افغانستان

شبرغان: نامعلومو کسانو یو ښوونځي ته اور اچولی

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم۸مه،۱۳۹۵ل): د جوزجان د پوهني ریاست چارواکو نن ورځ رسنیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته نامعلومو وسله والو د شبرغان په ښار کې یو ښوونځي ته اور اچولی.

د پوهني رئیس عبدالحی یشین ویلي چې تېره شپه د حسن تابین په نامه لیسه د نامعلومو وسله والو له لوري وسوځول شوه.

نوموړي زیاته کړې چې د سیمي اوسیدونکي او د اطفایې منسوبین د اور په قابو کولو وتوانېدل او ښوونځی یې د نورو سوځېدو څخه وژغوره.

نوموړي وویل چې دا کار طالبانو نه دی کړی، ځکه چې طالبان په درزاب او قوش تپه ولسوالیو کې واکمن دي، خو بیا یې هم ښوونځیو ته اجازه ورکړې او ښوونیز بهیر د هیڅ ستونزو سره نه دی مخ شوی.

د یاد ښوونځي مدیر ویلي چې د شپي ناوخته نامعلوم وسله وال ښوونځي ته راغلي، د چوکیدار لاسونه یې د پولیسو په ولچکو ور تړلې، په یوه کوټه کې یې اچولی او بیا یې ښوونځي ته اور اچولی.

د نوموړي په وینا د ښوونځي اداره، د کتابونو خونه او لابراتور سوځېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x