د نن سرلیکنه

ایا ګډ حکومت له امریکايي عام وژنې څخه د ننګرهاریانو د ژغورنې توان لري؟

د نن ټکي اسيا سرمقاله : خبري رسنیو رپوټ ورکړ چې د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو پریوه کور بمباري کړې چې له مله يي ګڼ شمیر ولسي وګړي مړه او ژوبل شوي دي.

د ننګرهار والي ویاند د پیښې په اړه رسنیو ته ویلي چې بمبار شوی کور د یوه طالب قومندان دی خو د بمبارۍ په مهال ورکي وژل شوي کسان ولسي وګړي دي.

خو د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اجمل عمر بیا د ننګرهار ولایت د ویاند د وینا پرخلاف وايي چې بريد د طالبانو د قوماندان پر کور نه ، بلکې د سيمې د يوه قومي مشر ملک فاروق پر کور شوی دی چې له امله یې د دوو ښځو او يو ماشوم په ګډون څلور کسان وژل شوي او د ملک فاروق په شمول شاوخوا ۲۰ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکټر احسان الله شينواري هم رسنیو ته ویلي چې د شېرزادو له پېښې څخه دوئ ته د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه ټپيان ور وړل شوي دي.

همدا راز د ننګرهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال منلې چې دوی ته د پیښې له ځایه تر لسو زیات ملکي وګړي وروړل شوي چې د هغو له جملې څخه ۷ تنه ماشومان او څلور میرمنې دي.

له څه وخته راهیسي د هیواد په دوو ختیځو ولایتونو ننګرهار او کونړ کې د امریکایي او ګډو ځواکونو شپنیو عملیاتو او هوايي بریدونو زور اخیستی دی.

د تلې د میاشتې په پنځلسمه نیټه د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې امریکايي ـ افغان ګډو ځواکونو چاپه ووهله او هلته یې په یوه کور کې څلور وروڼه ووژل او یوشمیر کلیوال یې له ځانه سره ژوندي بوتلل.

تر دې بوږنوونکې پیښې یوه اونۍ وړاندې د اچین ولسوالۍ په شډل بازار سیمه کې بهرنیانو بمبار وکړه چې له امله یې ۳۰ تنه ولسي وګړې مړه او ژوبل شول چې په اړه یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون هم غبرګون ښکاره کړ.

له دې پیښې سره همزمان د تلې د میاشتې په ۱۱ نیټه ګډو ځواکونو د جلال اباد ښار په څلورمې ناحيې کې د ملګرو ملتونو د یوه تن رسمي مامور محمد صادق زهير پر کور د شپې عملیات ترسره کړل چې له امله یې د ملګرو ملتونو د (يو اېن اوچا) په نامه ادارې مسؤول ۳۵ کلن محمد صادق زهیر په خپل کور کې د مور او پلار مخته په څلورو ډزو وواژه چې مور یې هم د خپل زوی د مرګ د صحنې د لیدو له امله څو شیبې وروسته ساه ورکړه او له خپل زوى سره يو ځاى خاورو ته وسپارل شوه.

په ختیځ کې د ننګرهاریانو په خلاف د امریکايي او افغان ځواکونو د وحشت دغه لړۍ له تیرو دوو میاشتو راهیسې دومره ګړندۍ شوې چې تر اوسه يي له امله د ولسي قربانیانو شمیره تر سلو کسانو هم اوښتې.

ګډ حکومت که واقعا د امریکايي ځواکونو له خپلسرۍ څخه د خپل ولس د ژغورنې واک لري ، باید د ننګرهار یانو په خلاف د امریکایانو د تازه پیل کړې عام وژنې په اړه اقدام وکړي او پرينږدي چې د داعشي وحشیانو تر څنګ امریکايي یرغلګر هم د هغوي پر سرونو لوبي وکړي او په وحشیانه ډول یې په خپلو کورونو کې ووژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x