افغانستان

په قره باغ کې د زده کوونکو د وژنې په اعتراض کې ښوونځي تړل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم۸مه،۱۳۹۵ل): د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکو د دوو تنو زده کوونکو د وژنې په  اعتراض کې چې تېره ورځ د امنیه قومندان پاسوال روح الله پوپلزي د ساتونکو له لورې وژل شوي وو، ښوونځي تړلي.

د غزني د قره باغ اوسېدونکي وايي، چې د دوو تنو زده کوونکو فدا محمد د دولسم ټولګي او حمیدالله د یوولسم ټولګي زده کوونکي چې د امنیه قومندان د ساتونکو پولیسو له خوا د پنجشنبې په ورځ ووژل شول. د جمعې په ورځ قومي مخورو او د سیمې استادانو او زده کوونکو د اعتراض په ډول د ښوونځیو د تړلو پریکړه وکړه.

د سیمې اوسېدونکي شکایت کوي، چې امنیه قوماندان نن هم د ولسوالۍ او بازار پر شاوخوا کلیو باندې د هوانونو او راکټونو د ویشتلو امر کړی و، چې چا ته پکې ځاني زیان نه دی اوښتی ، خو مالي زیانونه یې اړولي دي.

د ښوونځیو استادانو او شاګردانو نن د وژل شویو متعلمینو په تړاو په یوې ناسته کې په جنایت کې د ښېکل امنیه قومندان د لیرې کولو او د هغه د محاکمې غوښتنه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x