نړۍ

بنګلادیش: د جماعت اسلامي یو مشر په اعدام محکوم شوی

abdul د اې ایف پي خبري اژانس له قوله پرون یکشنبه د بنګلادیش يوې محکمې د جماعت اسلامي يو مشر په اعدام محکوم کړ. د جنګي جرمونو محکمې پرون اعلان وکړ چې ۶۵ کلن عبدالقادر ۱۹۷۱ کې پاکستان سره د همکارۍ او د بنګالیانو د قتل عام له امله په اعدام محکوم شوی دی. عبدالقادر محکمې ته عریضه کړې چې د ده د اعدام امر دې په ټول عمر بند بدل شي، ولې محکمې يې دا غوښتنه رد کړې. او یوازې د بنګلدیش ولسمشر عبدالحمید کولای شي چې دغه امر منسوخ کړي. د بنګلادیش د قانون مرستیال وزیر قمر الاسلام ويلي چې،

باید عبدالقادر ملا زر تر زره اعدام شي، خو قمر الاسلام د اعدام دقیق وخت معلوم نکړ،ویل کيږي چې که عبدالقادر ملا اعدام شي، نو بنګلادیش کې به نا امنۍ زیاتې شي. د يادونې وړ ده چې د بنګلادیش اسلامي ګوند يو شمېر نور مشران هم د حکومت له لوري د ۱۹۷۱ په جګړه کې پاکستان سره د همکاري له امله په اعدام محکوم شوي دي

 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x