دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۲۹برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

د هندوستان مشهوره شاعره سروجني نايډو (Sarojini Naidu) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

زه اسلامي ورورولۍ ډيره متاثره کړې یم. كله چې څوك مسلمان شي نو سمدلاسه د دوى ورور شي، كه هغه مصرى، الجزايرى یا هندوستانى وي او كه په لندن كې اوسيدونكې ترك. مصر او هندوستان ته يواځې په دې سترګه كتل كيږي چې مورنى ټاټوبى دى او بس.

اسلام یواځنی هغه دین دی چې د خلکو د ښېګڼې لپاره یې په مسجد کې قوانین وضعه کړل، هغه اذان چې دلمانځه لپاره کیږي، ددې مطلب دا دی چې مسلمانان دې سره راټول شي، دوی دې اوږه په اوږه دریږي او د خدای لویې دې بیان کړي چې دوی بیا (الله اکبر) وایي.

هندی پروفيسر راما كرشنا راو (K. S. Ramakrishna Rao) دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله پخپل کتاب Muhammad the Prophet of Islam کې وايی:

” د هغه د شخصيت ټولو اړخونو ته رسېدل ګران دي، زه يواځې د هغه څرك ګورم چې د ښكلو انځورونو زړه راښكونكې لړۍ ده. هغه جنرال ؤ، محمد صلی الله علیه وسلم پاچا ؤ، هغه سرلښكر، سوداګر، دعوتګر، قاضي، خطيب او مصلح ؤ، دى د يتيمانو پناځاى او د ميرمنو د خلاصون ځاى ؤ، پر هغه د انسانيت بريدونه ختم شوي وو، له انسانانو سره مينه او خواخوږي د هغه په خټه كې اخښل شوې وه. د انسانانو خدمت، د هغوى د شان لوړول، تزكيه او پاكوالۍ، هغوي ته سمه لار ښودل او له انسان څخه ريښتینى انسان جوړول د هغه د ژوند موخه وه. د الله دغه رسول په ټولنه كې داسې بدلون راوست چې د عربو درنو كورنيو بيا حبشي غلام بلال ته د لورانو د وركړې وړانديزونه كول. محمد صلي الله عليه وسلم د جګړې ډګر په انساني ارزښتونو ښكلې كړ. هغه ټنيګار کاوه چې خيانت مه كوئ، چل او دوكه مه كوئ، وعدې مه ماتوئ، غړي مه غوڅوئ، كوچنيان، ميرمنې، زاړه او راهبان مه وژنئ، ونې مه سوځوئ او مه يې پرېكوئ.”

سټېنلي لېن پول(Stanley Lane-Poole ) دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

حضرت محمدصلی الله علیه وسلم وفاداره ؤ، د خپلو پیروانو حمایت کونکی ؤ، خوږه ژبه یې وه، هر څوک چې به ده ته نژدې راغی، له ده سره به یې زیاته مینه پیدا شوه، د ده هر لیدونکي به ویل: ماد ده په شان هیڅوک نه دی لیدلی او نه به یې وروسته ووینم، خبرې به یې په تأمل او تأکید سره کولې، بل لور ته د ده خبرو د خلکو په زړونو او غوږونو کې داسې ځای پیداکاوه چې د هیچا نه هېرېدې.

نور بیا…

لمنلیکونه:   Sarojini Naidu, the famous Indian poetess says – S. Naidu, Ideals of Islam, Speeches and Writings, Madaras, 1918
K. S. Ramakrishna Rao, an Indian (Hindu) professor of Philosophy
“Muhammad the Prophet of Islam1989
Stanley Lane-Poole – Table Talk of the Prophet

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x