ټولنیزه برخه

د ابوذر(الغفاري) رضی الله عنه وفات

ژباړنه: م. حمد الله(دانشمند)

نوموتی صحابي”ابوذر الغفاري”- رضی الله عنه- چې په محامي الفقراء(د نادارو غمخوار) سره شهرت لري په “ربذة” سیمه کې د خپلې بي بي او یوي مریی سره اوسېده. بي بي یې د بیمارۍ پر مهال سر ته ناسته وه ژړل یې.

نوموړي- رضي الله عنه- ورته کړه: څه دي، ولي ژاړې؟

هغې ورته کړه: ولي به نه ژاړم؛ ته په یوه لرې پرته سیمه کې اوسېږې؛ کور کې دومره ټوکر نشته چې ستا کفن یې کړم؛ په یواځې سر به ستا څنګه پالنه وکړم.

هغه مبارک ورته وویل: کله مې چې د اجل داعی ته لبیک ووایه، ته او مریی  راته غسل راکړئ، کفن راکړئ، د لارې په څنګ کې مې کېږدئ، لومړی بهیر چې په تاسو تېرېږي، ورته ووایاست: دا “ابوذر” دی!

کله چې له دې وراني نړۍ وکوچېد؛ هغوی همداسې وکړل.

“عبد الله بن مسعود”- رضي الله عنه- د  یو ټولي په ملتیا- چې له کوفې سره یې تړاو لاره- په همدې لاره تېرېده، په یاده جنازه یې سترګې ولګېدې، پوښتنه یې وکړه؛ د دچا ده؟!

چا ورته وویل: دا د “ابوذر” جنازه ده!
د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه پر مخ د تړمو اوښکو سیلاب راغی؛ ویې ویل: د الله پاک رسول رښتیا ویل:

((ﻳﺮﺣﻢ ﺍﻟﻠﻪ ﺃﺑﺎ ﺫﺭ، ﻳﻤﺸﻰ ﻭﺣﺪﻩ، ﻭﻳﻤﻮﺕ ﻭﺣﺪﻩ، ﻭﻳﺒﻌﺚ ﻭﺣﺪﻩ)).

ژباړه: په ابوذر دي الله رحم وکړي؛ یواځې ځي، یواځې به مري او یواځې به را پاڅي.
نوموړي مبارک یې جنازه وکړه او په خپله یې دفن کړ. سنه [۳۱/ ۳۲هــ].

“طبقات ابن سعد”.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x