
د قران کريم اړوند بېلابېل معلومات
راټولونکی : احمدجنيدمبارز
۱ : ـ د لومړي ځل لپاره د قران کريم نزول په (۶۱۰م) کال کي د حِراء په غار کي سوي دي .
۲ : ـ ټول قران کريم په (۲۳) کلونو کي پر محمد صلی الله عليه وسلم باندي نازل سوي دي .
۳ : ـ د مکي سورتونو شمېر (۸۶) او دمدني سورتونو شمېر (۲۸) دي .
۴ : ـ سورت عبس مکي سورت دي (۴۲) آیتونه لري او دعبدالله بن اُم مکتوم رضی الله عنه په باره کي نازل سوي دي ،چي نوموړۍصحابي په سترګو ړوند و .
۵ : ـ سورت التکاثر مکي دي (۸) آيتونه لري ددې سورت موضوع ددنيا پرستۍ بد انجام دي .
۶ : ـ سورت انفال مدني سورت دي ، دا سورت د بدر دغزا دغنيمت دمالونو د تقسيم او دجهاد د احکامو په باره کي نازل سوي دي .
۷ : ـ د قران کريم څخه دلائل په شريعت کي په لومړي درجه کي قرار لري ، او احادیث دوهمه مرتبه په شريعت کي قرار لري .
۸ : ـ د کفارو په مقابله کي د جنګ څخه تېښته کبيره ګناه ده په دې شرط چي د کفارو شمېر د مسلمانانو د شمېر څخه له دوو چندو زیات نه وي .
۹ : ـ د قران کريم تورو ته ټکي ايښوول د عبدالملک بن مروان په زمانه کي کښي سرته ورسېدل .
۱۰ : ـ لومړنی سورت چي په مکمله توګه نازل سوي دي ، سورة الفاتحه او وروستنی سورت چي په مکمله توګه نازل سوي دي د سورة النصر څخه عبارت دي .
۱۱ : ـ سورة الاِخلاص ته د قران کريم دریمه (ثلث) ويل سوي دي .
۱۲ : ـ حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د قران کريم لومړنی قاري ؤ .
۱۳ : ـ مکي سورتونه لنډ آيتونه لري مخکي له هجرت څخه نازل سوي دي .
۱۴ : ـ حضرت عثمان رضي الله عنه په یوه رکعت کي ټول قران کريم لوستۍ دي .
۱۵ : ـ د قران کريم لومړنۍ حافظه په ښځو کي صفيه بنت عمر رضي الله عنها وه .
۱۶ : ـ د قران کريم لومړی لفظ بسم الله ده .
۱۷ : ـ د بقرې سورت په قران مجيد کي تر ټولو اوږد سورت دي چي (۲۸۶) آیاته لري .
۱۸ : ـ د القارعه کلمه د قرع څخه اخیستل سوې ده او ټکولو ته وايي .
۱۹ : ـ چي څوک هره شپه سورة الواقعه سورت لولي هغه له لوږي او نیستۍ څخه ژغورل کيږي .
۲۰ : ـ لومړنی سړی چي قران کريم يې په آيت ، آيت تفسير کړ(فرا رحمة الله علیه) ؤ