نادري ناولده

د نسوارو د قاچاق ناکامه هڅه

نن ټکی آسیا: په داسې حال کې چې د اماراتو په ټول قلمرو کې د نسوارو پر پېر او پلور سخت بندیز دی، د دوبۍ د ګمرک چارواکي په دغه هېواد د ۲۸ ټنه نسوارو د نیولو خبر ورکوي.
د دوی په خبره د پټو معلوماتو په مټ وتوانېدل چې په جبل علي ښارګوټي کې د یوې چاپې پر مهال له یوه کانټینر څخه ۲۸ ټنه قاچاق کېدونکي نسوار له قاچاق کوونکیو سره لاس په لاس ونیسي.

نسوار چې ټولټال وزن یې ۲۸ ټنه په کابو ۳۷۵ وړو پلاستیکي کڅوړو کې ځای پر ځای شوي ول او د قاچاق کولو هڅې يې رواني وې.
د دوبۍ ګمرکي چارواکي وایي، قاچاقچیان یې نیولي او دا مهال ترې پوښتنې-ګروېږني رواني دي.
چارواکیو په ډاګه نکړه،چې نسوار به له کوم هېواده ور وړل شوي وي؛خو فقط دومره یې وویل چې نسوار له کوم اسیایي هېواد نه هلته رسېدلي.
په دوبۍ او شاوخوا پرتو ښارونو کې د ښاروالي له لوري د نسوارو پر خرڅولو –رانیولو سربېره د نسوارو پر خولې ته کولو او په لارو-کوڅو کې توکلو باندي هم سخت بندیز دی او سرغړونکی یې د خورا درنې جریمې پرې کولو ته ناچاره دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x