دیني، سیرت او تاریخ

د شریعت او قانون ترمنځ اساسي اختلافونه

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

اتمه برخه:

د اسلامي شریعت او وضعي قوانینو ترمنځ اساسي اختلافونه په درې ډوله دي:

۱-شریعت د خدای جل جلاله له خوا راغلی او قانون بشر راوستی دی او په شریعت او قانون دواړو کې یې د واضعینو صفات،  نښې او نښانې ښکاري قانون چې بشر منځته راوستی،  نو د تل لپاره پکې بشري کمزورۍ،  نواقص او نارسایي معلومیږي،  چې له همدې کبله د همېشه لپاره تغییر او بدلون پکې راځي او یا په بل عبارت تطور مومي،  نو قانون له دې کبله چې واضع یې(بشر)د تل لپاره ناقص دی او کمال ته نه رسیږي او که تېرو وقایعو څخه درس اخیستلای شي، نو د راتلونکو پېښو څخه خو نه شي خبریدالی.همداراز به د تل لپاره دغه قانون ناقص وي.

او شریعت چې الله تعالی منځته راوړی، نو د خدای د عظمت، قدرت، علم او حکمت نښې هم پکې ښکاري او همدا وجه ده، چې په یوه داسې ترتیب یې رالیږلی چې د موجوده او آینده ټولو پېښو لپاره کفایت کوي.

۲- قانون له هغو مؤقتي اصولو څخه عبارت دی، چې ټولنه یې د خپلو کارونو د تنظیم او خپلو ضروریاتو د پوره کولو لپاره ږدي، چې په دې اساس قانون له ټولنې څخه وروستنۍ مرتبه لري او د نن ورځې قانون د سبا ورځې له ټولنې سره سمون نه کوي او ارو مرو له تطور او تغییر سره مخامخ کیږي او د ټولنې د تطور او بدلون تابع دی.
اما اسلامي شریعت چې لوی خدای جل جلاله منځته راوستی هغه د ټولنې د کار و دایمي تنظیم کفیل دی، نو قانون او شریعت په دې خبره کې چې دواړه ذ ټولنې د شئوناتو د تنظیم لپاره کار کوي څه فرق نه لري، مګر دا په اسلامي شریعت له وضعي قانون څخه د اصولو په دوام او عدم قابلیت تغییر کې ممتاز دی، د شریعت یوه منطقي مقتضا ده.

اول داچې د شریعت قواعد باید هومره عام او پاخه وي، چې د یوې اسلامي ټولنې د تنظیم او ضروریاتو د پوره کولو لپاره تر ابده او هر وخت او هره موقع کې کفایت کوي.

دوهم دا چې د شریعت اصول او نصوص او نصوص ښایي هومره عالي او لوړ وي، چې یو وخت هم د لوړې نه لوړې اجتماع د سویې څخه بېرته پاتې نه وي.

له شریعت څخه چې عقل او منطق کوم کومه توقع لري په واقع کې هم اسلام دغه دواړه مزیتونه لري.له یوې خوا نهایي عمومیت او پوخوالی او له بلې خوا هومره عالي راغلی چې په خیال او تصور کې هم نه راځي.

تاسو خپله قضاوت وکړئ: په اسلامي شریعت باندې له دیارلسو پېړیو څخه زیاتې میاشتې او کلونه تېر شوي، چې په دې هومره زمانه کې څو څو ځلې اوضاعو تغییر وموند اراء او علوم پرمخ لاړل او تطور پکې راغی، هغه صناعتي او نوي شیان منځته راغلل چې د انسان په خیال کې نه تېریدل او دې د پاره د نویو، نویو حالاتو سره سر وخوري په وضعي قوانینو کې هومره بدلون او تطور راغی چې د ننني قانون او هغې زمانې قانون ترمنځ چې اسلام نوی دنیا ته راغی هېڅ علاقه او ارتباط نه لیدل کیږي.خو د دې ټولو سره سره او سره له دې چې اسلامي قواعد او نصوص د کوم تغییر او بدلون سره نه مخامخ کیږي، بیا هم وینو او ګورو چې شرعي مبادي او نصوص د ټولنو تر موجوده حالاتو خورا لوړ دي او نسبت هر قانون ته یې د تنظیم او ضروریاتو د پوره کولو غټ ضمانت کوي او د دوی طبایعو خورا نژدې دي او ډله ډاډینه یې په ښه صورت ساتي.

زموږ د پورتنۍ ادعا تاریخي شواهد د اسلامي شریعت تر خوا ولاړ دي او خورا کلک شواهد هغه نصوص دي، چې پخپله دغه مدعا ورڅخه له ورایه معلومیږي، د مثال په ډول الله تعالی فرمایي:

{و شاورهم فی الامر}آل عمران۵۹آیت {و امرهم شوری بینهم} شوری۳۸آیت.

{و تعاونوا علی البر والتقوی ولا تعاونوا علی الاثم والعدوان} سورة مائده ۲آیت.

یعنې له دوی سره په مهمو کارونو کې سلا مشوره وکړه او د مسلمانانو کارونه په خپل منځ کې په سلا مشوره دي.

او اې مؤمنانو! یو تربله سره په نیکۍ او تقوا مرسته وکړئ او په ګناه او تیري سره یو تر بله مه کومک کېږئ او رسول الله صلوسلم عل   فرمایي:(لا ضرر ولا ضرار فی الاسلام) په اسلام کې نه ضرر شته او نه بل ته ضرر رسول شته.

له دې مبارکو آیتونو څخه په عمومي ډول معلومیږي چې هر کار باید د ټولې اجتماع د پوهو په سلا مشوره باندې په یوه داسې توګه سرته ورسول شي، چې نه خو ورڅخه اسلامي اجتماع متضرره شي او نه یې افرادو ته ضرر ورسبږي او یا بله کومه اسلامي ټولنه ورڅخه متاثره شي.

نو که همدغه اصول د نظر لاندې ونیسو نو فکر وکړو، چې اسلام دیارلس پېړۍ مخکې موږ پوهولي یو چې استبداد او ظلم پسندي بشریت تباه کوي او د ظلم او تیري مخنیوی یو اساسي کار دی، نو په دې به مو باور راشي چې اسلام په څېر هېڅ کوم بشري قانون دغه شان اساسي مواد مېنځته ته نه راوستلای.

۳-له اسلامي شریعت څخه مقصد د ټولنې تنظیم او د نېکمرغۍ خواته لېږدول دي.او له همدې کبله چې اسلام د ښو افرادو منځته راوستل، د یو عالمي دولت تشکیلول هم په نظر کې لري، نو په هم هغه وخت کې چې دغه مقدس شریعت نازلیده تر دې وخته پورې اسلام په داسې ترتیب راغلی، چې ساری او سیال نه لري.

او داسې مبادي او نظریات یې بشري عالم ته راوړل چې له اسلامي عالم څخه غیر، نه ورته کومه ټولنه رسیدلې او نه یې تر ډېرې زمانې په خیال کې تېر شوي.

همدا وجه ده چې الله تعالی پخپله دغه پاک کېښودل او دې لپاره یې د کمال د نمونې او نښې په څېر عالم بشریت ته راواستول چې انساني وګړي فضایلو او ښېګڼو ته برابر کړي او د تکامل په لور یې روان کړي، ترڅو د شریعت پوره مسلوي او عالي مدار ته ورسیږي.

وضعي قانون خو اساساً یواځې د ټولنې د تنظیم لپاره کېښودل کیږي او د ټولنې د توجیهه او نیکمرغۍ ته د و روانولو سره کار نه لري.نو له همدې کبله د ټولنې له تشکیل څخه وروسته منځته راځي او هم د ټولنې د تطور تابع دی، مګر په دې اوسنۍ پېړۍ کې وضعي قانون هم خپله بڼه بدله او د شرعي قانون په څېر ورڅخت ورڅخه ځینې دولتونو په کار اخیستلو پیل کړی او غواړي چې د خپلو اغراضو لپاره یې استخدام کړي او د وضعي قانون په اثر هم خلک یوه ټاکلي مقصد ته خلک روان کړي او خپل معلوم غرضونه ورباندې سرته ورسوي.لکه دغه کار چې روسیې، ترکیې، المان، ایتالیې او نورو کاوه او له دیارلسو پېړیو څخه وروسته وضعي قانون په هغه څه پیل وکړ چې شریعت لا له پخوا منځته راوړی و.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x