ورزش

پاکستان لوبه وګټله خو افغانستان ونه بایلله

د شارجه کرکټ میدان کې د افغانستان او پاکستان  تر منځ یواځینی  ۲۰ اوریزې لوبې کې پاکستان له افغانستانه   په ډیرې سختۍ لوبه وګټله.

د لوبې په پیل کې افغانستان پچه وګټله او د لومړي توپ وهنې پریکړه يې وکړه. افغانستان په لومړیو ۲۰ اورونو کې ۱۳۷ منډې جوړې کړې.

افغانستان که څه هم د پیل په ۵ اورونو کې ښه لوبه ونه کړله، محمد شهزاد ۴ منډې او  نوروز منګل ۱ منډه جوړه کړه، خو وروسته اصغر ستانکزي  او نجیب الله ځدران لږ ه لوبه ښه پرمخ ویوړله.

اصغر ستانکزي ۱۵ منډې وکړلې، او په مجموعي ۲۷ منډو د افغانستان څلورم لوبغاړی اصغر وسوځېد.
د اصغر د سوځېدو وروسته  نجیب الله ځدران میدان ته راغی او خورا ښه لوبه يې وکړه، نوموړي په ۳۰ بالونو ۳۸ منډې جوړې کړې. محمد نبي چې د افغانستان لوبډلې کپتان دی، په ۱۰ بالونو ۱۵ منډې وکړلې.   دنبي  وروسته سمیع الله شینواری بیټنګ ته راغی او د ۱۶ منډو په کولو سره وسوځېد،  له ده وروسته میرویس اشرف لوبې ته راغی او ډیره په زړه پورې لوبه يې وکړله، نوموړي په ۲۲ بالونو ۲۸ منډې وکړلې او تر پایه ونه سوځېد. ګلبدین نایب ۳، دولت ځدران صفر او حمید حسن ۴ منډې وکړلې.

افغانستان د ۲۰ اورونو د ختمېدو سره ۱۳۷ منډې جوړې کړلې او پاکستان ته يې ۱۳۸ منډې هدف وټاکه.

د پاکستان له لوري جنید خان ۳ افغان لوبغاړي وسوځول، سهیل تنویر په  ۴ اورونو کې ۱۱ منډې ورکړلې او ۲ افغان لوبغاړي يې وسوځول. شاهد افریدي، ذولفقار بابر او بلاول بټي یوه یوه ویکټه واخیستله.

د افغانستان د لوبې وروسته پاکستان لوبغاړي توپ وهنې (بیټنګ) ته راووتل، د لوبې پیل احمد شهزاد او شرجیل خان وکړ، احمدشهزاد په ۳۷ بالونو ۳۵ منډې وکړلې او د سمیع الله شینواري په بال وسوځېده. شرجیل خان ۱۸ منډې وکړلې او محمدنبي په بال وسوځېد.  له دې وروسته د پاکستان لوبډلې کپتان  محمد حفیظ او عمر اکمل لوبه پر مخ ویوړله دوی دواړو په ګډه ۴۷ منډې وکړلې، عمر اکمل د دولت ځدران په بال بولډ اوټ شو. د عمر اکمل وروسته شعیب مقصود لوبې ته راووت او د ۵ منډو په کولو سره نوروز منګل رن اوټ کړ.

شیعب مقصود په داسې حال کې اوټ شو چې پاکستان ګټلو ته  ۱۲ منډو ته په ۸ بالو اړتیا درلوده.  د شعیب مقصود وروسته  شاهد افریدي توپوهنې ته راووت ، نوموړي ۱ منډه وکړله.

په اخري اور کې پاکستان ۶ منډو ته په ۶ بالونو اړتیا درلوده، که څه هم دولت ښه بال وکړ خو د یو نو بال او یو وایډ بال له امله د پاکستان لوري ته ۲ منډې هسې اضافه شوې، پاکستان لوبه په اخري بال وګټله.

د افغانستان له لوري نبي او شینوري ښه بال وکړ. نبي په ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او ۱ لوبغاړی يې وسوځولو. شینوري په ۳ اورنو کې ۲۶ منډې ورکړلې او ده هم یو لوبغاړی وسوځولو.

د حمد حسن څخه چې څومره طمع کیده، هومره ونه ځلېده.

افغانستان لوبډلې که څه هم لوبه وبایلله، خو د کرکټ چارپوهانو په اند يې لوبه نه ده بایللې. پاکستان یو قوي  هېواد دی او شاو خوا ۶۰ کاله پخوا یې کرکټ ته مخه کړې چې ددې په پرتله افغان لوبډله د تېرو ۱۱ کلونو راهیسې لوبه کوي.

افغان لوبډلې کرکټ د پېښور د مهاجرت کمپونو په کوڅو  کې  زده کړی او پاکستاني لوبغاړي منظم لوبغالي او تکړه کوچونه لري.

دواړه لوبډلې په هيڅ صورت سره د پرتلې وړ نه دي. افغانستان  لوبه بایللې نه، بلکې ګټلې ده.

د لوبي په پایله کي د پاکستان کپتان محمد حفیظ د لوبي غوره لوبغاړی ونومول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x