نظــر

د متعلیمونو په وړاندې د امنیتي ځواکونو د وحشت نوې څپه

معین احمد (خروټي)

خبري رسنیو خبر ورکړ چې د پنچشنبې په ورځ د غزني ولایت د قره باغ په ولسوالۍ کې د یادې ولسوالي امنیه قومندان پاسوال روح الله د سلطان محمودغزنوي د مرکزي
لیسې دوه تنه زده کوونکي له طالبانو سره د مرستې په تور وژلې دي.

دغه دوه تنه زده کوونکي هریو حمید الله د جان ګل زوي د یولسم ټولګي زده کوونکی د قره باغ ولسوالۍ د ولیداد د کلي اوسیدونکی اوبل فدامحمد د جان محمد زوی د دولسم ټولګي زده کوونکی د یادې ولسوالۍ د کډول چمبر کلي اوسدونکي وو.
د اسد په نوم د پیښې یوه عیني شاهد رسنیو ته ویلي چې د ولسوالۍ امنیه قومندان پاسوال روح الله دغه دواړه زده کوونکی د طالبانو په کمین کې د خپلو ملګرو تر مرګ ژوبلې وروسته یو د خپل کور مخې ته له ښونځې څخه تر رارخصت کیدو وروسته په ډزو وواژه او بل یې له خپل کور څخه تر وړلو وروسته په ولسوالۍ کې د وهلو اوشکنجې په مهال تر وژل کیدو وروسته تر شارف نومي پله لاندې غورځولی او بیا یې جسد د سیمې د خلګو لخوا د هغوی کورنۍ ته وسپارل شو.

چې همدا نن شنبه د لړم د میاشتې پر (۸)د قره باغ ولسوالۍ ټولو ښوونکو او زده کوونکو د یادو زده کوونکو د وژل کیدو په اعتراض کې د خپلو ښونځیو دراوازې تړلې او درسونه یې تحریم کړي دي.

د قره باغ ولسوالۍ د معصومو زده کوونکو د وژنې تر بوږنوونکې پیښې څه موده وړاندې د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د کنډک مشر سید عارف د یادې ولسوالۍ د باتور په مرکزې لیسه کې د دې لیسې د زده کوونکو په خلاف یو بل ډول ځانګړې عملیات اجراء کړل.

د باتور لیسې د یوه ښوونکي د وینا پر اساس د تلې د میاشتې په ۲۷ نیټه د افغان ځانګړو ځواکونو قومندان عارف الله چې په سید عارف شهرت لري، ښوونځي ته ورغی او یو زده کوونکی یې له ټولګي څخه تر بهر کولو وروسته د لیسې په محوطه کې د ټولو زده کوونکو په مخ کې بربنډ او بیايي تري انځورونه واخیستل.

د ښونځي استاذ وايي قومندان سید عارف یاد زده کوونکی بیدرغه وواهه او پرهغو کسانو يي هم د وسلو ډزې وکړې چې د زده کوونکي د ژغورلو هڅه یې کوله چې له کبله یې ګڼ نور زده کوونکي هم ټپیان شول.

د هغې پیښې په خلاف هم د زرمت ولسوالۍ ټول ښونځي وتړل شول او د زده کوونکو په حمایت کې قومي مشرانو هم په احتجاجي لاریون لاس پوري کړ.

پورته دوې پیښې د مشت نمونه يي خراوار په ډول دلته یادې شوې چې یواځې په یوه میاشت کې د امنیتي ځواکونو لخوا د بیوزله متعلمینو په خلاف تر سره شوې.

ولسمشر غني چې د نړۍ د متفکر په حیث ځان د تعلیم او متعلمینو خواخوږي بولی که د امریکايي یرغلګرو د خپلسریو د مخنیوي صلاحیت نه لري ، کم تر کمه د امنیتي ځواکونو په نوم د خپلو غیر مسؤلو تو پکیانو مخه خودې ونیسي چې په د ا ډول لا پروايي او بیدردې سره د ښونځیو او تعلیمي مراکزو په خلاف وحشیانه کړنې کوي او په سیمه کې په ټپه ولاړتعلیمي بهیر نورهم له ستونزو سره مخ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x