نړۍ

د امريکا د دفاع وزیر چک هيګل نن پاکستان ته ځي

Chuck Hagelامریکايي رسنۍ د پنټاګان د ویاند “کارل ووګ” له قوله وايي چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هيګل به نن پاکستان ته سفر وکړي. د رسنيو په وينا د هيګل د سفر موخه به په پاکستان كې د امريکا خلاف د لاریونونو او مظاهرو له امله د ناټو اکمالاتو د بنديدو په اړه خبرې اترې وي. چک هيګل چې د هفتې راهیسې په افغانستان کې دی، نن به د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، د پوځ لوی دستریز جنرال راحيل شریف او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري. د خبرو اترو محوري موضوع به د بې پيلوټه طیارو بریدونه وي، چې امريکا يې د پاکستان په قبايلي سیمو کې د وسلوالو طالبانو پر خلاف کوي . د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د امريکا او پاکستان اړيکې ډېرې ترينګلې دي؛ ځکه چې امریکا هغه مهال د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله محسود په ډورن حمله شهید کړ، چې پاکستاني حکوت سره يې د مذاکراتو لپاره حالات چې په جوړیدو وو. له یاد بریده ورسته د پاکستان او امریکا اړيکې ډېرې خړې شوې. د حکيم الله محسود له وژل کېدو وروسته امريکايي بې پيلوټه طیارې د پښتونخوا په هنګو سیمه کې پر يوه دينې مدرسه حمله وکړه، چې د ماشومانو په ګډون يې ۷ کسان پکې ووژل شول. له دې بریده وروسته د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند اعلان وکړ چې د ناټو اکمالاتي کانټينرو پر مخ به لاره تر هغو بنده وي، تر څو يې چې بې پيلوټه بریدونه روان وي. د امریکا د دفاع وزارت وياند کارل ووګ پرون خبر یالانو ته وويل چې هيګل به پاکستاني چارواکیو سره په دوه اړخیزو مسئلو او په ۲۰۱۴ کې د امريکايي عسکرو د وتلو په اړه هم خبرې اترې وکړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x