افغانستان

کندهار: ښار کې موټر بم بريد شوی

نن ټکی اسيا (شنبه، لړم ۸مه، ۱۳۹۵ل):د کندهار ښار اړوند په نهمي امنيتي حوزې کې د موټر بم په وسيله سرتېری بريد شوی.

د بريد له امله چې نن سهار شاوخوا لس نيمي بجې را منځته شوی يو شمېر امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له کندهار ښار څخه نن ټکي اسيا ته عيني شاهدان وايي بريد د نهمي اميتي حوزې پر امر (قومندان فريد) باندي شوی.

د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند ضياء درانی وايي : بريد په نهمه حوزه کې د تيري اډې ته څېرمه شوی او له امله يې څلور تنه پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دراني په وينا د ياد بريد له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو په پېښه کې يو تن پوليس وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.

عيني شاهدانو نن ټکی اسيا ته وويل : د قومندان فريد د ژوبلېدا او مرګ اوازې ګرځي خو موږ دقيق معلومات نلرو.

عيني شاهدان وايي بريد د سراچه موټر په وسيله د نهمي امنيتي حوزې پر امر قومندان فريد او عسکرو شوی.

يوې امنيتي باوري سرچينې د قومندان فريد احمد مشعل د ژوبلېدا خبر تأيد کړی.

د بريد مسؤليت لا چا نه دی منلی خو په کندهار ښار کې د ډيرو غلچکي او ورته بريدونو پړه چې امنيتي سرتيرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وي طالبانو منلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x