده چه دغه برخی لږی اوږدی کړه چه مونږ… نور لوستل »

A M HIMMAT
میلمه

وعليکم السلام محترم استاذه، ډېره مننه، ښه مشوره ده، په راتلونکو برخو کي يې هرومرو په پام کي نيسم.