شعـــــرونه

غزل/ فتحان حنفي

فتحان حنفي

دار به قبول کړمه منصور دي شمه
د حقانې مینې انځور دي شمه

که مې وجود له رنځه وکړي چینجې
لکه ایوب غوندې رنځور دي شمه

چې د وجود هر یو اندام ذاکر وي
په داسې ذکر کې معمور دي شمه

په ربانې مینه کې ځان لوګی کړم
د داسې مینې په منشور دي شمه

ها د بقا ژوند له فاني ومومم
د دې فاني په دې دستور دي شمه

په ایماني خلوص نړۍ د ځان کړم
د نبوي کردار باتور دي شمه

ربه قبولې مې کړه ستا په لار کې
په خپلو وینو کې تک سور دي شمه

کړه خاتمه مې له ایمانه سره
ستا په حضور کې بې قصور دي شمه

تمه ګر نه یم زه فتحان د بل چا
تر مرګه ستا د در مجبور دي شمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x