
د سوري جنګیالیو ۲۰۰۰ اروپايي مجاهدین ملګري
نن ټکی آسیا: د بلجیم او فرانسې چارواکي مني،چې شاوخوا دوه زره کسان چې اروپايي تابعیت لري د سوري مقاومت چیانو ترڅنګ اوږه پر اوږه د اسدي پوځ سره پر جګړه بوخت دي.
والس وویل،دا حقیقت ښيې،چې جګړه د پيل راهیسې په تغییر کې ده او د خلکو مینه او خواخوږۍ ورسره مله ده.
باید یادونه وکړو چې په سوريه کې د نړۍ د ګڼو اسلامي-جهادي غورځنګونو غړي موجود دي او د اسدي رژيم د ځواکونو پر ضد په وسله واله مبارزه بوخت دي.
تر دې مهاله د سوري مقاومت کوونکیو سرچینو،رسنۍ ته په دې باب څه نه دي ویلي.