asasi_qanon

د قانون په ایښودلو کې د اولو الامر حق

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

نهمه برخه:

شریعت خو اولو الامر ته د دې حق ورکړی دی، چې قانون کیږدي او د اجتماع د تنظیم لپاره مواد په ګوته کړي، خو سره له دې یې هم دغه حق دوی ته داسې نه دی ورکړی، چې بې له کوم قید او شرط څخه هر څه یې چې زړه وغواړي، هغه به قانوني ماده ګرځوي، بلکې دوی د اسلامي نصوصو سره موافقت لري او هم به یې له اسلامي نصوصو څخه سرچشمه اخیستې وي، نو په دې اساس اولو الامر بس یواځې دوه ډوله قوانین ایښودلای شي:

۱-تنفیذي قوانین: دا هغه قوانین دي، چې د اسلامي شریعت د نصوصو د تنفیذ او عملي کولو ضمانت کوي.

۲-تنظیمي قوانین: دا هغه قوانین دي، چې د اسلامي شریعت د نصوصو په رڼا کې د دې لپاره ترتیب مومي، چې اجتماع منظمه کړي او له اسلامي شریعت سره سم یې ضروریات سرته ورسوي، له دې کبله چې په دې برخه کې کوم خاص نصوص نه دي راغلي، نو ځکه دا شرط دي، چې دغه قوانین به له یوې خوا له اسلامي عمومي مبادیو او نظریاتو سره سمون خوري، او له بلې خوا به شرعي روحیه ولري.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د