دیني، سیرت او تاریخ

د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۵)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

ښځې تر نارينه وو د سرطان(Cancer) په مدافعت کي زيات توان لري:

نوي ساينسي څېړنې دا څرګندوي چي ښځې تر نارينه وو د سرطان په مقابل کي سخت مقاومت لري،هغه څېړنې چي د (۱۹۸۶- ۱۹۹۰) پوري په ۵ کلونو کي وشوې دا ئې پايله شوه چي د پوستکي د سرطان له کبله ۸۲٪ ښځو مقاومت درلودئ او حال داچي نارينه و بيا۶۸٪ مقاومت درلودئ، له دې ډول سرطان څخه علاوه د سرطان په نورو ډولو کي هم ښځې نسبت و نارينه و ته اوږد مقاومت لري.

د ناروغيو پر مهال ښځه نسبت و نر ته زيات مقاومت لري:

داچي د ښځو مقاومت نسبت و نارينه و ته زيات دئ له همدې کبله د ناروغيو له کبله نارينه نسبت تر ښځو زيات له منځه ځي، په فرانسه کي د هلکانو د پيدايښت ګراف له نجنو څخه زيات دئ يعني کله چي ۱۵۰ هلکان پيداکيږي نو په مقابل کي ئې ۱۰۰ نجوني پيدا کيږي خو بيا هم په فرانسه کي ښځې له نارينه و څخه زياتي دي.
په نړۍ کي د ښځو د ډېرښت عوامل او اندازه:

داچي په نړۍ کي ولي ښځې زياتي دي يو عامل ئې دادئ چي ددوي د بدن مقاومت نسبت و نارينه و ته د ناروغيو په مقابل کي زيات دئ

د امريکا د(Census Bureau of America) ادارې په اند په۲۰۱۱ کال کي په امريکا کي (۷۰۰۰۰۰۰) اووه ميليونه ښځې نسبت و نارينه و ته ډېري وې، يواځي په نيويارک کي تر نارينه (۱۰۰۰۰۰۰) لس لکه ښځې تر نارينه و زياتي دي، په جرمني کي (۵ ميليونه) ښځې اضافه دي و، په روسيه کي (۹ميليونه) ښځې اضافه دي تر نارينه وو، په برطانيه کي(۴۰۰۰۰۰)څلور لکه ښځې ترنارينه وزياتي دي، چي په مجموعي ډول سره په ټوله نړۍ کي:

په ټوله نړۍ کي په مجموعي ډول سره دېرش ميليونه (۳۰۰۰۰۰۰۰) ښځې تر نارينه و زياتي دي. د ښځې د مقاومت بله وجه داده چي د ايکس (X- Chromosome) کروموزوم چي ښځينه دئ د واي تر کروموزوم (Y-Chromosome) چي جنس ئې نارينه دئ طاقتور او فوقيت لري،له همدې کبله د ښځو اوسط عمر د نارينه و څخه زيات دئ، په عمومي ډول سره ښځه تر نر صحتمنده وي، د نارينه و په پرتله ئې د ناروغيو په مقابل کي مقاوت زيات دئ، د(Hemorrhage) هېموريج تکليفونه په نارينه و کي تر ښځوزيات دي، په دوهم نړيوال جنګ کي ښځو نسبت و نارينه و ته په سختو شرايطو کي هر څه ګالل.

يادونه: هېموريج (Hemorrhage) خونريزۍ او وينه بهېدو ته وايي.

د نارينه وو په نسبت د ښځو زيات يخ کيږي:

د جارج واشنګټن د پوهنتون د ميډيکل د برخي د فزيالوجي د څانګې مشر ډاکتر پروفيسر رچرد کيني وايي:

داچي د نارينه و د عضلاتو حجم نسبت و ښځو ته زيات دئ او عضلات ئې پڼد دي له همدې کبله توان او ګرمي يې ډېره ده نسبت و ښځو ته،چي له دې څخه مطلب دادئ چي د ښځو توان او ګرمي لږده ،او هغه  تودوخه او توان چي لري یې هغه ژرله منځه ځي.

د نر او د ښځې اصلي توپير په حجم کي دئ، د ښځې د بدن حجم کم دئ، وينه ئې لږده، کله چي تودوخه د بدن کمه شي لاسونه او پښې يخ شي نو وينه نشي کولاي چي هغه تاوده و ساتي له همدې کبله د ښځو يخ ډېر کيږي.

د۱۰- ۵۰ کلونونارينه و کي (Metabolic rate) له ښځو څخه ۱۰٪ زيات دئ، داچي نارينه و زيات حرارت او کالوريز(Calories) ته اړتياده له همدې کبله ئې بدن ګرم دئ.

يادونه:ميتابوليک رېټ (Metabolic rate)- د فزيکي او کيمياوي مرحلو مجموعه، چي ددې په وسيله يو ژوندئ موجود انرژي و لاسته راوړي.

ډاکټر کيني زياتوي:

د يخ په موسم کي و ښځو ته داسي کالي اغوستل اړين دي چي خارجي يخني د ښځې د بدن سره په تماس کي نشي- چي دا به د ښځو لپاره ښه پايلي ولري.

داچي ښځې زياتي حساسي دي له همدې کبله د يخ حس تر نارينه وو زيات کولای شي، که يو څوک دا ووايي چي ولي د هغې ښځې يخ هم کيږي چي  چاغه وي؟ ډاکتر کيني ددې پوښتنې په ځواب کي وايي:

د ښځې غوړ(شحميات )په لاسونو او پښو کي لږدي او يا کم دي او يا دا غوړ ئې په نور بدن کي شتون لري له همدې کبله د ښځې د لاسونو د چمبو او د پښو د تلو زيات يخ کيږي او کله خو هيڅ نه توديږي.

نور بیا…

مأخذونه: (روزنامه اطلاعات ۱۳۳۵ هش)

(زن در سياست و اجتماع- يونيسکو- ډاکتر زهرافانلري/ اشلي مونتاک)
(Modern Medical Science/Vol:4pp211)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x