شعـــــرونه

غزل/ عمري زرمتی

عمري زرمتی

پـورتـه ئـې لاســونـه پـه دعـا دستـا په لـوري دي
زړه کې ئې بل څه دي او دخولې خبرې نوري دي

ګونـګه هغـه ژبه شه چې حق وینـا پرې نه کیږي
حق ویل ترخه دي او خو پایلې ئې سمسوري دي

ورور د سکه ورور څخه بیلیـږی دیو چا په خوله
دی او کور ودانه ئې همېـشه په سر سرتوري دي

دلته دیتیم په سر دمیني لاس څوک نه تېره وي
تل پرې کړي ظلمونه دسیتم کاسې نسکوري دي

زړه ئې دی تور شوی له خیرات او له زکاته څخه
نن د هر کور مخ ته په چندو مدرسې جوړي دي

ځمه عمــري کډه به بار کړم بل جهـان ته ځم
دلتــه په هــر چا د ترهــګــر تــورونه پــوري دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x