افغانستان

طالبان: د لوګر په څرخ کې مو دښمن پر شا تمبولی

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، هغه عملیات یې په شا تمبولي چې د ملي اردو او ملي پولیسو له لورې او د بهرنیانو له هوايي او ځمکني ملاتړ سره د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې له تېرو اتو ورځو راهیسې روان وو.
د طالبانو اعلامیه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې د څرخ د والسوال خلیل الله په ګډون ۱۴ عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

ویل کېږي په دغو عملیاتو کې ملکي وګړو ته هم د سر و مال زیانونه اوښتي. د سېمي اوسېدونکي وايي چې حکومتي ځواکونو یې د کورونو دروازې دروازې ماتې کړې او دوی یې سخت وهلي-ډبولي او څو بې ګناه کلیوال یې وژلي هم دي.
اعلامیه زیاتوي چې د عملیاتو په جریان کې یوه طالب هم ژوند له لاسه ورکړی او ۷ نور ژوبل دي.
عملیات تېره شپه ناوخته پای ته رسېدلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x